دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeداسې هم شتهطبي پرمختګ؛ چينايي ډاکټرانو د يوه ځوان په تندي(ټنډه) کې پوزه رامنځ...

طبي پرمختګ؛ چينايي ډاکټرانو د يوه ځوان په تندي(ټنډه) کې پوزه رامنځ ته کړې

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د راپورونو له مخې، د Xiaolian په نامه شپږويشت کلن چينايي ځوان چې د چين د فوجان ولايت اوسېدونکی دی ،په ۲۰۱۲ زېږدي کال اګست مياشت کې يې د موټر په ټکر کې پوزه سخته خوږ شوې وه ، چې له امله یې بيا وروسته پوزه عفوني او ميکروبي شوه.

راپور وايي، د هغه د پوزې هډوکي او کرپندوکي يې د ميکروبي کېدو له امله خراب شول،چې په دې سره یې پوزه له منځه ولاړه او وړه شوه.

سرچینه وايي، ډاکټرانو د نوموړي د پوزې د چټلو باکتريا ګانو د له منځه وړلو او د نوموړي د پوزې د بيا رغونې لپاره، نوې پوزه د هغه په تندي کې رامنځ ته کړه.

راپور کې ویل شوي، بالاخره له ۹ مياشتو وروسته ډاکټرانو وويل چې د Xiaolian پوزې بشپړ رشد کړی دی او له تندي څخه یې ورته خپل اصلي ځای ته را انتقال کړه.

د ډاکټرانو دا کار په نړۍ کې بې ساری شو او د نړۍ ستر طبي پرمختګ وبلل شو.

د معلوماتو له مخې، د نوموړي ناروغ د نوې پوزې د جوړښت لپاره یې د تندي لاندې له پوستکي څخه استفاده کړې ده.

راپور دغه راز زیاتوي، کله چې یې اصلي ځای ته راوړه، د وينې رګونه ، پوستکی ، د سپوږمو سوري، د پوزې داخل او نور ټول يې ور جوړ کړي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې پوزه یې يو څه غټه ده، چې اصلي ځای ته له انتقال وروسته يې ډاکټرانو د هغې چاره هم کړې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب