جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد: امریکا دې افغان بندیان پریږدي چې بندیان یې ور پرېږدو

مجاهد: امریکا دې افغان بندیان پریږدي چې بندیان یې ور پرېږدو

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې امریکا دې په دغه هېواد کې بندي یو شمېر افغان بندیان ور خوشې کړي، چې بدل کې یې دوی هم امریکايي اتباع له بنده ور خوشې کړي.

د هغه په وینا هغوی په دې هکله له امریکايي چارواکو سره په مذاکره کې دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي:«لکه‌څرنګه چې امریکا غواړي خپل وګړي ازاد کړي، باید افغانان هم ازاد کړي. له بده‌مرغه تراوسه هم یو افغان په ګوانټانامو کې دی، په امریکا کې هم ځينې افغانان بدیان دي چې، باید ازاد شي.»

امریکا مخکې ویلي، چې طالبانو سره د یو شمېر بندي امریکایي اتباعو د خوشې کولو په اړه په خبرو بوخت دي.

تر اوسه دقیقه نه ده، چې ټول څومره امریکایي اتباع له طالبانو سره بندیان دي او دوی یې په بدل کې له امریکا څخه د څوک او څومره افغان بندیانو خلاصون یا نورې غوښتنې لري.

طالبانو تر دې مخکې د ایران او پاکستان له زندانونو هم د یو شمېر افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و، خو پرې نیوکې دي چې دا ګامونه یې تر ډېره سمبولیک دي او په دغو او نورو هېوادونو کې د افغانانو د بد وضعیت په اړه مسوولانه دریځ او هڅې نه لري.

2 COMMENTS

  1. افغان حکومت ۔ طالبان ريشتيا هم په صحى معنا غواړى چه خپلو افغانانو سره مرسته وکړى اوډيرى هڅى کوى

  2. په پاکستان او ايران کي هم ډير افغانان بنديان دي د هغو پښتنه مو کړي چي په څه حال کي ژوند تيره وي دامريکا جيل د پاکستان او ايران تر کوره ارزښت لري.
    پاکستان ته ځکه غږ نه کوي چي پاکي حکومت.خپل حکومت بولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب