جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهورانې وروځې | ضمير څار

ورانې وروځې | ضمير څار

د کلا دنګ دېوالونه نيم زېړ وو، نيم تور. مور مې پياله رانږدې کړه. ورو يې وويل:

“څوک دې خوښ کړل؟”

ما د چايو غړپ تېر کړ؛ سر مې په څنګ وخوځاوه.

هغې زياته کړه:

“نو څه وخت يې خوښوې؟ عمر به دې همداسې تېر شي.”

ما وويل:

“سبا او بل سبا دېرش کېږم.”

“ته مې ډاروې؟”

مسکی شوم:

“تذکره دروښيم؟”

ويې خندل:

“له دروغو به يو کال راوښيې؛ زه څه پرې پوهېږم.”

ما هم وخندل.

لږ ځنډ وروسته يې راته وويل:

“پلار دې يوه نجلې…”

خبره يې بشپړه کړې نه وه چې پلار مې په کلا راننوت؛ غلې شوه. ما هم ځان راټول کړ. پلار مې کله هم نه خندل؛ که ما نه و ليدلی؟ سپين څادر يې پر ځان راچاپېره کړی و؛ تور واسکټ يې نيم ترې ښکارېده. سم لا ناست نه و چې په درانده غږ يې وويل:

“يوه پياله چای راکړئ.”

مور مې ورته کړل:

“ته خو يو ځل کښېنه.”

سياهي د کلا د دېوالونو ډېره برخه نيولې وه – نور نو يوازې سرونه يې زېړ پاته وو. زما او د مور خوږ مجلس هم پاته شو. دوه ورځې وروسته، چې بېرته د ښار په لور راتلم، مور مې راته غوږ کې وويل:

“پلار دې زړه دی چې د تره لور درته وغواړي.”

ما زر کړل:

“کومه؟”

“ګل‌مينه.”

“آه! هغه زما کله خوښېږي؟”

مور مې غلې شوه؛ ما زياته کړه:

“زه هغه نه کوم.”

موټر هارنونه کول؛ ناوخته کېده – روان شوم. لاس مې پورته کړ؛ له ځان سره مې ورو وويل:

“خدای پامان.”

***

په رستورانت کې مې له نيلوفر څخه وپوښتل:

“تاسې وروځو ته ‘آبرو’ ولې وایئ؟”

کاشوغه يې د قاب پر څنډه تکيه کړه؛ په کاغذي دستمال يې د خولې کونجونه پاک کړل. وروځې يې پاس ولاړې. ويې‌ویل:

“نميدان—ببخشید، نې‌پوهېژم.”

ما کړل:

“خير دی نو – لږه خو په خپله ژبه راسره وغږېږه کنه!”

مسکۍ شوه؛ سترګې يې ښکته ولوېدې؛ لاس يې کاشوغې ته ورسېد. ورو يې وويل:

“زېما ايستا ژبه خوشېژي.”

نيلوفر مې، لومړی ځل، پر ستيج وليده. د پښتو او دري ګډه مشاعره وه. مايک يې لږ پورته کړ؛ ورنږدې شوه؛ او، ويې ويل:

“در نخست، بيتی از صائب تقديم تان:

ز خال گوشه ابروی يار می‌ترسم

ازین ستـاره دنبـاله‌دار می‌ترسم”

په هماغه ورځ، د يوې شېبې لپاره تېروتم – فکر مې کاوه چې ګواکې کوم تور او سپين تصوير ګورم. تور سالو يې له خپل سپين اننګي سره برابر کړ.. شونډې يې، لکه د تور او سپين تر منځ کرښه، خړ-رنګه وې او وروځې يې دوې تورې خوځنده کرښې وې او د صائب بيت لا ورته متوجه کړم: کله به جوړه پاس ولاړې. کله به يو بل ته نږدې شوې. يو وار به يوستوې شوې. يو نيم ځل به د يوې سر پورته شو او د بلې به په خپل ځای و – که يو بل ته غږېدې؟ ډېر وخت به کږې وې. ما ته چې وار راورسېد، له دريځه مې د هغې په لور وکتل او ومې ويل:

“وروځې ليندۍ باڼه دې غشي

زما په زړه باندې دې وکړل ګوزارونه”

هغې هم راوکتل او ومسېده. د هماغې ورځې په پای کې، ما او هغې څو خبرې سره وکړې او د هماغې اونۍ په پای کې مو سره وکتل.

ما وويل:

” ‘ابرو’ د مخ اوبه مانا نه ورکوي؟”

ويې خندل:

“بلې.”

“نو د وروځو د مخ له اوبو سره څه کار دی؟”

شونډې يې بوڅې کړې:

“ني‌پوهېژم.”

لږ ځنډ وروسته يې راوکتل او ويې ويل:

“تاسې ابرو ته وريځې واياست؟”

“نه، وروځې.”

“او ابر ته چه واياست؟”

“ورېځې.”

رانږدې شوه:

“په ورېځو کې خو هم اب—ببخشيد، اوبه شته…”

زه يې په خبره کې ولوېدم:

“نو؟”

مسکۍ شوه:

“ايستاسې وريځې هم زیموژ ابرو ته نزدې دی.”

ما زر کړل:

“وروځې.”

ويې خندل؛ شا يې پر څوکۍ ولګوله او ويې ويل:

“بلې.”

زه ورنږدې شوم:

“ستاسې ‘ابر’ او ‘ابرو’ هم يو بل ته نږدې دي.”

ناڅاپه يې وروځې يو بل ته نږدشوې او زما، نه‌پوهېږم، څنګه ورته پام شو.

***

مياشت دوه داسې به کېدې، د کور په لور روان وم او د مور پوښتنو ته مې ځوابونه جوړول – کله به ومسېدم. همدا چې د کلا له دروازې ننوتم، مور مې وليدم؛ د ټيکري يوه پيڅکه يې لنډه شوې وه؛ په خندا يې وويل:

“ما ويل چې نن به څوک راځي.”

پر لاس يې پرېوتم؛ ښکل مې کړ. هغې پر سر ښکل کړم. زياته يې کړه:

“په خير راغلې؟”

ما کړل:

“هو، مننه.”

لږ وروسته يې رانه وپوښتل:

“خوشحاله ښکارې.”

“رښتيا؟”

“نور وخت خو داسې نه وې.”

“ته مې ولېدې، مور.”

“نه، کومه خبره خو شته!”

“ښه؟ يعني کيسه درته وکړم؟”

ويې خندل:

“لکه چې څوک دې په زړه خواږه شوي دي.”

مسکی شوم. شېبه نيمه وروسته مې د نيلوفر کيسه ورته پيل کړه. ما يوازې مور ته خپل رازونه سپړل؛ اخر خو به مې چا ته ويل نو؟ پوهېدم چې هغې چا ته نه ويل؛ ممکن، له پلاره مې پرته. يوه ورځ يې راته وويل:

“غم مه‌کوه! ستا پټې خبرې يوه يوه د ټيکري په پيڅکه غوټه کوم.”

مور مې لوستې نه وه خو کله کله به يې ډېرې په زړه پورې جملې جوړولې. د نيلوفر د کيسې په پای کې وم او که پای ته نږدې؟ هغې راته کړل:

“پښتنه ده؟”

“نه.”

“پارسيبانه ده؟”

مور مې او مونږ ټولو به د دري ژبې ويونکو ته “پارسيبان” ويل؛ کېدای شي د ‘پارسي زبان’ لنډ شوی شکل به و. ما وويل:

“په پارسي خو خبرې کوي.”

“نو تا ولې داسې يوه نجلۍ خوښوله چې اصل و نسب يې معلوم نه دی؟”

زه ورنږدې شوم:

“خوښوله نه، خوښه مې شوله.”

“پلار که دې خبر شي؟”

زه نېغ شوم:

“ولې؟”

“هغه له دې خلکو ډېره بده وړي.”

“له کومو خلکو؟”

مور مې لاسونه ځمکې ته تکيه کړل؛ جګه شوه. ورو يې وويل:

“ته دې خپل پلار نه پېژنې؟”

سر مې وځړېد. شېبه وروسته مې پام شو چې پر ګوته مې شړۍ ګروم. په هغه ورځ چې ښار ته تلم، مور ته مې وويل:

“مور، ته به مې د پلار خوله بوی کړې.”

هغې دواړه سترګې يو ځای ټينګې پټې کړې. يو قدم وروسته مې مخ ورواړاوه او زياته مې کړه:

“ګوندې راضي يې کړې.”

مسکۍ شوه.

***

اونۍ وروسته، د جمعې په سهار، په رستورانت کې، خالي مېز ته ناست يم – د رستورانت دا برخه د کورنيو لپاره ده؛ چې راتلم، ويې پوښتلم. ما ورته کړل چې کوژدنه مې په څو شېبو کې راځي. رښتيا که شي، د “کوژدنې” ټکی مې پردی واېسېد؛ خو، په زړه کې راوګرځېده چې هسې هم نن ورته د کوژدې وايې نو دومره ستر دروغ دې نه دی ويلی – په اصل کې ما ځان ته هم ډاډ ورکاوه؛ نه‌پوهېدم چې هغه به يې راسره ومني او که نه؟ بيا که هغه راضي هم شي، له پلار سره به څه کوم؟ لا په همدې فکرونو کې وم چې پر مېز د هغې د غاړې بکس کېښودل شو. نن، د هرې بلې ورځې په خلاف، زما مخامخ نه، زما د څنګ پر څوکۍ کېناسته؛ لاس يې راته ونيو او ما هم – نه‌پوهېږم له کومه زړه وکړ – لکه په فلمونو کې، ځان ته راکاږه؛ پرې ټيټ شوم؛ ښکل مې کړ. پاس مې وکتل، شونډې يې خندنۍ وې او هسې ورو ورو ورنږدې شوم؛ لا مې ښکل کړې نه وې چې رانه شا ته شوه او سم‌دلاسه يې وويل:

“چه مې‌کني؟”

مسکی شوم او په ځای کېناستم. زياته يې کړه:

“زه دې فقط نامزاد يم؟”

“يوازې نامزادان بايد يو بل ښکل کړي؟”

ويې خندل. زياته مې کړه:

“او، ښه شوه چې راياده دې کړه.”

د هغې وروځې سره ورغلې:

“چه؟”

“امممم! څنګه يې درته ووايم؟ ته له ما سره ګډ ژوند کوې؟”

رانږدې شوه:

“عروسي؟”

“هو، واده.”

په زوره يې وخندل؛ او، لاس يې پر خوله کېښود – هر ځل به يې همداسې کول. ما کړل:

“زه جدي يم.”

“فکر نه‌مې‌کنم.”

“ولې؟”

“نې‌پوهېژم.”

په همدې وخت کې ګارسون راغی؛ د خوړو فرمايش مو ورکړ؛ شېبه وروسته، خواړه راغلل؛ وموخوړل؛ او، د تل په څېر، پر پښتو او دري ادبياتو وغږېدو. کله کله به د هغې په وروځو پسې ورک شوم؛ او، هغه به چې پوه شوه نو پورته به يې وغورځولې. ما به وخندل؛ هغې هم. پورته غورځول يې د وروځو نوی حرکت و؛ که يوازې ما ته نوی و؟ له مېزه چې رااوچتېدو، زما په ذهن کې دا پوښتنه لاينحله پاته شوه: د وروځو پورته غورځول يې څه مانا درلوده؟

***

يوه ورځ وه که دوې وروسته، پلار مې زنګ وواهه، کور ته يې وغوښتم. په خپل درانده غږ يې زياته کړه:

“يو دوه ورځې به غيرحاضر شې، فرق نه کوي.”

وار د واره مې په زړه کې اندېښنې راوټوکېدې او پسې وغزېدې. ولې يې وغوښتم؟ او داسې بې‌وخته؟ څوک خو به مړه نه وي؟ زر مې وويل:

“خدای دې نه‌کړي!”

ما په مزارشريف ښار کې زده‌کړې کولې؛ کور مو ليرې په کلي کې و. هره ورځ څه چې هره اونۍ نه‌شوم تللی او که تللم هم، جمعې او پنجشنبې ته مې ځان برابروه. نن يک‌شبنه وه؛ مازيګر کور ته ورسېدم. له مور مې وپوښتل:

“خيريت دی؟”

مور وويل:

“ستا د کوژدې خبره ده.”

مسکی شوم:

“رښتيا؟ پلار مې راضي شو؟”

مور مې شونډې بوڅې کړې. ما زر کړل:

“څه؟”

“پلار دې د تره لور درته وغوښت…”

لا خبره يې نه وه بشپړه کړې، ما په زوره کړل:

“زما له مشورې پرته؟”

غاښونه مې په يو بل کلک ولګېدل. په شېبه نيمه کې مې پلار په کلا راننوت؛ په ږيره کې يې ګوتې ننوېستې وې. لا ناست نه و چې په درانده غږ يې کړل:

“يوه پياله چای راکړئ.”

مور مې ورته کړل:

“ته خو يو ځل کښېنه.”

وړانګې د دېوالونو پر کاږه واږه سرونو لګېدلې – زېړ ښکارېدل. مور مې کړل:

“د هلک خبره دې څنګه کړه؟”

ما سر ښکته ځوړند کړ. پلار مې وويل:

“وبه‌شي.”

“دی وايي چې هغه د تره لور يې نه ده خوښه.”

“دی خپله ژبه نه لري؟”

ورومې‌کتل. هغه زياته يې کړه:

“او په هغې څه شوي؟”

ما کړل:

“پلاره…”

خبره يې راپرې کړه:

“زمونږ به چې د کوژدې خبرې کېدې، کوټه څه چې کور به مو پرېښود.”

مور مې راګډه شوه:

“د ده کومه بله نجلۍ خوښېږي.”

هغه رانېغ شو:

“د هغې اصل او نسب نه دی معلوم.”

ما په زړه کې کړل:

“څه فرق کوي؟”

پلار مې زياته کړه:

“بل، زمونږ په خاندان کې چا له بل قومه ښځه نه ده کړې.”

ما بيا په زړه کې کړل:

“زه به يې وکړم.”

هغه خبرې پسې وغزولې:

“هغه له ده سره کله ګوزاره کولی شي؟”

خبره مې تر ستوني راپورته شوه، نږدې کړې مې وه چې ‘ته څه پوهېږې؟’ بېرته مې تېره کړه. پلار مې نه غلی کېده؛ ويې ويل:

“د هغې به د کور کارونه نه وي زده؛ زما او ستا خذمت څه چې د ده به نه کوي؛ د کلي ژوند به يې خوښ نه شي او….”

له ځايه پورته شوم، سر مې لا هم ځوړند و؛ په زړه کې مې يو خبره په فرياد وه:

“نو مشکل څه دی؟”

شپې ناوخته  وه؛ مور مې تر سر پورې کېناسته؛ پر تندي يې لاس راکېښود؛ ويې ويل:

“ستا خو تبه ده.”

ما ورو کړل:

“ښه يم.”

مور مې ولاړه شوه؛ ولاړه؛ خو زما سترګې ونه‌خوځېدې؛ په چت پورې نښتې وې. لږ وروسته راغله، په يوه لاس کې يې د اوبو ګېلاس او په بل کې يوه سپينه ګولۍ وه – په زوره يې راباندې وخوړله. نور مې مخ د دېوال په لور وګرځاوه؛ ورو مې وويل:

“زه له نيلوفر سره مينه لرم؛ پلار مې ولې نه‌پوهېږي؟”

مور مې راته کړل:

“خير دی، پلار دې دی، ستا د ښې فکر کوي.”

“د څه شي ښه؟!”

“زه به بيا ورسره وغږېږم.”

نورې مې سترګې سره ورغلې – نورې خبرې مې نه وې اورېدلې. سهار، چې له کوره وتم، مور مې مخې ته ودرېده؛ ويې ويل:

“ته پرون راغلې او نن بېرته ځې؟ يوه بله شپه خو به دې کړې وه.”

ما ښکته کتل:

“غير حاضرېږم.”

“بيا څه وخت راځې؟”

“نه‌پوهېږم.”

“ولې؟ خپه شوې؟”

ما ترې وپوښتل:

“پلار مې څه ويل؟”

“هغه په خپل خره سپور دی.”

روان شوم؛ ومې ويل:

“زه مې د تره لور نه‌کوم.”

مور مې راپسې غږ کړ:

“په مخه دې ښه.”

دروازه مې په زوره راپسې بنده کړه.

***

ښار ته چې سم راورسېدم، د نيلوفر اِس اِم اِس راغی:

“سلام! می‌خواهم ببينمت.”

په ځای کې کېناستم. له ځان سره مې وويل:

“څنګه؟ او ولې داسې بې‌وخته؟”

زړه مې لږ غوندې لکه سوری چې شي – يو ډول خاليګاه مې په کې احساسوله. ساعت نيم وروسته د نيلوفر مخې ته ناست وم. د سترګو په سپين کې يې سرخي ښکارېده. ترې ومې‌پوښتل:

“خيريت دی؟”

هغې سر په څنګ وخوځاوه. ما زياته کړه:

“ولې؟”

“نور نه‌شم ليدلی.”

“څه؟”

زړه مې ولوېد، لکه له بامه او هغه هم په کلکه ځمکه – ټوټې ټوټې شو. هغې زياته کړه:

“خداحافظي ته راغلی يم.”

پښتو يې له بل هر وخته ډېره ګډه وډه شوې وه. غږ يې لړزېده هم. ما کړل:

“خبره څه ده؟”

ولاړه شوه؛ خو يوه اوښکه ترې ولوېده. ويې‌ويل:

“زيموژ د فاميل د آبرو مسئله ده.”

ما يې وروځو ته وکتل، ورانې وې؛ لکه له خپل ځايه چې رالوېدې – محض بندې وې. روانېده؛ ويې ويل:

“ديګه فراموشم کو.”

سترګې يې پټې کړې؛ باڼه يې لامده وو – وځلېدل. په شېبه نيمه کې نيلوفر نه وه؛ تر شا يې يوه ماته اوښکه او مات زړه پرېښودی و. په هغه ورځ په ځان نه‌پوهېدم – بې‌حسه غوندې وم؛ لکه لاسونه دې چې ډېر، بې‌حده، ساړه شي او پردي درته ښکاره شي. يوه ورځ به تېره وه که نه چې زړه مې درد پيل کړ – لکه څوک چې په کې مېخ ټک‌وهي. ګرځېدم. کېناستم. وخت ولاړ و – تېرېده نه.

‎‎***

د هغې اِس اِم اِس مې، نه‌پوهېږم، څووم ځل پرانيست: ‎”پدرم مرا به پسر کاکايم داد.” او، نه‌پوهېدم، چې خپل همدا حال مې ورليکلی وای او که نه؟ ومې‌ليکل:

ما ته مې، هم، پلار د تره لور وکړه

لا مې ټکی ورته نه و ايښی چې بېرته مې ړنګ کړ. نه‌پوهېدم څه وليکم؟ د هغې وروستۍ جمله مې را په زړه شوه؛ ويل يې چې هېره مې کړه. ساعت وروسته مې‌ وليکل:

کم نه شو دا د مينې سمندر په تشېدو

چې څومره هېرېدې هومره په زړه راورېدې؟

يوه زړه مې سل زړه کړ  او ورومې‌لېږه.

پای

۳ تله ۱۳۹۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب