یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د نقد معاصره بیانیه| نعمت الله صدیقي

د نقد معاصره بیانیه| نعمت الله صدیقي

کره کتنې یا نقد ته چې  د ډول له مخې ادبي کره کتنه یا ادبي نقد وايو؛ نو منظور مو د علمي او تخلیقي ادبیاتو سپړنه، ارزونه او په ټوله کې ادب له نا ادبه بېلول وي، چې ګڼو ادبپوهانو او عالمانو یې بېلا بېل تعریفونه، پېژندنې او ګڼ ډولونه وړاندې کړي دي. نظري او عملي نقد او کره کتنه یې دوه هغه بنسټيز ډولونه دي، چې ادبي نقد د خپل نوعیت له مخې د شکل، منځپانګې او محتوا له اړخه راپيژني. نظري نقد د یوې تیورۍ خپل ځانګړی فکر او یا هم د تیورۍ د طرز یو ډول وي، چې له علمي پلوه د ادبیاتو په اړه خپل ځانګړي اصول او قواعد لري. عملي نقد بیا پر یوې پنځونې د همدې تیوریک نقد عملي اړخ ته وايي؛ یعنې کوم ډول نقد چې له خپل فکري او نظري اصولو سره په یوې پنځونې په عملي ډول تطبیق شي، دا یې عملي اړخ دی. دا دواړه ډولونه د کره کتنې په پوهاوي  او انسجام کې مهم نقش لري.

کره کتنه، نقد او تنقید درې واړه لفظونه په پښتو ادبیاتو کې دود دي، په پښتونخوا کې تنقید او په بره پښتونخوا کې کره کتنه او نقد نسبتا ډېر کارېږي. د نقد او کره کتنې د اصطلاح تعبیر او تشریح ګڼو ادبپوهانو له ګڼو برداشتونو سره وړاندې کړی، چې ډېره عامه لغوي مانا یې همغه (له اصل سیکو ناچله سیکې بېلول) راخیستل شوې. په ادبیاتو کې هم چې د بېلولو عمل ترسره کېده او په دې چاره یې ادب له نا ادبه پرې بېلاوه؛ نو ادبپوهانو بیا دې ته هم په خپله اصطلاح ادبي نقد یا کره کتنه وویله. چې دا همغه د لاتیني (Krites) او د انګلیسي (Criticism) اوښتنه ده، چې مانا یې (فیصله یا قضاوت کول دي).

تر دغه ځایه موږ د ادبي نقد په اړه تقریباعامې او روایتي خبرې وکړې، چې زموږ لسګونه دکره کتنې کتابونه پرې په لږ او ډېر توپير ډک دي. زموږ د زوړ نقد عملي او نظري دواړه برخې له څو محدودو سرــ سري نظریو او ژانر پېژندنې پرته نور ډېر څه نه لري. حال دا چې معاصر نقد یوازې همدا اصول او ځانګړنې نه دي، چې له همدې څو محدودو ډولونو سره دې ذکر شي. اوس خو حتی د نظریو او فکري تمایلاتو له چوکاټونو هم د وتلو کوښښ کوي او ډولونه انحصار ګڼي. اوس معاصر نقد له دې اصولو او ځانګړنو ور اخوا دیو پراخ او متنوع ډسکورس پر تمایل اوښتی، (ډسکورس دلته د ډېرو او مختلفو بحثونو په مانا دی) چې د ادبي او نا ادبي فکرونو او نظري بحثونو د توپير اساس وړاندې کوي. د ماناوو، مفاهیمو او تشریحاتو ځانګړی طرز لري. په نویو ښکلاییزو او هنري اصولو او ځانګړنو د ادبي ماهیت، اصنافو او ژانرانو د پېژندنې هڅه کوي. ادبي متون د افقي اصولو (افقي اصول د مشترکو انساني او ادبي ارزښتونو په مانا دي) له مخې مطالعه کوي؛ نو ځکه باید ادبي نقد له خپلو معاصرو اصولو او تیوریو سره وړاندې شي.

اصول او تیوري د ادبي نقد علمي اساس دی، چې وخت په وخت پکې تغیر او بدلون هم راځي. ادبیات چې څنګه له ژوند او هنر سره وصل دي، همداسې یې له ژوند سره په تړاو  دنقد شرایط او بدلونونه هم طبیعي دي. د هر عصر علمي، سیاسي، فکري او ټولنیز شرایط د بل هغه عصر له شرایطو سره توپير کوي. اوس چې د نوي نقد وخت د زوړ هغه یا تېر په پرتله بدل دی؛ نو ځکه د نوي یا معاصر نقد وصول او تیوري هم بدله ده. دا بدل اصول او تیوري څه ده؟ د دې لپاره د نړۍ د نورو  ژبو او ادبیاتو د نقدونو پر حال به ځان خبرول لازم وي او خپل کره کتنیز شعور به له همدې نویو او عصري ادبي تمایلاتو سره پرتله کول غواړي. د خپل نقد د ارزونې تلې یا اصولو ته به له سره کتنه هم مهمه وي، چې څومره د نویو ادبیاتو د سپړنې او ارزونې توان او وړتیا لري.

پښتو نقد چې لا اوس هم د زوړ نقد تسلسل دی، له تاثراتي او عام نقد ور اخوا د نویو او معاصرو کره کتنو  تیوریو او بحثونو ته ډېره اړتیا لري. د دې لپاره هم نقد د ښه پوهاوي په توګه په دوه دورو ویشل پکار دي، چې یو یې کلاسیک نقد اصول او تیوري ده او بل یې معاصره دوره ده. د کلاسیکي نقد بېلګه زموږ دا موجود نقد دی، چې تقریبا د پښتو د کره کتنې د لومړي منظم کتاب له (ادبي تنقید) تر دې دمه په استثنايي ډول بېخي په یو ډول رارون دی او موږ چې اوس د معاصر نقد د پيل خبره هم کوو؛ نو دا دی نړۍ دا بحثونه هم زاړه کړي دي.

د معاصر او کلاسیک یا د زوړ او نوي نقد توپيرونه نور هم ډېر دي، مګر زموږ په کره کتنه کې یې یو نقص دا دی، چې د تنوع په ځای پکې ورځ تر ورځې کلیشې عامې شوې. د تحلیل او تبصرو له همغه یو ډول طرز نېولې تر موضوعاتو او مضامینو پورې ټولې کره کتنې تقریبا سره یو ډول دي. د علمي ودې پر ځای پکې همغه ولاړ حالت دی، چې تقریبا څو لسیزې پخوانیو ادبپوهانو مو کوم علمي کار وکړ؛ تراوسه پرې لا شخوند وهو. شخصیت یا ماتن پالنه اوس هم زموږ د نقد مشهور موتف او مضمون دی. پر بدیع او بیان مو د ادبي پنځونو دا حال دی، چې لا تراوسه هم د استادبېنوا او علامه رشاد مرحوم د کلاسیکو شعرونو بېلګې په خپلو نویو لیکنو او کتابونو کې راوړوو. زموږ نقادانو ته دا یادول پکار دي، چې نه خو نقد یوازې د بدیع او بیان ځانګړی باب دی او نه یې هم ګڼ ډولونه د نقد هغه ارزښت دی، چې که لومړیتوب یې نه وي؛ نو نقد نه دی. همداسې نقد ټول په ټوله یوازې د ښو او بدو راسپړل هم نه دي، بلکې هره هغه تحلیلي هڅه نقد دی، چې هدف یې د متن د پیچلیو ماناوو یا پټه ښکلاییزه رااستنه او هنري سپړنه وي.

زموږ د زوړ یا کلاسیک نقد سل و زر نورې ستونزې او مشکلات هم شته خو اساسي کار او له دې ډول نقد د راوتنې یو حل لار به دا وي، چې د نقد معاصره بیانیه راخپله کړو. معاصره بیانیه څه ده؟ دا هغه پوښتنه ده، چې زموږ د کره کتنې او نقد مروجه اصول یې که د هر څه په مانا او نامه پېژني؛ خو د تیورۍ په مانا یې نه پېژني. زموږ په ادبي بحثونو کې اوس هم کره کتنه او تیوري د دوه مختلفو برخو په توګه بحث کېږي، حال دا چې د کره کتنې یا نقد اصل جوهر همدا تیوري ده، پرته له تیوري نقد ــ نقد نه دی او که فرضا نقد وي هم؛ نو بېخي برسرن یا تاثراتي او کمزوری ډول به یې وي. د معاصر نقد یو لوی اړخ او ښیګړه همدا ادبي تیوري ده؛ خو دغه ادبي تیوري نه یادوم کومه چې زموږ د پوهنتونونو او اکاډمیو د نصاب برخه ده. فعلا موږ د معاصرې او نوې تیورۍ په اساس د معاصر نقد ځینې عمومي ځانګړنې په لاندې ډول رااخلو:

  • د معاصر نقد اساس او بنسټ ادبي تیوري ده؛ خو تیوري د نظریې په مانا نه؛ بلکې د طرز یا ډول په توګه اخلي. دلته د نظریې او تیوري نازک توپير دا دی، چې نظریه مانا ده؛ خو تیوري مانا نه وي؛ بلکې طرز یاعمومي غوندې اصول وي، چې د ماناوو له ماهیت سره یې کار نشته او د هر ډول مانا لرونکې متن سپړنه پرې کېدای شي.
  • یو متن د نظریو او ایډیالوژیو په چوکاټونو کې نه ګوري او نه هم د ایډيالوژیو د خپرولو دنده په غاړه اخلي؛ بلکې نظریې او ایډیالوژۍ د متن په چوکاټونو کې ګوري، که څه هم د متن د نظریو او ایډیالوژیو  دا کتنه بهرنۍ توکی بولي؛ خو د ماناوو د مختلفې راایستنې په وجه یې مخالفت نه کوي.
  • ادبي متن د واقعیتونو او حقیقتونو په تله نه تلي او نه هم رښتیا د یوه ادبي متن اساس بولي؛ بلکې واقعیتونه او حقیقتونه هم د هنر یا د متن د ادبییت په چوکاټونو کې ګوري.
  • یو ادبي متن په داخلي اجزاو ارزوي او د متن ماهیت په همدې داخلي اړخونو معلوموي. په ادبي ماهیت کې تر ټولو اساسي توکی ادبییت ګڼي. دا ادبییت چې په هر ډول طرز او اصول څوک ثابتولی شي، مشکل ورسره نه لري؛ خو چې ادبي ارزښت یې مسلم او داخلي وي.
  • د یوه ادبي متن په کتنه کې د ذاتي خوښې او ناخوښې پر ځای د متن همدا داخلي متني ارزښتونه، اصول او ځانګړنې بنسټ بولي. چې د دې ارزښتونو اساس یې هم ښکلاییز او هنري تمایل وي.
  • په يوه پنځونه کې پنځګر، زمان و مکان او تاریخ نفي کوي، د پنځګر او تاریخ پر ځای لوستونکی او  متن مهم بولي.
  • یو متن د خپل ادبي ماهیت له مخې خپلواک او پر خپل ځان ولاړ ژبنۍ او کلتوري نظام ګڼي.
  • له یوه  متن د یوې مانا پر ځای د ګڼو  یا ډېرو ماناوو د راایستنې پلویتوب کوي د مانا د راایستنې په مطلقیت (خامخا) باور نه لري؛ بلکې تامل او غیر قطعیت مني.
  • په عام تاثر، تشریح او تفسیر ډېر تمرکز نه لري؛ بلکې د یو متن په تل کې د ټولو هغو رغښتي او پټو اړیکو او تصوراتو سپړنه کوي، چې له یوه عام متن سره توپير کوي، یعنې د متن داخلي او پټې اړیکې مهمې بولي.

دا او دې ته ورته نورې دا ډول ځانګړنې د معاصر نقد د نوې یا معاصرې بیانیې هغه عمومي ټکي دي، چې د شلمې پيړۍ نړیوال ادبي نقد یې مهم ګڼي. دا چې د معاصر نقد مهمه او نوې بیانیه په یوه منظمه او سستماتیکه تیورۍ کې ده؛ نو ځکه اړ یو، چې د نقد له همدې عمومي اصولو او بیانیې سره ــ سره  معاصره ادبي تیوري هم وپېژنو، چې معاصره ادبي تیوري څه ده او حدود او اصول یې څه دي؟ او په ځانګړي ډول یې په نوي نقدکې نقش څه دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب