عبدالوحید وحيد
په ننني عصر کې خپلواکي يوازې په هېواد کې د پرديو جنګي ځواکونو د نشتون له امله نه رامنځته کيږي، بلکې اوس خپلواکي څو اړخیزه مفهوم لري چې د سیاسي او اقتصادي بعدونو په ګډون ګڼ شمېر اړخونه لري. څومره چې د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې پرمختګونه رامنځته کيږي، ټولنې وده کوي او له نویو ننګونو سره مخ کیږي، د خپلواکۍ معنی هم معاصرو واقعیتونو او ننګونو ته د غبرګون ښودلو په موخه انعطاف ښئي، نوي شاخصونه رامنځته کوي خپلواکي ته تازه پولې ټاکل کېږي او په مسلسل ډول د سمون او بدلون پړاوونه شاته پريږدي
اقتصادي تکيه، سیاسي نيمګړتياوې جنګي اړتیاوې او په ټوليز ډول احتياج د هېوادونو د غلامي تر ټولو ستر عوامل دي. څومره چې په يادو برخو کې د هېوادونو د اړتیا کچه لوړه وي، په همهغه کچه يې د خپلواکي ګراف ښکته کيږي. په اقتصادي سياسي او دفاعي برخو کې زموږ د اړتیاو کچه خورا لوړه ده او همدغه لوړوالى مو د خپلواکي کچه ښکته کوي. د خپلواکي لپاره د معاصرو شاخصونو په چوکاټ کې موږ پرون هم غلام ولس وو نن هم يو او که همدغه شان د يو او بل په ختمولو او د له نړئ د مرستو په راټولولو پسې پسې لالهانده ګرزو، نو سبا به هم غلامان پاتې يو.
د ژوند په هره برخه کې نيمګړتياوې، د ولس اوسنى بد اقتصادي حالت د پرونيو او نننيو غلطو سياستونو پايله دى او ترشا يې پراته لاملونه په هيڅ ډول د توجيه وړتیا نلري، علمي کادرونه او په لوړو زده کړو سمبال ځوانان د ناهيلي توب له امله له هېواد څخه تېښتې ته مجبور شوي دي او د افغاني غرور کچه مو هغه مهال درته معلوميږي چې د بهرنیو هیوادونو په پولو او هوايي ډګرونو کې د اميګريشن له مسئولینو سره مخ شئ.
په تېرو پنځو لسيزو کې د هر حاکم ګوند د خپلواکي د کچې لوړولو پرځاى ټول تمرکز د خپلو نيمګړتياو د سمولو پرځاى تېر حکومت ته د پړې ګوته په نيولو، د خپلو سياسي مخالفينو په شړلو او ځورولو، د تير نظام لخوا د رامنځته شويو بنسټونو او ادارو په نړولو، په ملي شتمنيو باندي د خپلو انډيوالانو د نازولو او څوربولو باندې راڅرخېده. تر هر څه مهم دا چې حکومتي اړخ خپل واک ته د دوام ورکولو لپاره هره لاره وازمويله او مخالف لوري واک ته د ځان رسولو لپاره هره پردۍ دروازه وټکوله.
که د احساساتو له خيالي دلدل څخه راښکته شو، عيني واقعيتونو ته ځير شو او په افغانستان کې د نظامونو د سقوط پايلې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په اډانه کې نه، بلکې د هېواد او ملي ګټو په چوکاټ کې وارزوو ، نو پوهيږو چې له ولسمشر داودخان څخه نيولې تر طالبانو پورې زموږ په هېواد کې د نظامونو د اصلاح او سمون په هڅو باندې د تمرکز پرځاى د نسکوريدو ټول نوښتونه په مشرتابه کې د نيمګړتياو له امله ناکام وو، پايلې يې معکوسې وې هېواد او ولس ته يې زيانونه ورسول. د اړتیاو کچه مو لوړه او د خپلواکي ګراف مو ښکته دى.
د اوسني درى کلن حکومت لخوا په دولتي چارو کې د ولسي مشارکت په اصل باندې د باور د نشتون او ملت يوازې له اوامرو څخه په هر حال کې په اطاعت باندي د مکلف ګڼلو له امله اوس موږ په هغه ستيج کې قرار نه لرو چې له حکومت سره د خپلواکي د منارونو لوړولو په موخه مشورې شريکې کړو. البته ددغه هېواد د وګړو په صفت په هغه کشتۍ کې ناست مسافر يو چې ماڼو يې مسلکي مهارت او اړينه وړتیا نه لري او د توپان څرکونه لګيږي، نو ځکه موږ اوس ورسره مشورې نه بلکې اندېښنې شريکوو او د اندېښنو شريکول مو ثابت او منل شوى حق دى.
د هيلو او تمې په خلاف د مثبتو اړخونو په پرتله يې منفي اړخونه مخ په زياتيدو دي. د ولس په وړاندې د مسئولیت او د ژمنو په تړاو يې د مکلفيت احساس د نشتون له امله له خپل ولس او نړيوالې ټولنې سره د تقابل حالت رامنځته شوى دى. که څه هم ډيرى افغانان زما د نظر مخالفت کوي خو زه د خپل دريز دفاع ته ژمن پاتې کيږم چې افغانانو په سياستوالو باندې باور له لاسه ورکړى دى، اقلاً اوس مهال د امارت بديل نه ويني. د نسکوريدو له بل ناورين څخه د هېواد د ژغورنې په موخه باید ورسره تعامل وکړاى شي او په عين حال کې د سمون لپاره مبارزه يوازنۍ لاره وګڼل شي.
له نيکه مرغه افغانان اوس له جګړو څخه کرکه کوي، د حکومتونو او نظامونو له بيا بيا نسکورېدو څخه ستړي شوي دي. قطعاً نه غواړي د حکومتونو د نسکوريدو په تسلسل کې د يوې بلې غميزې شاهدان واوسي او د سقوطونو يو تازه ناورين وويني. که اوس هم حاکمه ډله فکر کوي چې ولس او نړيواله ټولنه به د مجبوريت له مخې ورسره هر څه ومني، د سمون او بدلون اړتيا نه احساسوي، نو دغه ډول ذهنيت به نه يوازې يو خيال او محال ثابت شي، بلکې روان رکود او بن بست به طبعاً ماتېږي، اوسني حاکمان به د تاريخ له سخت قضاوت سره مخ او د راتلونکو توپانونو د رامنځته کيدو عمده لامل به هم ګڼل کېږي.
د هېواد په هره لوېشت خاوره باندي د اسلامي امارت د تسلط، سرتاسري فزيکي امنیت، مرکزي قيادت، د ځمکنۍ او عنعنوي جګړې لپاره پياوړى عسکري ځواک او په دوهم پوړ قيادت کې د ډېرو پاکو افرادو د شتون په مرسته باید د دريو کلونو له تېرېدو وروسته مو اوس بايد د بشپړې خپلواکي (د ځان بساينې) په لوري ګامونه پورته کړي واى او په ملي کچه مو د اړتیاو ګراف راښکته کړى واى.
په افغانستان کې د ملي ګټو په چوکاټ کې اساسي قانون، په نړيوالو معيارونو برابر اسلامي نظام، منلى حکومتي سيستم رامنځته شوى واى، ولسي مشورتې اداراتو، ازاد قضايي ځواک او د استبداديت د مخنیوي په موخه د دولتي بنسټونو ترمنځ د واکونو او مسئولیت منلو ترمنځ انډول شتون درلوداى. د پرګنو ترمنځ واټنونه او د ډلو ترمنځ د سپيڅلتيا توپيرونه ختم شوي واى، د زده کړو په برخه کې تبعیض د ديني او ساينسي علومو ترمنځ د مور او ميرې چلن له منځه تللى واى، کار اهل ته سپارل شوى او د فساد کچه ښکته شوې واى.
د خپلواکي له منځه وړونکى شاخصونه يعنې اړتياوې نه يوازي کمې او نيمګړتياوې ختمې نه شوې، بلکې په ډېرى مواردو کې له مخکې څخه لا زياتې غوښنې شوې دي. د نيمايي نفوس په وړاندې د علم د زده کړې دروازې بندې پرتې، د رسمیت پېژندلو لپاره هم پرديو ته محتاج يو، ټول حکومت سرپرستان اداره کوي او د بدلون څرک لاهم نه لګيږي او موږ نن پرونۍ خپلواکي لمانځو.