پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههرات کې د دفاع وزارت ۵ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي

هرات کې د دفاع وزارت ۵ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د طالبانو دفاع وزارت تاييد کړه، چې نن د دغه وزارت پر اړوندو روغتيايي کارکوونکو د چاودنې له کبله په هرات کې پینځه تنه دغه روغتیا پالان وژل شوي

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې وژل شوي روغتيايي کارکوونکي د ‌دوی‌ د الفاروق قول اردو اړوند ول.

سرچېنې په چاودنه کې د یو شمېر نورو روغتيايي کارکوونکو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی.

د یادې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د پېښې عاملين به په جديت سره وځپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...