پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهشاهین: روسیې سره د اړیکو پراختیا موږ ممکنولای شوو

شاهین: روسیې سره د اړیکو پراختیا موږ ممکنولای شوو

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) په قطر کې د طالبانو د رژیم د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا دوی ممکنولای شي.

هغه پرځیدلی جمهوري نظام تورن کړی، چې پر امریکا د ډېرې تکیې له امله یې روسیې او نورو امریکا ضدو هېوادونو سره اړیکو ته پاملرنه نه کوله.

نوموړي له روسیې څخه غوښتي چې کابل سره د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته پلاوی واستوي او هم د دوی پلاوی مسکو ته ور وغواړي.

سهیل شاهین نه دي ویلي، چې په مشخص ډول به کومو برخو کې روسیې سره د اړیکو پراختیا غواړي.

تر دې مخکې روسیې اعلان کړی و، چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له نوملړه ویستي

دغه هېواد په مسکو کې د روسیې سفارت هم د طالبانو رژیم ته سپارلی او د افغانستان په اړه مختلفو ناستو کې یې د دوی د دریځ دفاع کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...