جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د استقلال (آزادي) کُلي ماهیت | پوهاند محمدبشیر دودیال

د استقلال (آزادي) کُلي ماهیت | پوهاند محمدبشیر دودیال

(د خپلواکي د بېرته اخیستو په مناسب)

سره له دې چې اوس دخپلواکي(آزادي) جشن ته لکه د څلوېښت- پنځوس کاله مخکې په شان چمتووالی نه لرو، خو بیا یې هم هرکال دخپل وس په اندازه یادونه کوو. دا هم لویه خبره ده. په دې ورځ د خپلواکي بېرته ترلاسه کول موږ ته د انګلیس د شړلو او کورني او بهرنی سیاست کې خپلواک کېدلو په مفهوم ده. دا سمه ده، خو کافي نه ده، د خپلواکي مفهوم لا څو نور اړخونه هم لري: سیاسی، اقتصادی، فرهنګی …او  نظامی. هر اړخ خپل اهمیت لري، چې دا ټول د استقلال کُلي ماهیت جوړوي. غازي امانالله خان په حقه سره داټول په پام کې لرل.

سیاسی خپلواکي د ملي حاکمیت اِعمالول دي، فرهنګی خپلواکي، دملي معنوی ارزشونو پالل او د ملی معارف، هنرونو، ژبو، افکارو ته د ودې ورکولو دفضا شتوالی دی. نظامی خپلواکې هغه رزمي پوتانسیل خپل اختیار کې لرل دي چې ورباندې ځمکنی تمامیت اود وطن په ټوله فضا تسلط ولرو. دا ټول هغه وضعیت رامنځته کوي چې خپل حاکمیت، ملي ارزشونه، ملی بیرغ، ملی اردو، ملی سرود، ملی پولی واحد (کرنسي) او نور هویتونه ولرو، په داخلی او خارجی چارو او مناسباتو کې مستقل عمل وکولای شو، نړۍ سره تعاملاتو کې خپل وس ولرو او په خپله خوښه او ګټه ورسره په خبرو کې کینو. د هیواد وګړی مشروع فردی ازادی، د بیان حق، په عدل، امنیت اومساواتو کې د اوسیدو او نور حقونه ولري. په ۱۹۱۹م. کال دا ټول په پام کې نیول شوي وو. په همدې کال مو نړۍ سره ځان سیال وګنلی شو، اساسي قانون (چې هغه وخت نظامنانه وبلل شوه)، جوړه او هیوادوالو خپل ډېر حقونه وپېژندل او ترلاسه یې کړل. لوستونکي به دپورته ټکیو په تحلیل قضاوت وکړي چې آیا اوس خپلواک یاستو؟

دلته په ۱۹۱۹م. کال را پیل شوي هغه اقتصادی تدابیر وګورو چې د آزادی او استقلال د نورو ځانګړنو د تحقق لپاره په پام کې وو:

نه هیروو چې د پورته ټولواړخونو د بشپړتیا لپاره مادي او مالی ملاتړ او زیربنا مهم شرط دی. پرته له اقتصادی توانمندۍ د استقلال تعریف نیمګړی دی. په همدې خاطر پاچاامان الله دخپلو مترقی پلانونو ترڅنګ؛ د خلکو فردي آزادي اوشخصیتی غرور او دسترخان هېر نه کړ. د اقتصادی ترقی، مادي زیربنا، ټولنیزې پرمختیا او ودې لپاره یې کار پیل کړ. د ملت د اکثریت بزګرانو، شپنو او پیشه ورانو په وړاندې یی پخواني درانه بارونه سپک کړل، دوی ته یې حیثیت ورکړ. جنسی جبري ستونزمن مالیات، د آذوقې خریداری، د غلې حواله کول اجباری اذوقه رسول، ډیرو زیاتو پړاوونو ته د دولتی مالیاتو د راټولولو اجاره داری، د مالیه ورکوونکی او مالیه اخیستونکی ترمنځ د فیوډال او ملکانو واسطه، د قریه داری زوړتشکیل، د ناشمیرل شویو څارویو د مالیاتو اخیستل، اجباری کار او بیګار، له پېشه ورو او صنعتکارو څخه د بازار بیلابیل ټکسونه، مریی (غلام لرل) او نور یی ټول منع کړل. د ځمکی مالیات په نغدی بڼه واړول شول او ټول مالیه ورکوونکي په سیده توګه پرته د ملک او خان له مداخلی  او ناجایزې استفادې څخه، د دولت له مالی دفترونو سره وتړل شول. دولت خپل ټول ضرورتونه په نغدو پیسو، په شفاف ډول  او په خپل زړه له داخلي تولید پیرودل. د څاروي روزلولپاره یو جلا قانون چې (قانون مواشی) نومېد، جوړ شو. د لومړی ځل لپاره د رسمی ارقامو عصری ثبت او د احصائیې سیتسم مروج شو. په کابل کې د مالیې د اداراتو د چارو د تنظیم په خاطر د (اصول دفتر) ښوونځی پرانیستل شو چی فارغان یې د هیواد د مالیی ادارو کی ګومارل کېدل، ترڅوعامه مالی چارې په ښه او شفاف ډول مدیرت کړي. زړې حسابی چارې په نوي عصر سیستم واړول شوې چی ښاري بڼه یې غوره کړه. غازي امان الله خان په دې باندې ښه پوهید، چې دافغانستان مهم تولیدات او پیداوارکرنیزمحصولات دي. یعنې مالداري او کرنه ترهغه وخت پورې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري، تر څو چې نوي صنایع په پښو ودریږي، نو له همدې امله د کرنی مامورینو او د مالیاتو د تحصیل لپاره په ۱۹۲۳م. کې یو شمېر قوانین جوړشول. له ترکیې څخه یو تن محاسب (علی افندی) راوغوښتل شو او افغان ځوانانو ته یی مالی او حسابی چارې ورزده کړې. د مسلکی، ماهرو او ورزیده  حکامو د روزنې په خاطرپه مرکزکې د حکامو ښوونځی جوړ او فارغان یی سیمه ییزو ادارو کې مقررېدل، د حکامو او مامورینو د دندو قانون جوړ اود ادارې د تنظیم چارې یې په ۱۹۲۲ کال کې سمبالی کړې. دا دهیواد اداري سیستم کې یوعصری- اصلاحي قدم و، چې د استقلال کُلي مفهوم یې بشپړاو. د (تشویق صنایع) په نوم قانون پاس شو چی د تشویقی مالیاتو د ریفورم له طریقه یې د صنایعو وده هڅوله. د تولیداتو د هڅونې په خاطر یې تقاوي وضع اود خصوصی ملکیتونو د پیاوړي کېدو انګیزه یې تقویه کړه، موقوفه اراضي له منځه ولاړل. سوداګري پراخه شوه، بې شمېره- بې ضرورته ګمرکونه راکم کړل شول. د دغو ټولو ریفورمونو په پایله کې د پانګونې  اندازه زیاته شوه، د داخلی تولیداتو په برخه کې  پرمختګ ګړندی شو او د سوداګریزو معاملاتو لپاره شرعی محکمې جوړې شوې او یو شمېر تجارتی شرکتونه لکه تنویرات شرکت، موټورزشرکت، درمل، رفقای افغان، اتحاد افغان، قمر، ضیا او جرمنی شرکتونه اوګاونډیو هیوادو سره تجارتخانې،ګمرکی تعاملات،سوداګریز قراردادونه او نور جوړ شول. د بهرنۍ سوداګري د ښه تنظیم په خاطر د افغانستان سوداګریز استازی قونسل او وکیل التجاره په ګاونډیو هیوادو کی وګومارل شول او سوداګریزی چارې یې اسانه کړې. ملی تجارتی موسسات لکه امانیه شرکت او ثمر شرکت او نور جوړ شول. په ډیر ښه او سنجول شوي ډول سره د خصوصی او دولتی (عامه) سکتور ستراتیژي طرح شوه. دغې ستراتیژی د پانګونې لپاره ډیره مساعده زمینه  برابره کړه. په آزاده اراده پانګونه په اقتصاد کې یو اساسی بحث دی. له دې امله چې تر دې مهال پورې په افغانستان کې د اروپا پانګه نه وه راغلې، نو ورو ورو له افغانستان سره د اروپا سوداګری مخ په زیاتوالي  شوه. دغې ډول سوداګري په پیل کې اقتصاد سره فوري کمک نه کاو (دموقت رکود سبب کېده)، خو وروسته یې ډیر ښه نتایج لرل. دغه ډول د رکود لنډه مرحله هر هېواد تېره کړې ده.

له دې امله چې تر دې مهاله مو فابریکی، باتجربه او  پاخه کارګر او د وسپنی پټلۍ نه لرل، نو ځکه امانیه دولت په دی لټه کې شو چی افغانستان ته فابریکې او د وسپنې پټلۍ راولي. پاچا د ۱۳۰۷ ل. کال په لویه جرګه کې دا خبره توضیح کړله چې دولت د الوتکو د ترمیم د یوې فابریکې په لټه کې دی او له موجوده فابریکې پرته به یوه بله نوې فابریکه هم د سپینو باروتو د تولید لپاره جوړه شي. کاسب، متخصص او مسلکی ته یې د قدر په سترګه کتل، مثلاً یود باروتو جوړوونکی اینجنیر په ۱۹۲۱ م. کال ومړ، پاچا په خپله د هغه په جنازه کی ګډون وکړ. دولت له دوو فرانسوی او جرمنی شرکتونو سره قرارداد لاسلیک کړ چې په لسو کلونو کې د وسپنې پټلۍ له جنوب څخه تر شمال پورې وغځوي. د دغه کار د سروی لپاره څلور تنه فرانسویان کابل ته راوبلل شول او بیا کندهار ته ولاړل، تر څو د وسپنې د پټلۍ دپروژې لپاره کار پیل کړي.

همدارنګه د تیلیفون او تلګراف چې معاصرو مناقلاتو ته یو ضروری جز و، د لینونو د غځولو چارې یې له مرکز څخه تر ولایتونو پورې پیل شوې. په پغمان، جلال اباد او کندهارکی د بریښنا په ستیشنونو باندې کار پیل شو. د څرمن جوړولو، باروت جوړولو، سمنټو او ګوګړ جوړولو فابریکو ته بریښنا ورسول شوه. د موټرودترمیم، د پرزو جوړولو، صابون جوړولو، عطر، تار جوړولو او رخت اوبدلو، ترکاڼي او یخ جوړولو فابریکې او د پومبې د غوړ ایستلو ماشینونه په کندهار، مزار او هرات کی جوړ او ودرول شول. د اقتصادی استقلال د تامین په خاطر د لاندنیو فابریکو جوړول هم په پام کې ونیول شول: قندسازی،  نساجی، د نخی او جیم ټوکرانو جوړولو فابریکه، د تڼی جوړولو فابریکه، د میوی ساتنی فابریکه، د کوچ او پوڅی جوړولو فابریکه (د لبیناتو د پروسس دستګاه)، د تېل خاک فابریکه او د کابل- مزار- شوروی اتحاد او ایران او ترکیې تر منځ د هوایي ډاک د چارو پیل کول، د غزنی د سراج او بند غازی د اوبو بندونه جوړ شول، د څمکنیو د اوبو بند تړل او د نهر رزاق بشپړول او ډېر نور چې تفصیل او لست یې دلته امکان نه لري. اماني دولت د جرمنی له هیواد څخه د کاملة الوداد تجارتی معاملو حق او د پولند له هیواد څخه یې د ترانزیت حق ترلاسه کړ او له مسکو او برلین سره یې د سوداګریزو قراردادونو په هکله خبرې وکړې. دا ټول د افغانستان د معاصرو دیپلوماتیکو روابطو بنسټ وګرځېد چې ترنن ورځې پورې بیساري دي. د یو شمیر نورو قراردادونو د ترسره کولو لکه: د بدخشان د لاجبرو، د هرات د تیلو او د وسپنې ویلې کولو، د وسپنې د کانونو، د ډبرو د سکرو، ګوګړو (سلفرو)، سرپو، شوکاڼی، مرمر، سپینی خاورې او نورو جامده معدنی توکو داستخراج او بهر برداری د چارو په خاطر یی پروګرامونه تر کار لاندې ونیول او د پکتیا،  اسمار او نورو ځنګلونو د تنظیم او ادارې لپاره یې پروګرامونه پیل کړل. امانیه دولت د هیواد دطبیعی منابعو د مدیریت بنسټ په علمی او پوخ ډول کیښود، همدارنګه د آسونو د نسلونو د زیاتوالی، د قره قل پسونو د نسل د عمومیت موندلو او د ورېښمو د چینجو د روزنی لپاره پلانونونه جوړ شول. د معاصر اقتصاد او د کرنیزو تدابیرو ترڅنګ د کرنیزتروج د خدماتو بنسټ هم همدا وحت کیښودل شو. په کابل کی د ملی صنایعو نندارتون جوړ شو، د داخلی  تولیداتو د تشویق په خاطر د دولت مامورینو ته له وطني رخت څخه د جامو استعمال جبری شو. په دې توګه که چیرې موږ غواړو چې د افغانستان د اقتصادي استقلال اړخ روښانه کړو، تر ټولو  تاریخی دورو څخه د امانیه دوره یې ښه بیلګه ده. د دغو ریفورمونو په پایله کې د دولت عواید له پخوا څخه زیات او دوه برابره شول او په کال کی له ۸۰ میلیونو روپیو څخه ۱۸۰ میلیونو ته ورسېدل. دا مثالونه یواځې د اقتصادی استقلال او په خپلو پښو د درېدلو و، که ورسره فرهنکی، نظامی، اداری، سیاسی، …وشمیرو، بحث ډېر طولاني کیږي، خو باید ووایو چې: اقتصادی خپلواکي د خپل هیواد له ملی شتمنی او سرچینو څخه د ولس د رفاه او احتیاجګي څخه دوتلو په خاطر د ګټې اخیستنی اراده او توان دی.

دغه وروستی جمله ډېر ژور مفهوم لري. دا اراده او توان د خپلواکی د نورو ډولونو په موجودیت او تحقق کې ممکن کیدای شی، بالمقابل دا توان د خپلواکي د نورو ډولونو تضمین کوي.

لنډه دا چې ځوانان مو باید داستقلال په کُلي مفهوم پوه شي، خپلواکي یواځې د انګریز د قواوو شړل نه و، بلکې دا لازیات پراخ او هراړخیز مفهوم دی، چې موږ یې د اقتصاد د اړخ ځینې مثالونه وویل. ایکاش دوام او استحکام یې موندلای وای اوس به ریښتیا هم خپلواک او مستقل وو.

4 COMMENTS

  1. سلام
    پوهاند صاحب پس له ډیره وخته ستاسې ښایسته لیکنه دخپلواکی په مفاهیمو کې وینم هو ! خپلواکی ډیر خجسته کلیمه ده چې ستا تعریف کې ښایسته بریښی نو زه کوم ځنګړې یادونه نلرم خوښ شو م چې بیاراڅرګند شوې جوړ اوسې

    • ځواب مو رانه کړ چې ستاسو کومه تبصره لیرې شوې ده. یو تغییر راغلی چې د پخوا په شان د هیچا تبصره اتومات نه خپریږي. له دې کبله ممکن ستاسو تبصرې ځینې وخت په ځنډ خپرې شي
      تاند

  2. په خواشینۍ سره تور استعمار زمونږ ټول کانونه ، خصوصا کرومایت ، تلک ، د ډبرو سکاره ، تقریبا مفت وړي .
    زمونږ تازه مېوې د تور استعمار په ګمرکونو او بندرونو کې خوسا کیږي .
    نژدې 6 میلیونه افغانان هغوی ته مفت کار کوي او له ملګرو ملتونو او نړیوالو نه هم د کډوالو د ساتلو په نوم هرکال په میلیونونو دالر تر لاسه کوي .
    اساسي قانون ، ملي بیرغ ، ملي سرود نشته خو ځان ته خپلواک وایو .
    د خویندوپرمخ د ښوونځیو ټولې دروازې وتړل شوې .
    ملي ارزښتونو ته د مشرانو او کشرانو په شمول د ټولو واکمنانو له خوا توهین کیږي . د افغان ځوانانو ملي غرور په بېرحمانه ډول سره ځپل کیږي او تېښتې ته اړ کیږي .
    ځوانان چې زمونږ ملي سرمایه ، اقتصادي نیرو او ملي کدرونه دي ، له دندو ګوښه کیږي او خارج ته د تېښتې او کډوالۍ کولو ته اړ کیږي .
    تجربه لرونکي نظامي افسران له دندو ګوښه او په ډېر زحمت او خوارۍ سره یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کوي او هره ورځ په ډېر مرموز او بېرحمانه ډول سره په شهادت رسیږي .
    دا شوه د دوی واکمني او خپلواکي ؟

  3. خلق الانسان عچل
    ما پوهاند صاحب ته پیغام لاره خوګورم دنه خپرېدو مسیچ مې دستانکزی په هکله لیکنه کې دی .
    ځیر دا سې کله راځی ما به بیړه کړی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب