جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهد چرګانو پارلمان |طنزي راپور| ليکوال: عبدالنافع همت

د چرګانو پارلمان |طنزي راپور| ليکوال: عبدالنافع همت

نن د افغانستان يوه ملي سوداګر د چرګانو د پارلمان اعلان وکړ. د دې پارلمان مشر تاجدار خان  چرګيار يوې خبري غونډي ته وويل: په افغانستان کي دا مهال لس ميليونه بېوزله خلک ژوند کوي او زموږ هدف له بېوزلو افغانانو سره مرسته او سوله راوستل دي. سوله د ټول ملت او ډوډۍ يوازي د بېوزله افغانانو لپاره غواړو. موږ وينو چي د جګړې دواړو خواوو ته له بېوزله ځوانانو څخه د جګړې لپاره د افزار په توګه کار اخيستل کېږي، که موږ دا لس مليونه خلک په نس ماړه کړو، باور لرو چي په هيواد کي به  جګړه ختمه سي.

په لومړي ګام کي هر بېوزله افغان ته د ورځي درې هګۍ ورکوو، کله چي د چرګانو شمېر او عوايد ډېر سول، نو هر بېوزله افغان ته به مياشتنۍ معاش هم ورکول کېږي. وروسته به له هيواده بهر هم صادرات پيل او له دې لاري لاس ته راغليو پيسو باندي به بېوزله افغانانو ته کورونه  ورجوړ کړو. د يادوني وړ ده چي د چرګانو د تجارت او نورو چارو سمبالول به ټول بېوزله خلک کوي او موږ پلان لرو چي په راتلونکو څلورو کالو کي پنځه ميليونه بېوزله افغانانو ته د کار زمينه برابره سي.

ښاغلي تاجدار د دې پارلمان د جوړښت په اړه وويل: په دې پارلمان کي جنسيتي مساوات هم په پام کي نيول سوی دی. نيم يې چرګان او نيمي يې چرګي دي. دا پارلمان د افغانستان له اساسي قانون سره سم دوې خوني لري چي يوه (کولنګي جرګه) او بله (د چرګانو جرګه) نومېږي. د دې پارلمان کاري دوره د وکيل ټول ژوند دی، کوم چرګ يا چرګه چي يو وار پارلمان ته راغله، تر مرګه به همدلته پاته وي. دا پارلمان د ځوانانو څانګه هم لري چي (د چرګوړو پارلمان) نومېږي او له چرګوړو څخه جوړه ده.

بلي خوا ته د چرګانو د ټولنې مشر (کوټ کوټاس خان) ويلي چي دوی په افغانستان کي د سر په بيه له ناامنۍ او بېوزلۍ سره مبارزه کوي. که څه هم په افغانستان کي د فقر او هر ډول بدمرغۍ لامل انسانان دي، خو بيا هم دوی د چرګانو د پارلمان مشري له دې امله يوه انسان ته ورکړې  چي دا سوژه يا مفکوره د ده وه.

بل پلو د ملي شورا د دواړو خونو اعلان کړی چي د چرګانو د پارلمان مخه به نيسي. د ولسي جرګې يوه غړي (غړک داد ماما) نن رسنيو ته وويل: د افغانستان په اساسي قانون کي د چرګانو پارلمان نه دی ياد سوی، ځکه نو دا پارلمان غير قانوني دی. غړک داد ماما د يوه خبريال د پوښتني په جواب کي وويل: که څه هم د اجرائيه رياست پوسټ او پارلمان دوره هم غير قانوني ده، خو اجرائيه رياست جان بې ادبي معاف (جان کېري) او زموږ دوره موږ خپله اوږده کړې ده، خو د چرګانو د پارلمان په اړه تر اوسه نه د امريکايانو او نه هم اروپايي ټولني څه ويلي دي. د ملي شورا تر څنګ سپېدار او پنجه چنار هم دا پارلمان رد کړی دی. له دې دوو ماڼيو  څخه په خپرو سويو خبرپاڼو کي راغلي چي دا ډول پارلمان غير قانوني او د فعاليت اجازه به ور نه کړل سي.

د شرمښانو دره يا ( وادی ګرګ ها) په نوم د سياسي ګوندونو ائتلاف مشر (غټ ماما) بيا دا پارلمان د جهاد او مقاومت خلاف بولي. غټ ماما وايي چي چرګانو نه له روسانو سره جهاد کړی او نه يې هم له مجاهدينو سره مرسته کړې ده، تر چرګانو خو خرونو په جهاد او مقاومت  کي ډېره ونډه اخيستې ده. که په افغانستان کي حيواني پارلمان جوړېږي، نو بايد د خرونو پارلمان جوړ سي او يا په اوسني انساني پارلمان کي خرونو ته د امتياز په ډول څو سيټونه ځانګړي سي.

د حکومت مخالفو وسله والو ډلو هم د غير الوتونکو مرغانو پارلمان حرام ګڼلی. د وسله والو مخالفينو يوه وياند (ملاچرګک) ويلي چي دوی به له ګيدړو او او سورلنډيانو سره ائتلاف وکړي او له هغوی به وغواړي چي د چرګانو پر پارلمان  بريدونه وکړي. له بلي خوا د جمعيت جهلای افغانستان وياند شيخ الاشرار لاهوري ويلي چي د سياسي چرګانو غوښي مطلق مرداري او پارلمان يې هم داسي حرام دی لکه د اريانا سعيد کنسرټ. لاهوري وويل دوی دې پارلمان ته په يوه شرط اجازه ورکوي چي څو پاکستاني چرګانو ته هم ونډه پکي ورکړل سي، ځکه چي د افغانستان په انساني پارلمان کي هم پاکستان خپله ونډه لري. لاهوري د احتجاج په ډول تازه يو سور کړی چرګ خوړلی او د چرګ يوه پښه يې تر لويه خېټه راوتلې وه. له بلي خوا د ملي نفاق ګوند وياند (حاجي رکيک خوسي) په دې اړه ډېر محتاطانه دريځ وښود او ويې ويل: دا چي يو چرګ پر يوه وخت له څو چرګو سره صيغه کوي دا کار يې د ستايلو دی، خو دا کار يې د شريعت خلاف دی چي چرګي پرتوګ نه اغوندي، خو بيا هم که د چرګانو پارلمان د سوريې له حکومت سره پنځوس زره چرګان مرسته وکړي، دوی به يې بشپړ ملاتړ وکړي.  

د چرګانو د پارلمان مشر دا هم ويلي چي دوی به يوه ورځ په کابل کي لږ تر لږه د لس ميليونه بېوزلو خلکو غونډه جوړوي او څو مياشتي به  په چيغو چيغو ژاړي. د دې چيغو او ژړاګانو اواز به د اسرافيل شپېلۍ ته ورته وي چي ټول فاسد چارواکي به په غوږونو کاڼه کړي، د دوی له اوښکو به سېلاب جوړ سي او فاسد نظام به له بېخه وباسي، دا به په نړۍ کي يوازينی انقلاب وي چي د  بېوزلو خلکو د چيغو او اوښکو په زور بريالی کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب