ژباړه: حمیدالله حمیدي-
معلومه خبره ده چې د ټولو انسانانو مرګ او ژوند یوازې د خدای پاک په لاس کې دي او په دې هم پوره باور لرو، مخکې له دې چې انسان نړۍ ته راشي د مرګ ورځ، خوراک او څښاک هر څه یې له پیدایښت وړاندې ټاکل شوي وي. هغه عمر چې د خدای پاک له لوري راته ټاکل شوی، یوه ثانیه هم بدلون نه کوي. دلته هغه لارې چارې درښيو چې پر مټ يې تر وخت مخکې زړښت مخه نيول کېدای شي:
په ژوند کې څو کوچني بدلونونه کولای شي ستاسو د عمر د زیاتوالي لامل شي. وروستیو څېړنو ښودلې، ځینې بد عادتونه لکه سګرېټ څکول، ورزش نه کول او په کافي ډول د مېوو او سبزیو نه کارول د دې لامل ګرځي چې مرګ مو ژر مېلمه شي او یا هم په کم عمر کې د زړو کسانو څېره خپله کړی.
خو له نېکه مرغه ځینې واړه کارونه شته چې په ترسره کولو سره یې کولای شی هم ښکلې څېره ولری او هم ځوان پاتې شی:
۱– زیات خوراک مه کوئ
۲– ټلوېزیون ته ډېر مه ګورئ
۳– لمر ته د ډېر وخت لپاره مه کېنئ
۴– له یوازېتوبه ځان وژغورئ
۵– مېوه او سبزي وخورئ
۶– ورزش وکړئ
۷– سګرېټ مه څکوئ