دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد فرصتونو مدیریت | آغاملوک سهار

د فرصتونو مدیریت | آغاملوک سهار

په ۲۰۰۵ ميلادی کال کې MySpace شرکت، چې د فیسبوک په شان ټولینزه شبکه وه، غوښتل چې فېسبوک په ۷۵ میلیون ډالر واخلي، خو د مای سپیس شرکت مشر وویل چې دا لوړ قیمت دی، ترې تیر سو، څو کاله وروسته همدې فېسبوک ماي سپیس شرکت له پښو وغورځاوه، حتا د خلګو له ذهنونو یې لا ویست.

د فوربس مجلې د راپور له مخې اوس د فېسبوک اقتصادي ارزښت ۵۰۰ میلیارده ډالر دی.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د براین اکټن په نوم یو کس له فیسبوک څخه د دندې غوښتنه وکړه، خو فیسبوک یې غوښتنه رد کړه.

اغا ملوک سهار

همدي کس د وټس اپ په نوم شرکت جوړ کړ خو وروسته همدې فېسبوک په ۲۰۱۴ میلادې کال کې وټس اپ په ۱۹ میلیارډ ډالره له براين څخه وپیره.

مارک زوکربرګ د فېسبوک اجرايي رئیس دی مګر کلنی معاش یې یو ډالر دی.

دا درې نمونې مې د دې لپاره ولیکلې چې څنګه فرصتونه مدیریت کړو. لویه تیروتنه دا ده چې په وخت فرصتونه مدیریت نه سي.

 په هر صورت په اوسنۍ نړۍ کې هغه څوک ډیر بریالی دی چې فرصتونه په وخت درک کړي.

په ژوند کې یوازې په مادي اړخ یا په معنوي اړخ یا په یو فرصت یا په یو مهارت یا په یو ځای، کار او یا بیزنس تکیه کول لویه تېروتنه ده، ځکه په دواړو پښو د اوبو اندازه کول معمولاً د ځان ډوبول دي. بهتره ده چې بدیلونه مو هم د کار او ژوند یوه پلان سوې برخه وي.

ډیر وخت ټولو ته منلي معیارونه هم انسان نه اشباع کوي، بهتره ده چې په یو شمېر نویو معیاورنو او کارونو فکر وسي، ممکن د یوه نوي فصل پیل وي او د لوی فرصت رامنځته کول او یا د راتلونکي مدیریت وي.

تر راتلونکو څو لسیزو ممکن تر ۵۰٪ زیاتي داسې دندې رامنځته سي چې اوس یې هیڅ ایډیا لا نسته. د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د ټیسلا او  سپیس ایکس شرکت مشر الان ماسک د ترانسپورت داسې نوي توغندي چې له نیویارک تر توکیو ښار پورې د الوتکي د ۲۶ ساعتونو مزل یې شاوخوا ۲۶ دقیقو ته را لنډ کړ، وازمویه.  تر هغې ورځي هیچا دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ دې د عصرې الوتکو پاڼه هم واوړې.

نو نوښت، نوي فکر، او تازه ايډیاوو ته غیږه پرانستل نه یوازې مهارت او د فرصتونو مدیریت دی، بلکې مجبوریت هم دی ځکه که له نوي ژوند، ټکنالوجۍ او ساینس سره ځان عیار نکړو نو زر ده چې د تاریخ پاڼه یې واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب