د استاد شپون دا لیکنه د ۲۹۱۳ د مارچ په درېمه په تاند کې خپره شوې وه.
هغه ورځ چا چېټ کې لا جوابه کړم. پوښتنه هم خپله ده کړې وه. خو چې ما د خپل نیمګړي تحلیل په اساس ځواب ورکړ، عصباني شو، زه یې په امریکا پالنې ملا مت کړم، بلکه په پېسخند یې راته وویل،«ستا عمر د امریکا په عیش او نوش کې تېر شوی نو ګیله درنه نه ده په کار! د خوارو افغانانو له حاله به څه خبر شې چې د یوې ګولې ډوډۍ د پاره غرب خو څه چې د هندو نه هم سوال ته مجبور شوي دي. ځه ورځه کاکا په خپلو ډالرو کې لامبه.»
دا پاس جمله مې کټ مټ ځکه رانقل کړه چې امانت مې ساتلی وي. عجبه لا دا چې وړمه ورځ مې تاند کې کومه ببولا خپره کړې وه چې دا د افغاني غرور سره نه ښايي چې چارواکی یې امریکا ته زارۍ کوي چې مه ځه، پاتې شه. هلته هم د لیمې په نامه کومې آغلې همدا حکم راباندې کړی و.
خو زما عاجز په نظر دا سپېرې ښکنځلې د موضوع پورې هېڅ تړاو نه لري.البته زه، که نورنه وي، د یوه پخواني ژورنالست په حیث د دغسې حالاتو سره ډېر مخ شوی یم. پېښور کې مې له یوه تنظیمي مشرنه د اسمارو د غرني غونډ قوماندان رووف خان پوښتنه وکړه چې ټوله قوه یې مجاهدینو ته را اړولی وه. تنظیمي مشر د الحمد لله …… نه شروع وکړه نیم ساعت یې په همدې تېر کړ، بیا یې د مجاهدینو د مېړانې داستان راته ووایه، خو تر آخره یې و نه ویل چې دا مهمه پېښه څنګه پیل او ختمه شوه. هلته واشنګټن کې پروګرام روان و، آخر کې یې مکروفون راباندې بند کړ. چې د مشر سره مې مخه ښه کوله پوښتنه یې رانه وکړه چې څنګه وه مرکه؟ ما وویل مولوي صایب، نوره خو بې جوړې وه خو آخري توری درنه پاتې شو. ودې نه ویل چې فانصر نا علی القوم الکا فرین. بله پېښه د مولوی صیب خالص وه چې د مجاهدینو د هیات د مشر په حیٍث د مرستې د جلبولو په مقصد امریکا ته راغلی و، خو چې د جمهوررییس رېګن سره مخ شو نو بیا یې هر څه پرېښودل، رېګن ته یې د مسلمانېدو بلنه ورکړه.
لیمې خور، بلکه ډېرو لوستونکو زما پر لیکنو د مولوی خالص چم کړی دی. په رمازه، په طنز او کله لا هم برالا یې را ته ویلي چې ته امریکایی د افغانستان په حال څه خبر یې؟ ته دې له اوباما نه معاشونه او له تانده حق الزحمې آخله، زموږ د دردېدلي ولس په زخمونو نوره مالګه مه دوړوه.
بدبختي خو همدې ته وايي ! ایله اوس مې د خوشالخان په نا امېندګۍ یو څه سر خلاصیږي چې فرمایلي یې دي:
زه یې چا لره وهم، قدر یې چا زده په اور وسېزه دا تورې قلمونه
البته زه توره باز نه یم ، خو یو مات ګوډ شانته قلم چې چلوم په رښتیا به هغه هم، د پېښوریانو خبره، درمسال ته خټې