جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرو د ناکامیدو د لاملونو په اړه د معصوم ستانکزي...

د سولې خبرو د ناکامیدو د لاملونو په اړه د معصوم ستانکزي څرګندونې

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مهم مقام معصوم ستانکزی، چې د دغه نظام په وروستیو کې یې طالبانو سره د جمهوریت د سولې د مذاکراتي پلاوي مشري کوله، په یوه تازه مرکه کې طالبانو سره د سولې خبرو د ناکامیدو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل: د جمهوریت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو خبرې د طالبانو او امریکایانو د سولې تړون څخه وروسته په داسې حال کې پیل شوې، چې په یاد شوي تړون کې امریکا افغان دولت څنډې ته کړی او په استازیتوب یې خپله طالبانو سره هوکړې کړې وې.

د ده په وینا، په دغه تړون کې یو ځای هم د افغانستان واکمن جمهوري دولت نه و یاد شوی، خو په مقابل کې یې په ځلونو له طالبانو څخه د «اسلامي امارت» په نوم له دې ټکي سره یادونه شوې وه، چې امریکا یې په دې نوم په رسمیت نه پېژني.

معصوم ستانکزي زیاته کړه، چې سربېره پر دې بله لویه ننګونه د سولې خبرو پر مهال دا وه چې دوی د جمهوریت د بقا او طالبانو د خپل امارت د راوستو هڅه کوله او په داسې حالت کې طبیعي ده چې یوې پایلې ته رسیدل ستونزمن دي.

دغه افغان سیاستوال چې په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د ګڼو وزارتونو او ادارو حاکم پاتې شوی، پر امریکا سربېره سیمه کې د طالبانو ملاتړي هېوادونه، طالبان او خپله افغان جمهوري نظام د سولې خبرو د ناکامۍ څلور ملامت لوري یاد کړل.

د ده په وینا، له دې سره هم ولسمشر غني طالبانو سره ګډ حکومت جوړولو ته چمتو و، خو طالبانو دې کار او له ولسمشر غني پرته نورو افغانانو سره هم ګډ حکومت جوړولو ته لېوالتیا نه لرله.

ستانکزي په دې مرکه کې د طالبانو پر رژیم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې استبداد او بندیزونه یې نه له اسلام، نه افغان ارزښتونو او نه انساني منطق سره برابر دي.

د ده په باور، طالبان په دې ډول دوام نه شي کولای او ښه ده چې افغانان د یوې ازادې او واقعي لویې جرګې، د دوحې د بین الافغاني خبرو د وړاندیز شوي بهیر یا د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د کوم بل عملي پروګرام له لارې خپل برخلیک ټاکلو ته پریږدي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو دا خبره چې پخواني چارواکي واک کې نه شریکوي، سمه ده خو په دې شرط چې دوی هم د مخکینیو او ناکامو چارواکو په توګه له قدرت غوښتنې لاس په سر او پریږدي چې نور افغانان لاس په کار او هېواد له اوسني بحرانه وباسي.

نوموړي په دې اړه چې د جمهوریت د مرکچي پلاوي د مشر په توګه له افغانانو د سولې خبرو د ناکامۍ بښنه غواړي کنه، وویل بښنه غوښتو کې شرم نشته، دی یې هم غواړي، امریکا، پاکستان او طالب مشران او د دوی نور بهرني متحدین یې هم باید وغواړي.

3 COMMENTS

  1. له بده مرغه حیف ددې خاموش او چوپ ولس په برخلیک
    اوس بیا یو شمیر زیات تش په نوم سیاستوال په ټولو چینلو کې ناست دی همدغه دبی کفایته ، اندک پوهه، دهرې کاسې غل ستانکزی په څیر شپه اوورځ بن بست کې لګیادی ټول خاوری بادوی . ټول خپلو شخصی ګونګوسیوًکې لګیا دی یو اوبل ته پاس ورکوی داسې خلک یوه لوری ته هم خیر نشی رسولی.
    سوله او ملت سازی هم ورته حیرانه ده
    ستانکزی او افغانستان زن نه پوهیږم ګې غنی له کوم کتلاک را پیداکړی وه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب