چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+هند او جنوبي افریقا ګټونکي شول. د پاکستان او زیمبابوې سیالي روانه...

هند او جنوبي افریقا ګټونکي شول. د پاکستان او زیمبابوې سیالي روانه ده

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اوره جام د دوهم ګروپ په سیالیو کې جنوبي افریقا بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او هند بیا له هالنډ څخه وګټله.

د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۱۶ اور کې، چې ۱۰۱ منډې یې کړې وې، وسوځېدل. جنوبي افریقا په ډېره اسانه دا هدف پوره کړ او مسابقه یې په ۱۰۴ منډو وګټله.

هند بیا د هالنډ د ۱۲۴ منډو هدف د دوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته پوره کړ او مسابقه یې په ۵۶ منډو وګټله.

د دوهم ګروپ بله مسابقه د زیمبابوې او پاکستان ترمنځ ده. پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. د زیمبابوې لوباړو په لومړي اور کې ۱۴ منډې وکړې. دا شېبه لوبه روانه ده.

د لومړي ګروپ دوهمه مسابقه د افغانستان او انګلیستان ترمنځ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب