دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeنندارتونولسمشر کرزی له یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو سره

ولسمشر کرزی له یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو سره

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ د موسسې ” آشیانې” له رئیس انجنیر محمد یوسف او د دې موسسې له یو شمېر بې سرپرسته ماشومانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن /سې شنبه/اسد ۲۸/ اګست ۱۹/  له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه، لومړی د آشیانې رئیس انجنیر محمد یوسف د دغې موسسې د فعالیتونو او ستونزو په باب د هېواد جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

بیا د هېواد ولسمشر د آشیانې موسسې او د بې سرپرسته ماشومانو د ستونزو په اړه له هغوی پوښتنې وکړې چې د هغوی هریو په خپل وار سره خپلې ستونزې مطرح او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د عالي دولتي کمیسیون د همکارۍ د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

ولسمشر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل، ډاډ یې ورکړ چې د هغوی ستونزې به د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

همدا راز په دغه کتنه کې د جمهوررئیس کرزي له خوا له بې سرپرسته ماشومانو سره یوه اندازه نغدي مرستې هم وشوې.

د دغې کتنې په پای کې د آشیانې موسسې ماشومانو د ارګ له بېلابېلې ماڼۍ ولیدې.

1 1 1 1 1 1 1 1

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب