جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+پټ قاتل (جنايي کیسه) محب زغم

پټ قاتل (جنايي کیسه) محب زغم

۱

کامل د کارته نو د عمومي سړک په غاړه له موټره کښته شو. بیک یې پر اوږه سم کړ. د طلايي ښارګوټي بلاکونو ته په تللې لاره مخ په بره روان شو. ټټر یې مخې ته را ایستلی او غاړه یې هسکه وړله. د سینې، مټو او اوږو عضلات یې داسې پړسېدلي وو چې ګومان به دې کاوه چې اوس به ټي شرټ څیري، له ډېره زوره.

موبایل ته یې زنګ راغی. د پتلانه جېب ته یې لاس کړ. چې څنګه یې موبایل را وایست، چا له شا ورباندې غږ وکړ: صبر!

ده مخ ور واړاوه. د اوږدو څڼو ژڼکی چې پکول خولۍ یې پر سر و، له موټرسیکل نه کښته شو. بل  ملګری یې هماغسې پر موټرسیکل سپور و.

د کامل موبایل ته زنګ روان و. هلک ته یې وویل: خیر خو به وي.

هغه له ملا څخه برچه را وایسته، ویې ویل: پرتو موبایلته.

کامل په چپ لاس موبایل ورته وړاندې کړ خو مخکې له دې چې هغه موبایل ورنه واخلي، ده په ښي لاس پر ټېک باندې یو کلک سوک ورکړ. موبایل د دواړو له لاسونو خطا شو او پر سړک ولوید. هلک بې تولې او سر یې کښته شو. کامل یې هغه لاس ته لغته سیخه کړه چې برچه یې پرې نیولې وه. ډز شو. بل، بل، درې پر له پسې ډزې. کامل پر سړک ستوني ستغ ولوېد. له ټټره یې وینې روانې شوې.

پر موټرسیکل سپاره غله تفنګچه په تخرګ کې پټه کړه. بل باندې یې غږ وکړ. شېرو بچیم، پرتو خوده!

هغه موبایل پورته کړ. پر موټرسیکل یې پښه واړوله.  بغغغغغغ شو، موټرسیکل د سترګو په رپ کې تېزه منډه واخیسته او له سترګو پنا شو.

د سړک د غاړې له کورونو خلک راووتل.  د کامل پر جسد باندې ګڼ کسان راټول وو.

***

یوه میاشت وروسته:

ډاکټر عادل جنايي آمر ته وویل: دا څه ریشخندي ده؟ که نه یې شئ نیولی چې موږ پخپله پسې وګرځو.

جنايي آمر پر څوکۍ نېغ شو، لاسونه یې د مېز پر سر کېښودل او د دواړو لاسونو ګوتې یې سره تېرې بېرې کړې، ویې ویل: ډاکټر صاحب! پوهېږم چې دردېدلی یې. موږ خپله ټوله وسه کوو. باور وکه چې همکاران مو شپه ورځ کار کوي. لږ حوصله وکه. پیدا به یې کو.

ډاکټر عادل له څوکۍ پورته شو. چیغه یې کړه: نور نو څومره حوصله! که یې د تا ورور وژلی وای، حوصله دې کوله؟ څومره حوصله؟ څومره حوصله؟

شامل د ډاکټر عادل مټ ونیو، ویې ویل: لالا! خیر دی.

هغه خپل لاس تاو کړ. د ورور له منګول یې مټ خلاص کړ. ویې ویل: د څه شي خیر؟ خیر میر ولاړ تمام شو. دوی ایله دې ته ناست دي چې جېبونه ډک کي.

د جنايي آمر غنمرنګی مخ تور بخون شو. مېز یې په لاسي مخابرې وډباوه، ویې ویل: بس که! زه دې لحاظ  په دې کوم چې دردېدلی یې ګنې زما په مخ کې د چا پلارم ولله که داسې خبرې وکړای شي.

۲

د بلاک مخې ته لویه خیمه ولاړه وه. تر خیمې لاندې ډېر مېزونه او هر مېز ته څلور څوکۍ اېښودل شوې وې. د خیمې په خوله کې نکلي لاسمینځوني او پر سر یې یو ځل کارېدونکي دسمالونه اېښي وو.

ډاکټر عادل له خیمې د باندې د مېلمنو هرکلي ته ولاړ و. شامل بیا د خیمې په خوله کې و او نویو راغلیو مېلمنو ته د ناسې ځایونه ورښییل او پر مېلمنو به ګرځېده، له هر مېز سره به لږ تم شو، پوښتنه به یې وکړه: څه شی خو به کم نه وي؟

څوکۍ د ارت د سلواغو غوندې ډکېدې او تشېدې. کاریګر لکه د میږیو کتار په تګ راتګ کې وو. چا په لویو ګردو پتنوسونو کې ډوډۍ راوړله او چا په هماغه پتنوسونو کې خالي لوښي او د ډوډۍ پاتې شوني وړل.

له یوولس نیمو بجو د مېلمنو راتګ پیل شو او تر دوولس نیمو بجو پورې په درز کې روان و، بیا نو سوکه سوکه کم شو.

د جمعې د لمانځه اذان وشو.  ډاکټر عادل پر ورور غږ وکړ: لمانځه ته ځو؟

شامل وویل: ته ورشه، زه به پاتې شم چې دا لوښي موښي سره سمبال کړم. هغه دي د حوزې کسان هم راغلل.

د حوزې خېټور آمر مخکې او لس پنځلس عسکر او ضابطان ورپسې له شنو رېنجرو راکښته شول. ډاکټر عادل ورسره ستړي مه شي وکړه او د جمعې د لمانځه لپاره یې رخصت ورنه واخیست.

د حوزې آمر وویل: ورځه ورځه! وبخښه چې مونږ ناوخته شوو. په یوه قضیه کې مصروف وم. څّه وکو نو، د خلکو نوکر یو.

د هغوی د کتار په آخر کې یو هډور دنګ سور سپین هلک په قاسمي کمیس پرتوګ کې او ورسره یو نری سورچکی ژڼکی له اوږدو څڼو او پکول خولۍ سره روان وو. د دواړو په پښو سپین سرویس بوټونه، او په تن یې اورکوټ واسکټونه، پایڅې یې د چڼیانو غوندې تر ښنګرو پورته، برګ دسمالونه یې له غاړې نه تاو. د نري ژڼکي پر غاړه د لړم رسم ټټو شوی. دوی چې د شامل له مخې تېرېدل، ویې ویل: خدا بخششیش! بسیار شازاده بچه بود.

شامل د هغوی د ډوډۍ غمه وکړه او چې ولاړل، په کاریګرو یې لوښي، مېزونه، څوکۍ، او خیمه راټول کړل. په دوو ډاینا موټرو کې یې بار کړل او کور ته ولاړ.  له درشل سره یې پښه ونیوه.  له کوره د ښځمنو مېلمنو غږ راته.  بېرته په پوړیو کښته شو.

عادل له جوماته راستون شوی و.

شامل ورته کړه: لالا! ځینې ښځې لا نه دي تللې. راځه چې د هغه ونې سیوري ته کېنو.

سوکه سوکه روان شول. عادل وویل: څه بې شرمه خلک دي. ډوډۍ خوراک ته خو ښه تیار دي خو کار ته یې بیا ملا ماته ده. دا دی څلوېښتي یې پوره شوه خو د قاتلانو درک یې معلوم نه کړ.

شامل وویل:  د دوی سره دوه لنډغر غوندې هلکانم وو. چورت رالوېدلی چې دا به څوک وو.  راته ویې ویل چې خدای بخششیش، بسیار شازاده بچه بود. کامل خو د داسې لوچکانو سره انډیوالي نه کوله.

عادل ځمکې ته کتل او بې له دې چې سترګې پورته کړي، وویل: د کنترول منطقوي کارمندان به وي. د جنايي ځینې کارمندانم لنډغرانو غوندې ګرځي.

شامل وویل: لالا! نن یو فکر راولوېد.

لږ تم شو، بیا یې وویل:  خدای دې یې وبخښي، کامل چې شهید شو په هماغه ورځ مې یې لپ ټاپ خلاص کړ. ګوګل اکونټ ته یې ورغلم او د موبایل ډېټا مې یې ډانلود کړه، بیا  مې له موبایل نه یې هر څه ډیلیټ کړل. ما ویل هسې نه چې کورني عسکونه او ویډیوګانې یې څوک خلاص نه کړي.

عادل پوښتنه وکړه: ښه نو بیا؟

  • وایم غله پخپله باید پیدا کړو.
  • څنګه؟
  • ما سره یې د موبایل IMEI نمبر شته. که د مخابراتي شبکو آنټنونه هک کړو، هر څوک چې د ده موبایل وکاروي، پیدا کولی یې شو.
  • ته یې هک کولی شې؟
  • لا خو نه. خو فکر مې ورته کړی دی. یو ملګری مې دی، هغه یې کولی شي. د تا یادېږي چې د پاکستان د داخله وزارت وېب سایټ یې هک کړی و؟
  • افغان سایبري ځواک یادوې؟
  • هو. ملګری مې په هماغه ډله کې دی خو نه پوهېږم چې دا کار به راته وکي که نه.

۳

شامل کمپیوټر ته ناست و.

وټس اپ ته یې زنګ راغی. په بېړه یې غوږۍ په موبایل پورې ونښلوه. ویې ویل: پیدا دې کړ؟

  • پیدا مې کړ. ډېر لرې نه دی. د درېیم میکرویان افغان بې‌سیم ټاور راخیستی. همدا شېبه چا سره خبرې کوي.
  • دقیق موقعیت یې معلومولی شې؟
  • اوس نه. ټاور د دوه کیلومټرو شعاع کوور کوي. که سړی خپل لوکېشن آن کړي، بیا یې نغد چغد رانه وغواړه.
  • سمه ده. مننه. تر بیا!
  • تر بیا! ته ودرېږه! لوکېشن مې یې آن کړ.
  • دا څه وایې؟
  • ته ودرېږه چې زوم یې کړم. اممممم، دا بنايي ده، دا هم بخارخانه، دا آصف ګالري، بس همدغه ځای کې. شینوازاده روغتون ته مخامخ، د آصف ګالري مخې ته ولاړ دی. دا دی روان شو. د هوايي میدان سړک خوا ته ځي.
  • ګوره ملګریه! زه به ور وځم. ته یې موقعیت څاره. لالا ستړی مه شې! دا دی ښه شوه چې لالا مېم راغی. د ده په موټر کې به پسې لاړ شو. کال مه بندوه.

شامل او عادل په بېړه له کوره ووتل.

د ماخوستن په تیاره کې د موټر څلور واړه اشارې ولګېدې او د دروازو قلفونه یې خلاص شول. عادل د موټر ور پرانیست، لا په کې سم کېناستلی نه و چې بېرته کښته شو او موټر یې قلف کړ.

شامل غوږۍ په غوږونو اچولی و، ویې ویل: خیر دی؟

عادل له جېبه موبایل را وایست، چا ته یې زنګ وواهه.  څو پورې چې زنګ تېرېده، ویې ویل:  لاربندي زیاته ده په موټر کې زر نه شو رسېدلی.  هلو! سلامونه. یو عاجل کار مې دی، موټر سیکل مې دې غوښت. سمه ده. خیر یوسې. هو، زه لاندې ولاړ یم.

شامل وویل: هغه هم بېرته راګرځېدلی دی. اوس د عبدالحق چوک خوا ته روان دی.

  • ګیر به یې کړو. دا دی کریم راکښته شو.

له کریم نه یې د موټر سایکل کیلي واخیسته او له لنډې مننې وروسته دواړه پر موټر سیکل سپاره شول.

تر سیاه سینګه پورې پر عمومي سړک ولاړل. بیا نو کوڅو ته شول او کابل نندارې ته ووتل.

شامل وویل: د سولې رسټورانټ خوا ته روان دی.

عادل اکسلېټر ټینګ کړ.

دوه دقیقې وروسته د شامل ملګري ورباندې غږ وکړ: موټر یې ودراوه. شل متره درنه لرې دی، لس متره، پنځه، ورسېدې.

شامل وویل: ومې لیده. لالا! همدغه ښوی هلک دی.

هلک شیریخ فروشۍ ته ننوت. د دخلچي مخې ته ودرېد. مستطیل شکله، پېړ پلاسټیکي لوښی یې ورته ونیو: په دې کې یو څلور شیریخه راواچاوه.

دخلچي پوښتنه وکړه: متوسط که ډبل؟

  • په څو دي؟
  • متوسط په یو سل او شل، ډبل په یو سل او اتیا.
  • متوسط راکه.
  • سمه ده. څو پورې چې تیارېږي، هلته کېنه.

ژڼکی  لنډ مېز ته ورتاو شو. چې کېناست د پتلون په پایڅو کې یې څو ځایه سوري او ریښکي ریښکي تارونه جوت شول. سپینې جورابې یې تر ښنګرو پورې او سپین کرمچ یې په پښو وو. موبایل یې له جېبه را وایست. نرۍ ګوته یې پر سکرین تېره کړه.

عادل او شامل مخامخ ورته کېناستل.

شامل ورته کړه: ښکلی موبایل دې دی، آیفون ۱۲ دی؟

  • نه، آیفون ۱۱.
  • په څو دې اخیستی؟
  • اخیستی مې نه دی. تره مې امریکا نه رالېږلی.

عادل وویل: بختور یې ولا چې داسې تره لرې. موږ ته خو څوک سنګ پای هم نه رالېږي.

ژڼي ورته په ارتو سترګو وکتل خو څه یې ونه ویل.

عادل او شامل جوس وڅښل او د باندې ووتل. موټرسیکل یې روان کړ او له شیریخ فروشۍ لږ بره ودرېدل.

شېبه وروسته ژڼی راووت. د موټر مخه یې راوګرځوله.  ګړندی روان شو خو زر بېرته ورو شو او بیا د سړک څنډې ته ودرېد. ژڼکی ورنه کښته شو. د موبایل څراغ یې ولګاوه. د مخې خوا ښی ټایر یې یو مخ ناست و. دې خوا ها خوا یې سترګې وغړولې. کېناست. رڼا یې ټایر ته ورنږدې کړه.  د ویل له لاندې نه د ټایر څنډه داسې بهر ته راوتلې وه لکه شونډې چې بوڅې کړې.

  • مرسته غواړې؟

ژڼي د غږ لوري ته وکتل. دوه کسان وو. ده د موبایل رڼا ورسیخه کړه. چیغې ته ورته غږ سره یې وویل: څه شی غواړئ؟ تاسې څوک یې؟

غږ یې لړزېده.

عادل وویل: فقط رښتیا خبره راته وکه، نور کار درسره نه لرو.

عادل چې دا خبره کوله، شامل د ژڼي څنګ ته ځان ورساوه.

ژڼي وویل: خدای ته وګورئ. په ما کار مه لرئ. که موبایل غواړئ، د تاسو نه جار.

شامل وویل: شور مه کوه، ګنې خیر به دې نه وي.

عادل وویل: موږ نه غله یو، نه بدماش. تا تم چې ګورم نه د غله شک درباندې کېږي نه د بدماش. خبره واوره. دغه موبایل زما د ورور و. څلوېښت شپې مخکې غلو ورنه یووړ او هغه یې وویشت. تا غوندې ښایسته ځوان و. نن یې څلویښتي وه. نور څه درنه نه غواړم، فقط د موبایل خبره راته وکه چې له کومه دې کړی.

ژڼي لاړې تېرې کړې. ویې ویل: خدای دې یې وبخښي. په خدا جان او په سی سپاره قران مې دې قسم وي چې رښتیا خبره درته کوم. دغه موبایل مې په پل خشتي کې د موبایل سنټر نه په شل زره افغانۍ اخیستی.

شامل وپوښتل: کله؟

  • میاشت به کېږي.
  • دوکاندار یې پېژنې؟
  • دوکاندار یې … اممممم رنګ مې یې هېر دی خو چې ویې وینم، وبه یې پېژنم.
  • ګوره هلکه! سبا به ورځې. زه به د موبایل کامره در ته غیر فعاله کړم. ته ورته ووایه چې کامره کوډ غواړي او پخوانی څښتن یې راته پیدا کړه.

هلک غلی ولاړ و.

عادل وویل: که دغه همکاري ونه کړې، پولیسو ته به وایم غل او قاتل ته یې. بیا نو دې خوښه خپله چې ځان څنګه سپینوې.

هلک وویل: که دا کار وکم، بیا ااااا

عادل وویل: نور هېڅ شی درنه نه غواړو. فقط دوکاندار راوښییه او دغه کومک راسره وکه چې د قاتل درک له دوکاندار نه معلوم کو.

شامل وویل: په موبایل دېم کار نه لرو. نه یې درنه اخلو.

۴

د ورځې لس بجې وې. شامل د موبایل سنټر مخې ته ولاړ و. پیکداره خولۍ یې په سر کړی او ماسک یې اغوستی و. پر سترګو یې تورې عینکې اېښې وې.

میکرویاني هلک یې ولید چې مارکېټ ته ننوځي. ورپسې شو.

هلک د اول پوړ په کوڅو کې دوه درې وارې تاو راتاو شو. بیا یوه دوکان ته ودرېد. وړوکی دوکان و د بانک د غرفې غوندې. شامل د څنګ غرفې سره ودرېد.

هلک دوکاندار ته وویل: دغه موبایل مې تا نه اخیستی و.

دوکاندار موبایل ورنه واخیست. په لاس کې واړاوه را واړاوه. ویې ویل: ښه؟

  • کامره یې کوډ غواړي.
  • کوووډ غواړي؟

د کامرې پر آیکن یې ګوته کېښوده. ویې ویل: عجبه ده. دا دې کله اخیستی و؟ بل یې درسره شته؟

  • درې څلور هفتې مخکې. دا یې بل.
  • نو تر اوسه چېرته وې چې اوس دې راوړی؟
  • جلال آباد ته تللی وم، پرون راغلم.
  • ښه نو، اوس زه څه وکم؟
  • د موبایل پخوانی څښتن راوغواړه چې کوډ یې خلاص کي.

شامل ولیدل چې یو کس مخابره په لاس کې یوه دوکان ته ودرېد. دوکاندار څه پیسې ورته ونیوې. پیسې یې جېب ته کړې او د همدې دوکان خوا ته راغی چې میکرویاني هلک ورته ولاړ و.

دوکاندار یو ځل بیا د موبایل مخ او څټ وکتل. ویې ویل: دلته خو د ورځې سل دوه سوه کسان سودا کوي. څوک موبایل اخلي، څوک یې خرڅوي نو زه خو ټول نه پېژنم. د تا په یاد دي چې دغه موبایل په کوم ویټرین کې و؟

هلک د دوکان پر ویټرینونو او الماریو سترګې ښخې کړې.

مخابرې والا را ورسېد.

دوکاندار تندي ته لاس یووړ: سلام سلام آمر صاحب!

مخابرې والا بې له دې چې علیک ووايي، د دوکان د ویټرین د شیشې په پرې کړي ځای کې لاس تېر کړ.

دوکاندار دوه زره افغانۍ په لاس کې ورکړې.

هغه چې ښه لرې شو، شامل له بل دوکاندار نه پوښتنه وکړه: دی څوک و؟

دوکاندار وویل: آمر جنايي. هره پنجشنبه اوګرايي اخلي. ته وا د پلار حق یې دی. قسم دی ټول غله دي.

شامل وویل: نو له تا نه یې څنګه پیسې وانخیستې؟

  • زه خو د نویو موبایلونو کار و بار کوم.
  • نو پیسې د چا نه اخلي؟
  • څوک چې دویم لاس او د غلا مال اخلي او خرڅوي، د هغوی نه یې اخلي. موږ نه یېم اخلي، کله یوه کله بله پلمه کوي خو هر وخت نه. د هغوی نه یې بیا هره پنجشنبه اخلي.

شامل د میکرویاني هلک غږ ته غوږونه څک کړل چې ویل یې: ګومان کوم چې په اینهاغه مخامخ المارۍ کې و.

دوکاندار وویل: ته دې نمبر راکه. که مې درک درته معلوم کړ نو زنګ به درته وکم.

میکرویاني هلک چې ولاړ، شامل هماغلته د څنګ دوکان مخې ته پاتې شو. دوکاندار ته یې د نوي مال صفتونه او د مسعتملو موبایلونه بد ویل.

د بل دوکاندار غږ یې واورېد چې په فارسي لګیا و: وه هلکه! هغه آیفون ۱۱ دې له چا نه وهلی و؟ نه، هغه تېره میاشت کې چې دې راووړ. نه سپین نه و، طلايي و. په یوه لشمک مې خرڅ کړی و اوس راغلی دی چې کامره یې کوډ غواړي. هههههههههه. نه، زه خو لېونی نه یم. ایسته مې رخصت که. ښه، کله؟ بچیش ناوخته نه کې چې بېګاه د یو چا ته واده ته ځم. شپږ بجې؟ ځه صحیح ده. خدای پامان، خدای پامان.

دوکاندار چې ټیلفون بند کړ، شامل سوکه سوکه روان شو.

۵

پاو کم شپږ بجې شامل، عادل او د اتمې حوزې جنايي آمر د کنترول منطقوي له دوو افسرانو سره چې ټول په ملکي جامو کې وو، موبایل سنټر ته ورسېدل. پنځه دقیقې چې شپږو ته پاتې شو، شامل د هماغه دوکان خوا ته ورغی. د موبایلونو د بیو پوښتنه یې وکړه.

دوکاندار د هر موبایل بیه ورته ویله. ده کله یو کله موبایل کښته پورته کاوه. عکس یې پرې اخیست. د مشخصاتو معلومات یې کول او یو یو وار به یې ساعت ته هم کتل.

دوکاندار وویل: وروره لږ بېړه وکه چې زه چېرې ځم.

بیا یې چا ته زنګ وواهه، ورته کړه یې: بچیش کجا ګم شدی؟ اینه ده دقه از شش تیر شد. خی مه دګه میرم باز سبا بیا.

په دې وخت کې د خندا غږ پورته شو. یو اتلس نولس کلن هلک چې موبایل یې په غوږ کې و، وویل: کجا میری؟ کجا عجله داری؟ به خیالم که پلو مست استی بابا، نوش جان!

هماغه هلک و چې د کامل په څلوېښتي کې راغلی و. پر غاړه یې د لړم ټټو جوت ښکارېده.

دوکاندار په خندا وویل: بسیار کوس مادر استی. بیار بکش، چی آوردی؟

هلک د واسکټ له جېبه یو موبایل را وایست. په همدې وخت کې پولیسو له مړوندو ونیو.

۶

د ډاکټر عادل په کور کې جرګه وه. د قاتل پلار او ترونه له څو سپین‌ږیرو، د جومات ملا امام او وکیل ګذر سره په ننواتي راغلي وو. د عادل ترونه او قومیان ورته مخامخ ناست وو.

ملا امام هغه آیتونه قرائت کړل چې «و بشرالذین اذا اصابتهم مصیبه، قالو انا لله و انا الیه راجعون» په کې راغلي دي. بیا ملا اوږده دعا وکړه. وژل شوي ته یې د شهادت درجه وغوښته، کورنۍ ته یې صبر او د کینې او کدورت او دښمنۍ د ختمېدلو دعاګانې یې وکړې. وروسته یې د عفو او بخشش فضیلتونه بیان کړل او ویې ویل چې وینه په وینه نه مینځل کېږي.

د ملا تقریر چې خلاص شو، وکیل ګذر خبرې شروع کړې: خدای دې متوفا جنتي کړي. خدای دې داسې غم نه درباندې ویني چې دا غم مو په هېر شي او خدای مو دې دا آخري غم کړي. ملا صاحب دې خیر یوسي چې د دین او شریعت خبرې یې را ته وکړې، رښتیا چې عفو او بخشش ډېر اجر لري. نو را به شو دې ته چې دا زموږ هلک خو خدای شته چې ډېر بد کار یې کړی دی. لږ نه، ډېر بد.

بیا یې ټول له نظره تېر کړل، ویې ویل: بد یې کړي دي، که نه؟

د قاتل پلار او ترونو په یوه غږ وویل: بالکل. ډېر بد یې کړي دي.

یوه تره یې وویل: باور په ما مه کوئ، په خدای یې وکئ چې خبر شوم، داسې خپه شوم لکه زما خپل زوی یې چې را ته وژلی وي.

وکیل ګذر وویل: نو لکه ملا صاحب چې وویل، وینه په وینه نه مینځل کېږي. اوس دغه هلک یوه بې عقلي کړې ده، بې عقلي څه چې خرګري یې کړې ده خو که دی اعدام هم شي نو ستاسو ورور خو پرې نه راژوندی کېږي. نو موږ مو عذر ته راغلي یو.

لونګۍ یې له سره ایسته کړه او پر غولي یې کېښوده، او په سترګو کې یې د قاتل پلار او ترونو ته اشاره وکړه.

هغوی هم پکول خولۍ او لونګۍ له سرونو لرې کړې.

وکیل ګذر وویل: دا دی سر درته توروو، د خدای روی دروړو چې د دې هلک له ګناه نه تېر شئ. عفو ورته وکئ. خدای به یې اجرونه درکي.

بیا یې د قاتل پلار ته اشاره وکړه. هغه را پاڅېد، په ټیټه ملا ډاکټر عادل ته ورغی، یو پاکټ یې مخې ته پر غولي کېښود. بېرته خپل ځای ته ورغی.

وکیل ګذر وویل: دا به کمې وي خو تاسې یې په ډېرو ومنئ. یو پسه مو هم راوستی، هلته لاندې له هلکانو سره دی. نو دا زموږ له خوا خیرات کئ.

د عادل مشر تره غاړه تازه کړه: ملا صاحب او وکیل صاحب خو ښې خبرې وکړې. عفو او بخشش به ښه وي. موږ خو عام خلک یو، تاسې عالمان یئ، په دین، په شریعت ښه پوهېږئ نو که عفو لازمي وای نو د قصاص حکم د څه د پاره شوی؟

ټول غلي وو او سترګې یې ځمکې ته نیولې وې.

د قاتل پلار ته یې مخ واړاوه، ورته کړه یې: ته خو دې اول دغه پیسې بېرته درواخله.

هغه خپلو وروڼو او وکیل ګذر ته وکتل.

وکیل ګذر وویل: حاجي صېب، خیر دی، دا زموږ عذرانه ومنئ.

د عادل بل تره وویل: موږ وینه نه خرڅوو.

وکیل ګذر وویل: خدای دې نه کي. مطلب مو دا نه دی. دا پیسې مو د خیرات د پاره راوړې.

د عادل مشر تره وویل: موږ خیراتونه هم کړي، ختمونه مو هم کړي. د چا پیسې مو هم نه دي په کار.

د پیسو پاکټ یې د عادل له مخې نه واخیست او د هغه خوا ته یې وشغاوه. ویې ویل: هن! دراخلئ خپلې پیسې. دغه پیسې به مو خپل هغه غله زوی ته ورکړې وای چې غلا یې نه وای کړې. غلا یې خیر خو چې د دوو روپو موبایل په سر یې زموږ وراره نه وای راوژلی.

پر دېوال ځړېدلي عکس ته چې د کاغذي ګلانو امېل پرې اچول شوی و، اشاره وکړه: ګل غوندې ځواني یې وه. ته و خدای، دی نو د مرګي لایق و؟ تاسو ته وایم!

چا غږ ونه کړ.

بیا یې ملا ته کړه: ته خو عالم سړی یې، د قصاص او حدودو په حکمت ښه پوهېږې. که هر قاتل ته عفو وشي نو نن یې زما وراره وژلی، سبا یې د تا زوی وژلی، بله ورځ یې بل وژلی.

د قاتل یوه تره چې د دېرش پنځه دېرشو کلونو ښکارېده، وویل: نو چې داسې وي بیا خو دښمني جوړېږي.

د عادل تره یې په خبرو کې ور ودانګل: دښمني جوړېږي؟ د څه شي دښمني؟

وکیل ګذر د قاتل تره ته سترګې برګې کړې، ویې ویل: حاجي صېب محترم، مطلب یې داسې نه دی. امممم

د عادل تره مخې ته لږ کوږ شو، په لوړ غږ یې وویل: زه یې په مطلب ښه پوهېږم. موږ د دښمنۍ نه ډاروې؟ [مخ یې د قاتل ترونو ته کړ] لاس دې خلاص، توره دې تېره. ګوره! که زموږ په چرګوړو هم څه وشو، زما لاس به د تا په ګرېوان کې وي. وایم که له آسمانه هم ټکه راباندې پرېوته، مدعي به مې ته یې. [او دې سره یې ګوته ورته وڅنډه]

بیا یې شامل ته مخ واړاوه: دړه ورته بېرته که! ځئ په مخه مو ښه شه.

محکمه چې دایره شوه، پر هلک د اعدام حکم وشو.

۷

د ګڼو رسنیو خبریالان له کامرو او مایکونو سره منتظر وو. د جنايي تحقیقاتو رییس سالون ته راننوت. د پولیسو د تېرې اونۍ بریاوې یې یادې کړې: په تېره اونۍ کې مو درې جرمي شبکې نیولې دي. د سرقت په مختلفو قضیو کې مو ۳۵ تنه مظنون کسان د کابل له بېلابېلو حوزو څخه ګرفتار کړي دي …

د خبریالانو پوښتنو ته وار ورسېد. یوه خبریال پوښتنه وکړه: د هغو زنځیري قتلونو قضیه څنګه شوه؟ خلک ترهېدلي دي. هېڅ څوک ځان خوندي نه احساسوي. دا قاتل به کله ونیسئ؟

د جنايي تحقیقاتو رییس وویل: په دې قضیه کې پرمختګ شوی دی، د موضوع د حساسیت په خاطر اوس جزئیات نه شو درکولی.

بل خبریال لاس جګ کړ. د خپل موبایل صفحې ته یې وکتل او ویې ویل: رییس صاحب! همدا شېبه دوه نور جسدونه په بګرامیو کې پیدا شوي دي.

د موبایل پر ښیښې یې ګوته ووهله. بیا یې وویل: کټ مټ هماغسې. د هر جسد د دواړو لاسونو ګوتې نشته او ټټرونه یې سوري سوري دي. د دې معنا څه ده؟ قاتل ولې د قربانیانو ګوتې غوڅوي؟ قاتل څه ویل غواړي؟

د رييس سکرټر موبایل اوکې کړ او په کراره یې ده ته ورکړ. رییس وویل: بخښنه غواړم. عاجل دی.

هغه پاڅېد او په بېړه ووت.

نور خبریالان پر هغه خبریال راټول شول چې د نوې پېښې خبره یې کړې وه. ده موبایل مخې ته نیولی و. هر چا هڅه کوله چې د ګڼې ګوڼې په منځ کې دومره ځای پیدا کړي چې سر ور ننه باسي او د هغه خبریال د موبایل پر ښیښې د وژل شویو عکسونه وګوري.

هغه وویل: اوس یې خپل فیسبوک ته پورته کوم. ټول به یې وګورئ.

۸

د جنايي تحقیقاتو د رییس په دفتر کې څو جنرالان او ډګروالان ناست وو. ټولو د پروجکټر پر پردې تصویر ته کتل. د پلټونکې ډلې مشر، ذبیح الله وویل: د قتلونو بڼه ثابتوي چې د ټولو قاتل یو کس یا یو ګروپ دی، خو قتلونه په مختلفو وسلو شوي دي. څوک په دره‌يي تفنګچې ویشتل شوي دي، څوک په ۹ ملي متري امریکايي، څوک په اصلي مکروف یا ټي ټي. په هره پېښه کې د مقتول په بډه کې هماغه وسله پیدا شوې ده چې پرې ویشتل شوی دی. خو په هېڅ وسله باندې د مقتول د ګوتې له نښې پرته د بل چا د ګوتو اثر نه دی پیدا شوی.

ذبیح الله د کمپیوټر په کيبورډ کې یوه تڼۍ کېکاږله. پر سکرین د عدلي طب د ریاست مکتوب ښکاره شو چې په منځ کې یې څو جملې په زېړ رنګ په نښه شوې وې. هغه وویل: د عدلي طب په وروستي راپور کې نوې خبره. د مقتولانو په وینه کې د انستیزۍ مواد موندل شوي دي.

ذبیح الله تم شو. ټولو ناستو کسانو یو بل ته سره وکتل او بیا یې رییس ته مخونه واړول.

رییس ذبیح الله ته وکتل، ویې ویل: یعنې؟

ذبیح الله وویل: حیران یم چې ولې مو مخکې په دې باندې فکر نه و کړی. په ټولو قضیو کې د عدلي طب راپورونو ویلي وو چې د مقتول ټولې ګوتې له ورغوي څخه په خورا تېره شي سره، ډېرې منظمې غوڅې شوې دي. موږ فکر کاوه چې قاتل به کوم قصاب یا قصابان وي، خو دې ته مو فکر نه و کړی چې کېدای شي کوم تکړه جراح وي.

د کریمنالستیک مدیر پوښتنه وکړه: موږ د کریمنال تخنیک د شعبې راپورونه ولوستل. مقتولان وژل شوي په یو ځای کې او اچول شوي بل ځای کې دي. په ټولو باندې له نږدې ډزې شوې. خو د قتلونو انګېزه؟

د سازمان یافته جرایمو د برخې مشاور، توکلي وویل: دې ته په کتو سره چې د هر قرباني د وژلو لپاره یوه مرمۍ بس وه، ځکه چې ټولې مرمۍ یې په ټټرونو لګېدلې دي او غالباً هر قرباني په هماغه اول ډز مړ شوی دی، نو قاتل د انتقام شدیده انګېزه لري. البته شاید د ګوتو د قطع کولو په وجه د قربانیانو ډېره وینه ضایع شوې وي، بناً همدا به هم د هغوی د وژلو لپاره بس و. مګر داسې ښکاري چې قاتل یا قاتلان له نفرته ډک دي. د تفنګچې د ټولو مرمیو تشول، د قاتل سخت قهر ښيي. خو دا چې ولې، په دې نه پوهېږو. د قربانیانو په منځ کې هېڅ مشترکه نقطه نشته. مقتولان د مختلفو قومونو دي، بناً د قتلونو قومي انګېزه نفي کېږي. قربانیان مختلف شغلونه لري، امممم فکر کوم شپږ نفره یې متعلمین وو، دوه نفره یې د نانبای شاګردان، څلور نفره یې د مکتب نه فارغ شوي وو خو کار و بار یې نه و. ذبیح جانه! نور قربانیان څه کاره وو؟

د ټولو مخونه د ذبیح خوا ته شول. هغه وویل: ستاسو خبرې سمې دي. د موټرسیکلو د مستري شاګردان په کې شته، بې سواد او با سواده په کې شته، لنډه دا چې متقولان په هېڅ کومه خاصه کټګورۍ کې سره نه شو یو ځای کولای.

توکلي وویل: تشکر ذبیح جانه! بناً د قربانیانو د قتل انګېزه د هغوی شغل نه دی. مګر دا چې د ټولو ګوتې قطع شوې دي، دا باید یوه معنا ولري. باید یو پیام ولري.

رییس پوښتنه وکړه: مثلاً؟

توکلي غاړه لږ کږه کړه، سترګې یې تنګې کړې او د کوټې چت ته یې وکتل. زنه یې وګروله، ویې ویل: دقیق نه پوهېږم، مګر فـِ  ـ کِر کوم چې د ګوتو له وظیفې سره به مرتبط وي. په ګوتو اشیا لمس کېږي، اشیا نیول کېږي، په ګوتو شهادت ورکول کېږي، د تفنګچې ماشه کش کېږي، امممم د بوتل یا بل شي سرپوښ تاوېږي. اااااا، ډېر نور کارونه. ممکن، ممکن مقتولینو د قاتل څخه کوم شی اخیستی وي، کوم قمیتي او ګرانبها شی. [ټولو ته یې ځغلنده نظر وکړ] بلی، کوم با ارزش شی به یې ورنه اخیستی وي. بناً باید دا معلومه کړو چې قربانیانو له قاتل نه څه شی اخیستی و. البته یوه خبره ده. دې ټولو قربانیانو خو په شریک شکل ورنه څه شی نه دی اخیستی. لکه څنګه چې ذبیح جان وویل قربانیان هېڅ مشترکه وجه نه لري.

ذبیح الله وویل: په هر صورت، زما په نظر جراحان باید تعقیب کړو. خو مشکل دا دی چې په کابل کې تر پنځو سوو زیات جراحان دي. بله خبره دا ده چې که جراح قاتل هم وي، په شفاخانه کې خو دا کار نه کوي، یعنې نه یې شي کولی. هغه دا کار باید په بل ځای کې وکي.

۹

ډاکټر عادل د ټلویزیون غږ په ریموټ جګ کړ. د جنايي تحقیقاتو رییس خبري کنفرانس ته خبرې کولې. یوه خبریال د زنځیري قتلونو د عامل پوښتنه وکړه. رییس وویل: موږ ځینې سر نخونه پیدا کړي دي. اوس د موضوع د حساسیت په خاطر ډېر جزئیات نه شو درکولی خو دومره ویلی شم چې قاتل ته ډېر نږدې شوي یو. موږ پوهېږو چې هغه څه وظیفه لري. ډېر زر به یې د ګرفتارۍ خبر واورئ.

ډاکټر عادل او شامل یو بل ته سره وکتل. ډاکټر عادل ګېلاس له اوبو ډک کړ. ګېلاس یې په لاس کې واخیست، له چوکۍ پاڅېد، د کړکۍ خوا ته ورغی. یو غوړپ یې وکړ. پرده یې لږه لرې کړه. د دوهم منزل له کړکۍ څخه یې لاندې وکتل. دې خوا ها خوا یې سترګې وغړولې. لمر لوېدلی و خو لا دومره تیاره نه وه چې سترګې کار ونه کړي. پرده یې بېرته سمه کړه.

د ورور سترګې ده ته وې. ده نرۍ موسکا وکړه او سر یې وښوراوه.

مور یې وویل: زویه! خیر خو به وي؟

ډاکټر عادل غاړه تازه کړه، ویې ویل: نشته څه.

۱۰

د بهارستان سینما په څنګ کې نري سړک باندې شین کورولا موټر پورته د غره خوا ته روان و. د غره په ډډې پورې ګڼ کورونه او تنګې کوڅې وې. سړک د غره په نیمايي کې ختم شوی و او موټر هماغلته ودرېد.  ځوانه نجلۍ له موټره کښته شو. دستکول یې اوږې ته واچاوه او پلې په کوڅه کې بره خوا روانه شوه. درې کوڅې وړاندې ودرېده. دې خوا ها خوا یې وکتل. ساه یې سمه کړه. پر یوه سپین ږیري یې سترګې ولګېدې چې د چپ لوري له تنګې کوڅې څخه د دې خوا ته ورته.

نجلۍ مخې ته ورغله. پوښتنه یې وکړه: کاکا، هغه هلک چې تېره اونۍ وژل شوی و، د هغه کور در ته معلوم دی؟

سړي وویل: شیرین آغا یادوې؟

  • هو.
  • هاغه نارنجي کور وینې؟ پاس، اوله نه، دویمه کوڅه کې. هماغه یې کور دی. خپلوان دې و؟
  • نه. زه خبریاله یم. له فامیل سره یې مرکه کوم.

د وژل شوي هلک پلار وویل: څه مو په زخم باندې مالګې شیندئ! کله یو راځي کله بل چې زه د پلانکي ټلویزیون یم، زه د بستاني راډیو یم. راشي دلته زموږ زخمونه تازه کي، بېرته لاړ شي. د حوزې او پولیسو پوښتنې او بازخواست بلې خوا ته. ځه نجلۍ، په مخه دې ښه!

هغه د انګړ ور بنداوه خو نجلۍ په وره پورې لاس ونیو. ویې ویل: خیر دی کاکا زما خبرې خو واوره. پوهېږم چې ډېر دردېدلي یئ. زوی مو ځوان و. ډېر ارمانونه به مو ورته لرل. خو زه له هغو خبریالانو نه یمه. زه تحقیقي ګزارش جوړوم. په دې دوو درېو میاشتو کې ستا د زوی غوندې شل – پنځه ویشت نور ځوانان هم په همدې رقم وژل شوي خو تر اوسه یې قاتلان نه دي معلوم شوي. که پولیس دا کار نه کوي یا یې نشي کولی نو خدای مهربانه دی چې ستاسو په همکارۍ سره موږ دا کار وکړو.

سړي تر پکول لاندې لاس تېر کړ. سر یې لږ وګراوه. یوه شېبه غلی و. بیا یې ور بېرته کړ.

نجلۍ د کړکۍ خوا ته پر توشکه کېناسته. له توشکه ګرد هوا ته پورته شو. له دسکول نه یې ریکارډر را وایست، قلم او کتابچه یې هم راواخیستل.

مخې ته یې د مقتول مور پر غولي پر زاړه فرش باندې ناسته وه او مېړه یې پر نرۍ توشکه.

نجلۍ وویل: مننه چې مرکې ته حاضر شوئ. زوی مو دې خدای وبخښي. ما چې معلومات کړي نو دی په نادریه لېسه کې و، یوولسم صنف کې. همداسې ده؟

سړي وویل: لسم کې و که یوولسم کې خو په همدې مکتب کې و.

نجلۍ وویل: په مکتب کې چې مې پوښتنه وکړه، غیرحاضري یې ډېره وه. تاسو ته معلومه ده چې ولې یې غیرحاضري کوله؟

ښځې بې غږ و غوږه اوښکې تویولې.

سړي پرې غږ کړ: وه ښځې! دا څه وايي؟ ته پې خبره وې؟

ښځې په سونګېدا لنډ وویل: نه. نه ومه خبره.

خبریالې یو ځل سړي او بیا یې ښځې ته وکتل. بیا یې وپوښتل: مطلب مې دا و چې کوم کسب کار یې هم کاوه که یوازې مکتب ته تله؟

سړي وویل: دا نو څه رقم سوال دی. ته داسې سوالونه کوې چې ته وا دی مجرم و. پرې مو ږده.

دې سره یې پکول خولۍ له سره واخسیته پر غولي یې وویشته. له ایراني غالۍ نه ګرد پورته شو.

څو شېبې ټول غلي وو.

بیا ښځې ورته وویل: سړیه حوصله وکه. غوسه دې په دې مه تشوه. وبال ده.

خبریالې وویل: کاکا پوهېږم، غم دې دروند دی. خو مه خپه کېږه. خدای مهربان دی. که زما پوښتنې مو ځوروي، زه به بل وخت راشم.

ښځې وویل: نه لورې پروا نه کيي.

سړي بېرته خولۍ له غولي پورته کړه او پر سر یې کېښوده. لویه ساه یې واخیسته. ویې ویل: بل کار یې نه و. همدغه مکتب و. په غیر حاضرۍ یې هم نه یم خبر.

خبریالې ښځې ته وویل: دا موبایل ستاسو دی؟

ښځې طلايي آیفون مابایل سینې پورې جوخت نیولی و. ویې ویل: د ځوانیمرګ شیرین آغا دی.

  • دا خو ډېر قیمتي موبایل دی. تاسو ورته اخیستی و؟
  • نه. موږ د سبا بېګا نه لرو نو داسې موبایل به په څه شي اخلو.
  • چا له خارجه درلېږلی؟
  • نه.
  • نو …

سړي په ښځې پورې سترګې ښخې کړې، ویې ویل: ټول راز و نیاز یې د مور سره و. همدا به پې خبره وي.

ښځې وویل: ما ته یې ویلي وو چې په لاره کې یې پیدا کړی و.

خبریالې وویل: خدای خبر چې د چا به لوېدلی وي. بیا یې په څښتن پسې ونه ګرځېدئ.

  • نوره نه یمه خبره. همدومره یې را ته ویلي وو.
  • خیر. ملګري انډیوالان یې درمعلوم دي؟ چا سره به ډېر ګرځېده؟
  • یو انډېوال خو یې هماغه قندآغا و.
  • هماغه چېېېې …
  • هو. د ده سره یې یو ځای وژلی و. هغه به کله کله په موټرسیکل باندې راته او شیرین آغا به ورسره ولاړ. ما څو کرته ورته وویل چې وه هلکه موټرسیکل خطر لري، ورسره مه سپرېږه.

غږ یې ژړغونی شو. په سختۍ سره یې وویل: څه خبره وم چې موټرسیکل یې نه وژني خو کوم ظالم خداناترس یې مړ کوي.

خبریالې له کړکۍ څخه د باندې وکتل. د لاندې کورونو بامونه او واړه انګړونه لکه د پوړیو پټونه ښکارېدل. څو شېبې یې په قلم او کتابچې ځان بوخت کړ او هسې یې کږې وږې کرښې وایستې. بیا یې وویل: نور ملګري یې نه لرل؟

سړي وویل: له نورک سره هم لر بر کېده. هسې خو د منطقې ټول همزولي یې ورسره ناسته پاسته کوله خو نورک له نورو نه زیات.

خبریالې د نورک آدرس واخیست او ووتله.

۱۱

د جنايي تحقیقاتو رئیس پر څوکۍ نېغ شو. شونډې یې بوڅې کړې او په مجلس کې هر حاضر کس ته یې جلا جلا وکتل.

ټول چوپه خوله منتظر وو چې دی خوله پرانیزي.

ده د مېز له روکه یوه مجله راوایسته او په لاس کې یې پورته ونیوله. ویې ویل: دا مو کتلې ده؟

چا غږ ونه کړ. توکلي د کریمنل تخنیک مشر ته وکتل او په سترګو کې یې وپوښت. هغه اوږې پورته وخوځولې او سر یې وښوراوه.

رئیس وویل: هغه کار چې تاسو باید کړی وای، یوې نجلۍ کړی.

ذبیح الله وړاندې شو چې مجله وګوري.

رئیس وویل: پوره ګزارش به یې وروسته ولولئ خو دې ژورنالیستې یو مهم شی کشف کړی دی.

د مجلې په منځ کې قات شوې پاڼه یې خلاصه کړه. مجله یې په هوا کې داسې ونیوه چې ټولو ته ښکاره شي. د ګزارش عنوان یې درې څلور وارې په ګوته وټکاوه، غاړه یې تازه کړه او ویې لوست: «رد پای قتل‌های زنجیره‌یي ـ ارتباط تنګاتنګ میان این قتل‌ها و سرقت‌های مسلحانه»

توکلي وویل: یعنې قاتلین سارقین هم دي؟

رئیس لکه د هغه په ناپوهۍ چې خوشحاله شوی وي، پوزخند وکړ: نه، نه. مقتولین یادوي. اقلاً لس دولس تنه مقتولین هغه کسان دي چې د موبایلونو په سرقت کې دخیل وو، مسلحانه سرقت.

ذبیح الله وویل: پيدا مې کړ.

بیا لکه له ځانه سره چې وغږېږي، ویې ویل: هو، پخپله دی. پخوا نه مې هم شک ورباندې و.

ټولو په پوښتونکو سترګو ور وکتل.

هغه وویل: ډاکټر عادل. شپږ میاشتې مخکې یې ورور غلو وژلی و او موبایل یې ورنه وړی و.

رئیس پوښتنه وکړه: څنګه داسې مطمین غږېږې؟

ذبیح الله ځواب ورکړ: ټول شواهد د هغه په ضد دي. قاتل ډاکټر دی، جراح دی، د قتل انګېزه … هر څه را ته وايي چې د هماغه کار دی.

توکلي وویل: عادل هماغه نه دی چې یوه ورځ یې د تا په دفتر کې سر و صدا اچولی و چې ولې زما د ورور قاتل نه پیدا کوئ؟

  • هماغه دی.
  • په رواني لحاظ نورمال نه و. ډېر اګرسیف و، خشن و. امممم (سر یې کښته پورته وښوراوه) ممکن قاتل هغه وي. داسې کسان خشونت ته مساعد دي ولې چې ایمپلسیف اعمال ورنه سر وهي. په هغه ورځ چې ما ولید، داسې عصباني وو چې که د ورور قاتل یې په مخ کې وای، ده به تکه تکه کړی و. [ټول کسان یې له نظره تېر کړ] په یاد مو دي؟ ما ویلي وو چې قرباني د قاتل نه کوم با ارزشه شی، کوم ګران بها شی اخیستی. په همدې خاطر هغه د قربانیانو ګوتې قطع کوي. د ورور له زند‌ګي نه ګران بها شی به څه وي؟ البته، یوه خبره ده. دغه تیپ شخصیتونه، دغه ایمپلسیف اعمال چې کوي، هماغه لحظه یو غلط کار کوي خو وروسته بیا پشیمانېږي چې ولې مې داسې وکړل. خو دا چې تکراراً دې یو جنایت وکړي، دلیل به یې بل وي.

رئیس وویل: خیر. تاسې بیا خپل تحلیل وروسته وکئ. اول به دا معلوموو چې قاتل همدغه مورد نظر شخص دی که نه.

۱۲

ذبیح د ټولو مقتولانو د عدلي طب راپورونه پر مېز انبار کړي وو. د هغو ګزارشونه یې یوې خوا ته کړل چې یې په بدن کې د انستیزۍ مواد موندل شوي او ګوتې یې پرې شوې وې. بیا یې په کمپیوټر کې یو جدول جوړ کړ: شمېره، د مقتول نوم، د قتل نېټه، د مړینې وخت

 دغه معلومات یې له هر ګزارش نه واخیستل او په جدول کې یې ولیکل.

ور وټکول شو.

د «راځه» تر غږ وروسته، ور خلاص شو. ساتنمن عسکري سلام وکړ. یو ورق یې د ذبیح پر مېز کېښود: د رئیس صاحب امضا مې واخیسته. موږ ورپسې ورشو؟

ذبیح بې له دې چې د کمپیوټر له پردې سترګې لرې کړي، وویل: نه. پخپله ورپسې ځم. ته بم راسره ځې. اکبر ته وایه چې موټر چالان کي. دا دی کار مې خلاصېږي.

ساعت وروسته، ذبیح له دوو ضابطانو سره د روغتون رسپشن سره ولاړ وو.

ډاکټر عادل په عملیاتخانه کې و.

دوی د رسپشن مخې ته انتظارتون کې کېناستل.

یو ضابط په خپل موبایل بوخت شو. ذبیح د مخابرې چېنل اړاوه را اړاوه. بل ضابط په رسپشن کې ناستې ښکلې د ماډلونو غوندې سېنګار شوې نجلۍ پورې سترګې ښخې کړې وې. د نجلۍ سترګې ور واوښتې. زر یې سترګې کښته واچولې، د ګوتو په سرونو یې ویښتان د ټیکري لاندې پټ کړل.

هغه ضابط چې په موبایل اخته و، د موبایل سکرین یې د ذبیح خوا ته ونیو، ویې ویل: آمر صاحب! دا وګوره. دوه نور جسدونه …

ذبیح موبایل ورنه واخیست. د جسدونو له عکس سره لنډ متن لیکل شوی و: «د لسمې حوزې په مربوطاتو کې دوه جسدونه موندل شوي. جزئیات وروسته»

ذبیح وویل: بر پدر یې نالت کې د آزادي بیانه سره. موږ لا خبر نه یو، رسنۍ د وخته خبرې شوې وي.

دې سره یې د مخابرې چېنل تاو او غږ یې لږ لوړ کړ.

  • میوند مرکز میوند!
  • مرکز میوند! اورم صېب.
  • چارقلعه وزیرآباد کې واقعه ده. دوه مړي پیدا شوي دي. زر ځان ور ورسوئ. تکرار کوم: چارقلعه وزیرآباد، دوه مړي.
  • مطلب واخیستل شو. اطاعت کېږي.
  • محل واقعه ته چې ورسېدئ، اطمینان راکئ.
  • اطاعت.

ضابط وویل: آمر صېب! خبره لکه چې بل رقم ده.

  • څنګه؟
  • ډاکټر خو دلته په عملیاتخانه کې دی نو دغه دوه نوي به چا وژلي وي؟
  • ته څه خبر یې چې کله وژل شوي دي. د قتل زمان او د جسد د پیدا کېدو زمان کې فرق وي.

پر ذبیح یو سیوری ولوېد. پاس یې وکتل. صفاکار و. ویې ویل: تاسې غواړي.

په لاس سره یې رسپشنیسټه وروښوده.

ذبیح ور روان شو. ضابطان یې له شا ورپسې وو.

رسپشنیسټې وویل: ډاکټر عادل د عملیاتخانې نه راووت. په یوسل او دوهم اتاق کې دی.

بیا یې زر سر کښته واچاوه او ځان یې په کاغذونو بوخت کړ. ضابط لا هم سترګې ورته نیولې وې.

***

ډاکټر عادل د عملیات کړي ناروغ په دوسیه کې څه لیکل.

ور وټکول شو. بې له دې چې سر پورته کړي، ویې ویل: مهرباني!

ضابطان د وره شا ته تم شول او ذبیح ورننوت. ویې ویل: ډاکټر صاحب! کالي دې بدل که. باید له ما سره ولاړ شې. یو څو پوښتنې باید ځواب کې.

  • خیر خو به وي؟
  • خیر و خیریت. ستا د نیولو امر لرم.

استعلام یې ډاکټر ته ونیو.

هغه د استعلام پر کرښو نظر تېر کړ. ویې ویل: ګناه مې؟

  • تا باندې د قتل په یوه قضیه کې شک دی. د قاتل په ظن دې ګرفتاروو.
  • ټوکې کوې؟ زه او قتل؟
  • دا به وروسته معلومه شي. اوس نو مهرباني وکه، راسره لاړ شه. هسې هم یو ساعت کېږي چې درته منتظر وو چې عملیات دې خلاص شي.

***

ډاکټر عادل قلم را واخیست. د استعلام د لومړۍ پوښتنې ځواب یې ولیکه: زه عادل د سیف الملوک زوی د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی یم. فعلي سکونت مې د کارته نو طلايي شهرک … په ۱۳۸۰ کې د کابل طب له معالجوي پوهنځي فارغ شوی یم. په ۱۳۸۵ کې مې په جراحي کې تخصص اخیستی.

د دوهمې پوښتنې ځواب یې داسې و: له ۱۳۸۵ راهیسې په … خصوصي شفاخانه کې د جراحي متخصص په حیث وظیفه اجرا کوم. معاینه خانه نه لرم. د همدې شفاخانې نه به غیر په بل ځای کې کار نه کوم. د رسمیاتو نه وروسته، … جېم ته ځم او بیا کور ته.

درېیمه پوښتنه یې چې ولوسته، قلم یې پر مېز کېښود. ذبیح ته یې وویل: دا نو څه رقم سوال دی؟ زه چې بېګا څه شی خورم، سبا مې هېر وي او ته را نه پوښتنه کوې چې د جوزا په پنځم تاریخ د لسو نه تر یوې بجې پورې چېرې وې، څه دې کول.

ذبیح وویل: موږ همدا ځواب غواړو چې دقیقاً په همدې وخت کې چېرې وې.

  • ولې؟
  • ځکه چې په همدې وخت کې دوه نفره وژل شوي دي او قاتل یې هم جراح دی.
  • څه شی؟ په ما پورې د قتل تور لګوئ؟
  • تور نه لګوو، ظن مو په تا دی. ګوره! صفا خبره به درته وکم. دا کسان چې وژل شوي، په وینه کې یې د انستیزۍ مواد کشف شوي، ګوتې یې د لاسونو نه په مهارت سره قطع شوې او دا کار یوازې جراح کولی شي.
  • نو هغه جراح به ولې زه یم؟
  • ځکه چې د قتل انګېزه لرې.

عادل قلم پورته کړ، په زور یې پر مېز وویشت، ویې ویل: دا څه اوتې بوتې وایې؟ کوم قتل، کومه انګېزه؟ ما لا چرګ نه دی وژلی، انسان خو لا پرېږده.

ذبیح وویل: مقتولین د موبایلونو غله دي او د تا ورور د موبایلونو غله وژلي وو نو همدغه خبره کافي ده چې په تا باندې شک وکو.

  • ګوره! ما د هېپوکرات قسم تېر کړی. موږ د خپل مقدس مسلک نه د هېچا په ضرر کار نه اخلو، ان که مو د سر دښمن هم وي.
  • نو ځان سپین که. که غواړې چې تبرئه شې، د سوالونو جوابونه دقیق ولیکه.
  • دقیق یې څنګه ولیکم؟ دا نو د چا په یاد وي چې ان درې میاشتې مخکې لس بجې په کوم ځای کې وې. دا نور سوالونه دې وګوره، ټول همدغسې دي. زما د کار ځای درمعلوم دی، هغه جېم چې په کې سپورټ کوم، در معلوم دی، کور مې درمعلوم دی. ورشه د شفاخانې اسناد وګوره چې زه په هغه ورځ وظیفه کې وم که نه.
  • څه چې ویل غواړې، په استعلام کې یې ولیکه.

۱۳

بله هفته د جنايي تحقیقاتو د رئیس په دفتر کې بیا جلسه وه.

رئیس وویل: خبره نوره خرابېږي. د پولیس د پرستیج خبره ده. وزیر صاحب سخت غوسه دی. د کابینې په جلسه کې تر انتقاد لاندې راغلی. دغه څو دقیقې مخکې یې زنګ را وهلی و. اعصاب یې ډېر خراب وو. ذبیح خانه! څه دې بود کړل که نه؟ ګزارش دې راکه.

ذبیح پنډه دوسیه د مېز په سر کېښود، په خپل ځای کې ودرېد. ویې ویل: جناب رئیس صاحب!  متاسفانه قاتل مو تر اوسه نه دی شناسایي کړی. په هغه ډاکټر عادل مو چې شک و، شک مو غلط ثابت شو. ما د هر قتل مشخص وختونه د عدلي طب د ګزارشونو نه نوټ کړي وو. خو دی په هماغه وختونو کې یا په شفاخانه کې و، یا په جېم کې. امنیتي کامرې مو چک کړې. د ده موجودیت ورنه ثابتېده. د مریضانو په دوسیو کې چې ده د عملیاتونو پروتوکولونه لیکلي، مشخص زمان هم ورسره لیکل شوی او دا ټول ثابتوي چې هغه په دې قضیه کې لاس نه لري.

توکلي وویل: په یاد مو دي. ما ویلي وو چې د دې رقم شخصیتي تیپونو نه ایمپلسیف اعمال سر وهي، لېکن، (ګوته یې په هوا کې وخوځوله) لېکن د جنایت تکرار او تداوم

رئیس یې په خبرو کې ورولوېد: توکلي صاحب! دا خبرې به بل وخت ته پرېږدو. ښه نو چې د ډاکټر عادل نه مو شک لرې شو، بیا؟

سترګې یې په ذبیح پورې ښخې کړې.

ذبیح وویل: صاحب! دا دومره پېچیده قضیه ده چې زر به حل نه شي. ډېر زمان ته ضرورت لري.

  • نور نو څومره وخت پرې تېروئ؟ اوله واقعه په کوم تاریخ کې واقع شوې وه؟
  • د جوزا پنځمه.
  • نن کوم تاریخ دی؟

څو کسانو په یو ځای ځواب ورکړل: د سنبلې لسمه.

رئیس وویل: ښه نو، په درېو میاشتو کې مو یو سرنخ هم پیدا نه کړ. زه وزیر صاحب ته څه جواب ورکم؟

۱۴

د سنبلې اتلسمه مازیګر مهال و.

شامل عادل ته کړه: لالا! ته راشه.

عادل د شنو چایو پیاله په لاس کې واخیسته، په شامل پسې بلې کوټې ته روان شو.

شامل وویل: هغه پدرنالتی خو ژوندی دی.

  • کوم پدرنالتی؟
  • شېرک.
  • شېرک؟ ناممکنه ده.
  • په خپلو سترګو مې ولید.
  • کوم بل څوک به دې لیدلی وي. هغه خو یې اعدام کړ.
  • موږ ته یې دغسې ویلي. دا دی پخپله یې وګوره.

شامل د کمپیوټر په پرده کې یو عکس راوست. د هوايي ډګر په اتیا متره سړک کې د پولیسو او اردو شنو او خړو رېنجرو او د شخصي کورولا موټرو کاروان په کې ښکارېده. د رباني د دورې تور-سپین-شنه بېرغونه او د احمد شاه مسعود عکسونه په موټرو او د خلکو په لاسونو کې وو. زلمکي او ځوانان د موټرو په باډیو او کړکیو کې څوک ناست څوک ولاړ وو او د ناستو یوه پښه له موټره راوتلې، بډ وهلې پایڅې، جهادي واسکټونه، برګ دسمالونه او پکول خولۍ.

شامل د یوه ځوان په عکس باندې ګوته کېښوده. هغه د کورولا موټر په کړکۍ کې کونه لګولې او یوه پښه یې بهر ځوړنده وه، سپین سرویس بوټونه یې په پښو او پایڅه یې تر زنګانه پورې پورته وه. په ښي لاس یې تفنګچه پورته نیولې وه.

عادل وویل: مطمین یې چې شېرک دی؟

شامل وویل: یوه شېبه.

عکس یې زووم کړ، د هلک پر غاړه د لړم ټټو ښکاره شو.

شامل وویل: دغه ټټو یې وګوره! په همدې مې وپېژاند. دا وګوره.

بیا یې یوه ویډیو پلې کړه. هماغه صحنه وه، شېرک په تفنګچه هوايي ډزې کوي. مرمۍ چې خلاصېږي، ناره کړي: «زن اشرف غنی ره ګایم!»

ورسره ناست هلکان وايي: «ګایم!»

بیا د موټر شاتنۍ دروازه کې ناست هلک وایي «شېر استی شېر!» او شېرک په اوږه ټپوي.

شامل وویل: ما یې فیسبوک هم پیدا کړ.

په فیسبوک کې یې یو پاڼه خلاصه کړه. په پروفایل کې یې د هماغه هلک عکس و، برګ دسمال یې له غاړې تاو او تفنګچه یې په لاس کې، نوم یې «سرشار خراسان».

عادل په چوپه خوله ورته کتل.

شامل د موس تڼۍ تاو کړه. د سرشار خراسان پوسټونه یو په بل پسې پورته راغلل.

شامل وویل: ان د جولای نه یې دلته پوسټونه کړي دي.

عادل وویل: یعنې د اعدام خبر یې دروغ و. دی یې هماغه وخت خوشی کړی.

د شامل څنګ ته پر څوکۍ کېناست. دواړه څنګلې یې پر مېز ولګولې او ټېکونه یې پر ورغوو تکیه کړل.

شامل سوکه وویل: ادې راغله.

دې سره یې د کمپیوټر پرده توره کړه.

عادل پر څوکۍ نېغ شو.

مور یې پوښتنه وکړه: زویه څه کوئ؟

 شامل وویل: هېڅ. د لنډه‌غرو ویډیو مو کتله.

د باندې نه د موټرو د تېزو هارنونو او برېک نیولو غږونه راغلل. بیا د تفنګچو، کلاشینکوفو او پي‌کا پر له پسې ډزې وشوې.

ادې وویل: دا لنډه‌غر خو دې خدای تباه برباد کي. خدای خبر چې بیا به یې څومره خلک زوبل کړي وي.

عادل وویل: په خبرونو کې به یې ووايي. ادې کړکۍ ته مه درېږه. دې خوا ته شه. خلک په همدې زوبلېږي چې کړکۍ ته درېدلي وي، سقوطي مرمۍ راشي پرې ولګېږي. پروسږ کال مې دا مهال یوولس که دوولس عملیاته کړي وو. یوازې زموږ شفاخانې ته یې اتلس زخمیان راوړي وو. ښه ده چې نن نوکري نه وم، که نه نو بیا به مې هماغه حال و.

د عادل ښځه د دروازې له خولې وویل: ببو! کالي مینځم. پاک کالي مې په کوټه کې درته اېښي.

ادې بلې کوټې ته ولاړه.

عادل وویل: دې مورده‌ګاوانو لکه چې پیسې ورنه اخیستې.

شامل وویل: یا به د واسطې کار وي. د امنیت رئیس هم د دوی دی، د داخلې وزیر، د عدلیې وزیر هم، نیمه کابینه د دوی ده. لالا اوس به څه کوو؟

  • هېڅ نه پوهېږم. پولیس هم غله دي، قاضيان او څارنوالان هم. دله‌ګانو ما نه خو یې د نه کړي جرم په تور پوره یوه هفته تحقیق وکړ خو اصلي جنایتکار بیا خوشې کوي. که کاکا دوی ته ووایو …
  • نه لالا. که د ما منې، هغوی مه پرې خبروه. چې رښتیا شي، هغوی مو ولا که خیر غواړي.
  • داسې خو یې نه پرېږدم چې زما ورور دې تورې خاورې خوري او دی دې داسې کاکه کاکه ګرځي.

۱۵

شامل پوره دوې هفتې د چاودېدونکو مواد په باره کې تحقیق وکړ. څو وېب سایټونه او ایمېلونه یې هک کړل، ځینو کمپیوټرونه ته ورننوت او د وړو بمونو د جوړولو معلومات یې راټول کړل.

په درېیمه هفته لاس په کار شو. د سرشار خراسان فیسبوک آي ډي له لارې یې د هغه موبایل هک کړ. لوکېشن یې ورفعال کړ او څو ورځې پر له پسې یې د ګرځېدا راګرځېدا ځایونه معلوم کړل. اکثره وخت د تایمني په فرعي سړکونو کې ښکارېده. یوه ورځ پسې ورغی. د تایمني پروژې په اول سړک کې یې ولید. له یو بل نفر سره پر موټرسیکل سپور و.

شامل په موټر کې هغه تعقیباوه. پیکدارې خولۍ او غټو تورو عینکو شامل داسې کړی و چې نږدې ملګرو به هم نه پېژاند.

یو نفر د سړک په غاړه روان و، موبایل یې غوږ ته نیولی و. موټرسیکل ورو ورو د هغه څنګ ته ورغی. مخې ته ناست کس له شا نه هغه ته دیکه ورکړه. هغه بې توله شو او لاس یې له غوږه لرې شو. شېرک د سترګو په رپ کې د هغه له لاسه موبایل اوچت کړ. موټرسیکل تېزه منډه وکړه او په فرعي کوڅه کې تری تم شو.

شامل په لاره کې یو زوړ ګلکسي موبایل او نوی سیم کارت واخیست. د موبایل لپاره یې نوی کوور هم واخیست. کور ته چې ولاړ، د کوټې ور یې په ځان پسې کولپ کړ. موبایل یې خلاص کړ. د سیم کارت له ځای سره یې دوه نري مزي ور وتړل. سي فور پوډر یې په یوه وړه پلاستیکي کڅوړه کې هوار کړل او وړکی فیوز یې ورپورې وتاړه. کڅوړه یې د موبایل تر کوور لاندې سرېښ کړ.

سبا مازیګر شېرک د قلعه فتح الله په کوڅو کې ګرځېده. شامل په هغه کوڅه کې موټر ودراوه چې شېرک یې له بل سر څخه را روان و.

شامل سیم کارت په موبایل کې واچاوه. له موټره کښته شو. موبایل یې په غوږ پورې ونیو او د سړک په غاړه سوکه سوکه روان شو. په لوړ غږ یې داسې خبرې کولې چې ته وا په موبایل له چا سره خبرې کوي. چا له شا څخه دیکه ورکړه. شېرک موبایل ورنه وتښاوه. موټرسیکل تېزه منډه واخیسته. شامل بل موبایل له جېبه را وایست. نوې شمېرې ته یې زنګ وواهه. ګړز شو. لمبه او دوړه پورته شوه.

شامل موټر چالان کړ. شېرک او انډېوال یې د کوڅې په آخر کې د موټرسیکل نه لږ لرې په وینو لت پت پراته وو. د شېرک کولمې راوتلې وې، ښی لاس او ښۍ پښه یې د یوه کور له دېوال سره لوېدلي وو. شامل په بېړه لنډه ویډیو ورنه وکړه او موټر یې چټک روان کړ.

کور ته چې ورسېد، عادل ورته کړه: لږ د باندې نه ګرځو؟

  • لالا! زه ستړی یم. آرام کوم.

عادل ورته سترګه ووهله، ویې ویل: زر بېرته راځو. بیا به آرام وکې.

شامل لا هم د کور له وره سره ولاړ و.

عادل پر اوږه وټپاوه: هله نو، بوټونه دې په پښو که.

په لاره کې یې وویل: یوه خبره مې درته کوله. هغه کوستېزن ته مې پلان جوړ کړی. که خدای کول نیست به یې کړم. خو که یې د تګ راتګ ځایونه او دقیق وخت رامعلوم شي. هغه د تا ملګری خو په هک کولو کې تکړه و. دا کار به را ته ونه کي؟

شامل وویل: لالا! پلان خو دې راته ووایه.

  • ګوره، خبره دې تا سره وي. هغه فضل رحمان دې په یاد دی؟ په تخصص کې چې راسره یو ځای و.
  • هو، هغه وردګ یادوې؟
  • هماغه یادوم. هغه خو اوس په وردګو کې کلینیک لري. د طالبانو زخمیان ټول دی عملیاتوي. ما ورته د دې کوستېزن کیسه وکړه. ورته مې وویل چې دولتي قاضیان او څارنوالان خو ټول غله دي. زما د ورور قاتل یې خوشی کړی. ورته مې وویل چې ته د طالبانو قاضي ته دا خبره وکه.
  • ښه! نو بیا.
  • بیا هغه را ته وویل چې ته یې د ګرځېدا راګرځېدا دقیق ځای او وخت رامعلوم که. موږ به یې چاره ور وکو. پوهېږې! د دوی قاضیان دستي فیصله کوي او مجرم ترې کونه نه شي خوځولی. یو همکار مې کیسه کوله. ویل یې په چارآسیاب کې یوه قومندان د چا ځمکه غصب کړې وه. وايي هغه غریب پوره پنځه کاله په محکمو ګرځېده، قاضیانو ورنه شل لکه افغانۍ رشوت هم واخیست خو ځمکه یې ور ونه ګرځوله. یوې محکمې به د ده په ګټه فیصله وکړه، بلې د قومندان په ګټه. وايي بیا د لوګر په څرخ کې د طالبانو محکمې ته ورغلی و. هغه قومندان چې و، دلته په کابل کې و. همدلته یې ورپسې جلب رالېږلی و چې په دغه ورځ دغه ساعت به څرخ ته راځې، که رانغلې ګیله به دې د ځانه وي. سړی چې هلته ورغلی و، اقرار یې پې کړی و چې ځمکه د هغه بل سړي ده. بیا طالبانو ښه ډبولی و. وايي قومندان بیا پخپله دلته محکمې ته تللی و چې دا سړی رښیتا وايي، ځمکه د ده. همکار مې وايي د ځمکې څښتن اوس لګیا دی هلته د مڼو نیالګي ږدي. لوی باغ یې جوړ کړی. نو د طالبانو د محکمو دغسې فیصلې دي. دغه کوستیزن شیرک چې په دوی قصاص نه کم، په بل رقم نه کېږي.

شامل ودرېد. ویې ویل: لالا! د ما و تا دواړو نیت لکه چې یو و.

  • څنګه؟

شامل زنه ټینګه ټینګه وسولوله. ویې ویل: حیران وم چې درته ویې وایم که نه خو اوس یې درته وایم. ما یې کار وکړ.

غږ یې رپېده.

عادل وویل: دا څه وایې؟ څنګه؟

هغه یې تر څنګل ونیو. ویې ویل: ته راشه چې دلته کېنو.

د سړک د غاړې تمځای کې پر څوکۍ کېناستل.

شامل جېب ته لاس کړ. موبایل یې را وایست. ویډیو یې پلې کړه او موبایل یې عادل ته ونیو.

عادل وویل: دا نو څنګه؟ تا دا کار وکه؟

شامل سر وخوځاوه. بدن یې رېږدېده. ان د مخ عضلات یې رپېدل.

عادل ورجوخت شو. لاس یې له اوږې نه چاپېر کړ.

شامل وویل: زه هم قاتل شوم. لالا! قاتل رانه جوړ شو قاتل. قتل مې وکه.

عادل نور هم ځان ته ورجوخت کړ. ویې ویل: نه، نه. قاتل نه یې. تا د خدای حکم عملي کړ. هغه کار چې چارواکو باید کړی وای، تا وکړ. قانون او شریعت د هغه د وژلو حکم کړی و.

شامل په ټیټ غږ وویل: خو یو بل نفر هم ورسره و.

  • نو څه؟ هغه کوم سپین چرګ و؟ خو هغم د ده غوندې غل و. خدای خبر چې څو کسان یې وژلي دي. دا مورده‌ګوان خو د چا په وژلو هم صرفه نه کيي. د کامل غوندې به خدای زده څومره نور ځوانان یې وژلي وي.

شامل په ښي لاس پر خپلې چپې اوږې د عادل ایښی لاس وټپاوه.

عادل ویډیو یو ځل بیا وکتله، ویې ویل: وایم نر کار دې کړی. دولت چې قانون نه عملي کوي، مجبور چې خپل غچ پخپله واخلو. دا را ته ووایه چې څه دې پرې وکړل؟

شامل وویل: په موبایل کې مې ورته بم ایښی و.

  • په موبایل کې؟
  • هو. موبایل یې چې رانه وواهه، ټنګ یې وواهه.

۱۶

درې میاشتې تېرې وې.

ډېرو کسانو په خپلو فیسبوکونو کې دغه خبر شریک کړی و:

که له دغه شمېرې زنګ درغی

مه یې اوکې کوئ.

+1…………

موبایل مو انفجار کوي.

د پوسټ لاندې کمنټونو کې چا لیکلي وو: «د شمېرې خبره نه ده، د مسعتملو موبایلونو بټرۍ انفجار کوي. زموږ په کوڅه کې یې یو ځوان هلک وژلی.»

بل پوسټ کړی و چې: «پر موټرسیکل چې ګرځئ، موبایل کې خبرې مه کوئ. ټانکۍ چوي او اور اخلي!»

شامل کمپیوټر بند کړ. موبایل ته یې زنګ راغی. هکر ملګري یې وویل: د خلکو احمقانه پوسټونه لولې؟

  • همدا اوس مې کمپیوټر بند کړ. سخته خندا مې ورته راغله.
  • پوهېږې! پرون موبایل فروشیو ته ولاړم، هېچا مستعمل موبایل نه اخیست.
  • زنده باد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب