جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ګوګل ترجمان د بریالیتوب لپاره سم ټایپ ضروري دی

د ګوګل ترجمان د بریالیتوب لپاره سم ټایپ ضروري دی

اوس چې ګوګل غواړي پښتو ژباړه پیل کړي د سم ټایپولو او سمې املا ضرورت لا زیات شوی دی.

 په ډېرو هیوادونو کې خلک د ښوونځي په ابتدايي دوره کې ټایپ زده کوي. هر څوک له ځان سره ټایپ زده کولی شي او ښايي تقریباً ټولو افغانانو به، چې په ټولنیزو شبکو او ویبپاڼو کې لیکنې کوي، له ځانه ټایپ کول زده کړي وي او دا هم ممکنه ده چې لوی اکثریت به هیڅکله هم د سم ټایپ کولو په اړه له بل چا سره مشوره نه وي کړې.

لکه څرنګه چې لیکنښې د یوه مطلب له سم لوستلو سره مرسته کوي، سم ټایپول تر هغه هم زیات کومک کوي. سم ټایپ له یوې خوا د مطلب په لوستلو کې مرسته کوي او له بلې خوا که خدای وکړل چې د ګوګل پښتو ترجمان بریالی شو، په نورو ژبو د پښتو د ژباړلو یا په پښتو د نورو ژبو د راژباړلو کار اسانوي.

د اکثرو افغانانو په ټایپ کې لویه ستونزه دا ده چې د فاصلو ځای نه پېژني. یا هیڅ فاصله نه رعایتوي او یا بې ځایه فاصله ورکوي. مثلاً په ځای د دې چې د دال اضافي حرف جلا راوړو او ولیکو: د رد او منفي ځواب یې ورکړ، داسي لیکو: درد اومنفي ځوا ب یې ورکړ.

دغه راز که ( د افغانانو وطن) په ځای (د افغانانوو طن) ولیکو، جنجال جوړوو.

یو چا په فیسبوک کې لیکلي: « زه له کوره يوه اونۍ مسا پر وم لمسئ می دجدایې تبی نیولی وو زما په راتلو دبنیا مین طبعه ګلالی شوه يا خدایه دانسل مو دنیا بتی جګړی له ابزاری ذلت څخه وسا تۍ»

ما په په دوهمه کرښه کې د نیابتي پر ځای دنیا بتۍ ولوست.

  ډېر ځلي ناسم ټایپ د کلمو او جملو معناوې بدلوي. خصوصاً د ترجمې ماشین یې نه شي تفکیک کولی.

 د املا رعایت هم ډېر مهم دی. که لاسلیک سره جلا کړو (لاس لیک) د ترجمې ماشین به یې امضا نه بلکې hand letter وژباړي. ترکیبي کلمې باید یوځای ولیکو (برخلیک، ویبپاڼه، ورځپاڼه، ستاینلیک، باورلیک…) خو د ربط توري او اضافي توري باید له نورو کلمو سره ونه نښلوو. ځیني کسان لیکي: لدې (له دې) پدې، (په دې)، پنامه (په نامه) چې سمه نه ده.  البته په دې کې یو څو استثنائات شته لکه لپاره، هکله …

په هرې کلمې پسې چې کامه، سوالیه، ندایه، لیندۍ او یا ټکی راوړئ ،فاصله مه ورکوئ خو له دغو لیکنښو وروسته فاصله پکار ده. لکه؛ (کار، زیار، همت او خدمت ته اړتیا ده.)

که د جملې یا کلمې په پای کې له فاصلې (سپېس) وروسته ټکی، سوالیه، کامه او ندایه ولیکئ، بلې لیکې ته ځي، لکه؛


1

که مو په متن کې انګلیسي کلمه په انګلیسي تورو راوړله حتماً د پښتو او انګلیسي ترمنځ فاصله ورکوئ.

عصمت څاروان

2 COMMENTS

  1. څاروان صیب کور مو ودان، تاسو خورا ښو ټکو ته اشاره کړې. پکار ده، پښتو ژبه همداسې ولیکل شي. تاسو ته مې یو وړاندیز دا دی چې که ( د یوې خوا او بلې خوا) پرځای چې تاسو په متن کې لیکلي دي، (یوخوا او بلخوا ) ولیکو ښه به خکه وي چې په وینګ کې ټکنی توب له منځه ځي او هم د کلمو لیکبڼه ښکلې ښکاري. په درنښت

  2. د څاروان صاحب وړاندیز مونږ د پښتو ژبی یوالی ، ملی کولو او معیاری کولو لوری ته بیایی. باید ټول یی ملاتړ وکړی او زمونږ د پښتو ژبی پوهان ورسره هراړخیزه مرسته وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب