جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونههرات کې یوه ښځه په ساتور د خپل خاوند د وژلو د...

هرات کې یوه ښځه په ساتور د خپل خاوند د وژلو د هڅې په تور نیول شوې

تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) په هرات کې یوه ښځه په دې تور نیول شوې، چې د خپلې خور په مرسته ېې غوښتل خپل خاوند په ساتور ووژني.

 ‏‏د هرات طالب چارواکو ویلي، چې دا ښځه ېې د ښار د شپږمې امنیتي حوزې په يوه اړونده سیمه کې په بالفعل ډول نیولې ده.

ويل شوي، چې دغې مېرمنې او خور ېې ياد شوی کس ټپي کړی، خو له وژل کيدو مخکې ېې طالبان د پېښې سیمې ته رسیدلي او د وژلو مانع شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغې ښځې او خور ېې د وژلو په هڅو اعتراف کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي پېښې په شدت سره زياتې شوي، چې فقر، په کور کې د سلګونه زره نجونو او ښځو محدودیت او په ټوله کې د حاکمې فضا له کبله د رواني ناروغیو زیاتېدل ېې اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب