یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پښتنې پېغلې د لاس هنر نړیواله جایزه وګټله

د پښتنې پېغلې د لاس هنر نړیواله جایزه وګټله

خبریال: راحت زیارمل

تاند (پنجشنبه، ١٤٠١ د عقرب ٥مه) د کوزې پښتونخوا د ملکنډ سیمې د پښتنې پېغلې او تکړه انځورګرې الماس خانم د خامکدوزۍ دا انځور چې مذهبي زغم نومېږي د انځورګرۍ په یوه نړیواله سیالۍ لومړی مقام خپل کړی.

د دغه سیالۍ د لومړي مقام جایزه او ایوارډ به د بریتانیا د پارلمان په ودانۍ کې نن د لندن په وخت ماښام ٧ بجې د ملالۍ یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي ته د الماس خانم په استازولۍ ورکړل شي.

الماس به په نوموړي غونډه کې د برتانیې پارلمان او د ښکلو هنرونو مینه والو ته په انلاین توګه وینا وکړي.

الماس خانم د ولسمشر غني، ډاکټر نجیب الله او غازي امان الله خان په ګډون د پښتون افغان وطن د نومیالیو انځورونه په ځانګړي هنر له تارونو د خامک په شکل انځور کړي او نندارې ته وړاندې کړي دي.

الماس خانم د ملکنډ د درګۍ سیمې په یوه هنرپاله کورنۍ کې پیدا شوې، چې سږکال له ښوونځي فارغه او د ښکلو هنرونو په برخه کې د لوړو زده کړو په تکل کې ده.

3 COMMENTS

  1. دوی یې ولاکه یو هم دسړي زوی وی چې غني لا پوک خائن دروغجن ته بابا وایې ! په غني د نالت شي ازغن تار دیوال ته یې کتل پښتانه یې سره بیل کړل !

  2. لوپريه،
    که امان الله خان او اشرف غني د سري زامن نه دي. نو لوپریه ته دې هم خپل نوم او هم خپل د پلار نوم په دې لست کې اضافه کړه. ځکه چې نه ستا نوم د سړي د زوی دئ او نه ستا لیکنه. ته چې غازي امان الله خان ته کنځلې کوې نو ضرور د هیرا مڼدیي له محصولاتو څخه یې. که د سړي زوی یې همدومره دې بس ده.

    له تاند څخه هیله لرم چې دداسې سپیانو نظریات چې د افغان شخصیتونو لوپريه،
    که امان الله خان او اشرف غني د سري زامن نه دي. نو لوپریه ته دې هم خپل نوم او هم خپل د پلار نوم په دې لست کې اضافه کړه. ځکه چې نه ستا نوم د سړي د زوی دئ او نه ستا لیکنه. ته چې غازي امان الله خان ته کنځلې کوې نو ضرور د هیرا مڼدیي له محصولاتو څخه یې. ستا لنډې لیکنې ټول له مبتذلو او سپکو نظریاتو ډکې وي. که د سړي زوی یې همدومره دې بس ده.
    له تاند څخه هیله کوم چې دداسې سپیانو نظریات چې افغان شخصیتونو ته سپکاوی کوي نشر نه کړي. مننه

  3. الماس خانم خوره کۍ ته دزړه له تله مبارکی وایو چی په نړیواله کچه يی د خپلی کورنۍ او خپل ولس نوم ته ویاړ بخلی دی. خدایج دی ورته نوری بریاوی هم ورپه برخه کړی. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب