چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+دیجیتلي اوزار- گټې او ستونرې

دیجیتلي اوزار- گټې او ستونرې

لیکوال: پاتریک وینسنټ

ژباړن: عبدالعزیز نایبي

د انترنیت په عامېدو، نړۍ له هر پلوه بدله شوه. انترنیت او دیجیتلي اوزارو، وروسته پاتې هیوادونو کې د خلکو د معلوماتو او تجربو په لوړاوي کې بې ساري مرسته کړې. د تکنالوژي د ودې له برکته موږ خپله نړۍ او چاپیریال تر پخوا ښه وپیژنده. تخنیک بد نه دی! موږ ترې منندوی یو چې په وسیله یې د مځکې د کُرې د هرې څنډې له وگړو سره اړیکې نیولی شو؛ د یوې تڼۍ په کیکاږلو کولی شو خپل لیدلوری له میلیونونو انسانان سره شریک کړو.

هغه څه چې پخوا یې ساعتونه، ورځې او هان میاشتې وخت نیوه، اوس په څو شېبو کې ترسره کیږي. موږ خپل ټول بانکي کارونه که په ښاري بس کې سپاره یو یا په کټ کې غځیدلي، د تلیفون د څو تڼیو په کیکاږلو په چټکۍ ترسره کولی شو. له ناوړه پیښو د انسان د ژغورنې هڅې گړندۍ شوي دي؛ د گرځنده تلیفونونو په وسیله د پولیس او امبولانس خبرول ساده دی.

نن سبا  گرځنده تلیفون د انسان د ژوند مهمه برخه گرځېدلې، د ټولنې د وگړو ترمنځ یې د اړیکو ډول بدل کړی ده. دا که له یوه پلوه ښه ده، خو له بل پلوه زیانونه هم لري مثلا: ملگري زیات نه گورو، که د کورنۍ له غړو یا دوستانو سره یوځای شو، حواس مو بل ځای وي.

مُنتقدین موبایل تلیفون ته د سگرټ او نصوارو نوی قُطی وايي، چې هر وخت مو جېب کې وي او په وار، وار ېې را باسو او بیرته ږدو. د احصایو له مخې ورځ تر بلې د هغو خلکو شمیر په زیاتیدو ده چې گمان کوي بې تلیفونه ورته ژوند گران دی. په دیجیتلي اوزارو روږدیدل هغې کچې ته رسیدلی چې گڼې کورنۍ ېې سره پاشلي دي او ملگرې د یو بل له ملگرتیا لاس په سر شویدي. یو شمیر نورو بیا خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، ښونځیو کې د زده کونکو غیرحاضریانې زیاتې شويدي، د روغتیایی ستونزو سبب هم گرځیدلي. په دیجیتلي اوزارو د روږدوالي څو نښې:

– کار ته ناوخته تگ، د ژمنو ماتول، ښونځي ته د نه تلو پلمې،

– ځان خطر سره مخ کول لکه: د موټرچلونې یا پلي تگ پرمهال تلیفون سره بوختوالی،

– د کورنۍ له نورو غړو سره ناندرۍ او جگړې، ژر په قهریدل،

– د سپورت نه کول، د ملگرو نه لیدل، له ټولنیزو اړیکو او فعالیتونو څخه ډډه، په کاله کې ځان گوښې کول،

– د روغتیايي ستونزو پیدا کیدل لکه: سرخوږی، بیخوبي – د غاړې، ملا او ډډې درد – په سختۍ ساه اخیستل، د ډوډۍ بی وخته خوراک او ژر ناروغیدل.

په دیجیتلي اوزارو روږدي کسان عادت لري چې ووايي: سپورت، مطالعې، لیکل، غره ختل او ګڼ شمیر نورو داسې کارونو ته چې لږ تر لږه یې یوځل باید ژوند کې تجربه کړي، وخت نه لري. د لمرخاته او د یو رنګین غروب د لیدو، یا د یو ښه رومانس پرځآی ترجیح ورکوي چې دیجیتالي وسایلو سره ځان بوخت وساتي.

موږ د ماشومانو د اعتراض، غوښتنو او شور نه د خلاصي په موخه هغوي ته هم دیجیتالي وسایل په لاس ورکوو؛ پداسې حال کې چې ماشومان تل غواړي د والدینو پاملرنه، مینه او عاطفه احساس کړي. د دې ټولو بیعه زمونږ سعادت او روغتیا پرې کوي! اوس نو مونږ پورې اړه لري چې خپل الکترونیکي اوزار څنګه کنترول کړو.

منبع:

د کتاب نوم: دیجیتلي مُخدرات (د تخنیکي اوزارو د سمبالولو هنر)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب