مسعود رښتین
ستړې ورځې وې، يو لوی طوفاني باد را الوتی وو، تورې وريځې د اسمان پر زړه ګرزيدې، د هيواد یو لوی امیر په مات زړه هيواد پريښوی او يو موټ خاوره يې له ځان سره يووړه ترڅو هيوادنۍ مينه پرې ماته کړي، ډير لږ شمير هيوادوال يې په نه شتون خپه وو، ځکه دوی په حقيقت کې په دې پوهيدل چې موږ د پرمختګ په لور روان وو، نور ټول ملت له زړه خوشحاله وو چې نور له موږ ماليات نه اخيستل کيږي، نجوني مو له کور څخه دباندي مکتب ته نه وځي، بهر ته د ځوانانو پر تعليمي او تحصيلي سفرونو بنديز ولګیدی، په ونو او بوټو کي د مرغانو چڼوهاری هم نه اوريدل کیدی، شايد هغوی هم د خپل امير په تګ غمجن وو، په دښتو او ښارونو کي د پخوا په څير نظم، امنيت او ښکلا هم نه بريښيده، د ستړو ورځو پيل وو، د ښار هره کوڅه بدرنګه ايسيده او هر چوک په وينو سور وو، ښار خاموشي پر سر اخيستی وو، حق او باطل نه مالوميده، په ښار يو توره ليونۍ سپۍ راګډه سوې وه، د ځينو پېغلو بکارت يې واخيستی او د ځوانانو سرونه يې له تنه ور پرې کړه.
دې ناځوانه ملت خپل ځوان غازي په کاڼو وويشتی او جلاوطنه يې کړ. هغه غازي چې د خپل مسلمان ملت لپاره يې د سيالۍ آس زين کړی وو، خپل هيواد، خلکو او خاورې ته يې ازادي راوړې وه، د ازادۍ له نعمت او ارزښت سره بل هيڅ ارزښت سيالي نه شي کولای. د هيواد په ټولو شتمنيو ويش ګډ سو، بې توپيره پر ټولو وويشل سوي، پسونه حلاليدل، ديګونه باندي وو، ښار لوټه لوټه سوی وو، ټول ماليات معاف سوي وه.
تر دې وړاندي هيواد خوار وو، صنعت او مواصلاتي لاري يې نه درلودې، کرهڼه او سوداګرۍ پر محدودو منابعو چليدې، ځوان غازي خپله لومړی وينا ملت ته په دې ډول سره وکړه:
ای ګران او با تميزه قومه! د دين، دولت او ملت ساتني په برخه کي بيدار او د خپل وطن ساتنې په برخه کي هوښيار و اوسئ، زه له ستر خدای ج څخه تاسو اهل اسلام او ټولو انسانانو ته خير او نيکمرغې غواړم. هغه د خپلي واکمنۍ لومړی ګام د اسلامي اساساتو په رڼا کي واخيست، له خپل ملت څخه يې لومړۍ غوښتنه د دين ساتنې وکړه او د واکمنۍ په وخت مي يې د مرستې لومړنی سوال خپل لوی رب الله ج ته وکړ.
تر راتګ وروسته يې هيواد د ځوانيدو په لور رهي کړ، بهرني تخنيکران يې راوستل، د هيواد په زړه کي يې يو لويه فابريکه جوړه کړه، له بهر څخه يې ماشينونه واخيستل، د کورني صنعت د جوړ شوو ټوکرانو په اغوستلو يې خلکو ته عملي مثال ورکړ، پر درباريانو او مخورو يې ددې توليداتو کارول جبري کړل، نوي سړکونه يې جوړ کړل، يو سړک له کابله دختيزي پولي په لور چې پر جلال اباد تيريده، بل شمالي لوري ته، لويديځ ته يې د کندهار او غزني سړکونه ورغول، د ټولو سړکونو پر غاړه يې ونې وکرلې، ځکه چې د ځنګلونو پراختيا هيواد ته د اړتيا په اندازه لمده بل ورکوي، د اوبو رسولو کانالونه او د اوبو لویو بندونو جوړول تر ټولو ښه پرمختګ وو، په خلکو کي يې ملي شعور، مبارزه او د ځانې وړتيا هيلي را ژوندۍ کړي.
هيواد ته يې بېلابيل مخابراتې-تلګرافي سټېشنونه راوړل، د ټولو دولتې مامورينو شتمنۍ يې ثبت سوي، رشوت او فساد يې له منځه يوړ، د هندوکش په وروستيو ښاخونو کي يې د پغمان د اوړي ښار جوړ کړ او له هغه ځايه يې پرېمانه پاکې اوبه کابل ته راوستلې.
په هرځای کي ماڼۍ، دولتي ودانۍ، پارکونه او باغونه يې جوړ کړل، معارف ته چې شايد د هغه ترټولو ستره انديښنه وه ښکلي وده يې ورکړه، لومړنی او ثانوي ښوونځۍ يې يو په بل پسې جوړ کړل، ډير ژر یې يو درالمعلمين او يو د انجينري ښوونځۍ هم ايجاد کړه، د غربي ژبو يوه ښوونځۍ، يو فرانسوي ښونځۍ چې تر شپږ سوو شاګردان يې درلوده، يو الماني ښوونځۍ او نور به د څه يادونه وکړو، ځوان غازي د خپل هيواد لپاره ډير بنيادي روان وو.
ځوان باچا په خپله له خپل درانه واک څخه ځان بې برخې کړ، عصري حکومت يې ورغوی، کابينه، قانون جوړونکي او تصميم نيونکې شورا، خپلواک او مسؤل محاکم يې هم رامنځ ته کړل، هغه خپلو وزيرانو ته عمل او ابتکار پريښود او ځان ته يې يوازي د نظارت حق وساتی.
د سوداګرۍ، اقتصاد، تعليم، فرهنګ، ادارې، نظامي، هوايي ځواک، لارو او مواصلاتو، ښارجوړونې او بېلابېلو برخو کې د هيواد لپاره کار کوی، ځوان غازي د هيواد د ترقۍ او بسايني لوی خوبونه ليدل، په اقتصادي برخه کې پر شرکتونو، فابريکو کار وشو، د اورګاډي پټلۍ پيل شوې، په پام کې وه چې د هېواد جنوب له شمال سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي. د برق سټېشنونه جوړ شول او برېښنا يې فابريکو ته ورکول شوه، د اوبو څو بندونه جوړ شول لکه د غازي بند او د غزني سراج بند. د الوتکو د ترميم او پرزه جوړولو فابريکه جوړه شوه، د موټرو د ترميم او پرزو جوړولو فابريکه جوړه شوه، د نساجۍ فابريکه جوړه شوه. د دې لپاره چې ولايتونه له مرکز سره ونښلول شي نو د تليفون او تليګرام پر پروسې کار پيل شو.
په تعليمي ډګر کې په حبيبيه او امانيه لېسو کې فرانسوي او الماني ښوونکيو تدريس کاوه، په ټول هیواد کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي جوړ شول او تر ۱۹۲۷ پورې ټول ۵۱ زره شاګردان په زده کړو بوخت وو. په مسلکي لېسو کې ۳۰۰۰ زده کوونکي موجود وو. څو سوه زده کوونکي د زده کړو لپاره ترکيې، جرمني، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل شول. معارف ته لويه بوديجه په پام کې ونيول شوه چې د دفاع او دربار تر بودېجې وروسته درېمه لويه بوديجه يې تشکيلوله. طبي ښوونځی جوړ شو او په پايتخت کې لوی کتابتون ايجاد شو.
اساسي قانون جوړ شو، لويې جرګې راوغوښتل شوې، شورای خاص يا د دولت شورا چې د پارلمان حيثیت يې درلود جوړ شو او ګڼ قوانين تصويب شول.
په هغه وخت کې افغانستان ۱۱ الوتکې درلودې، او ۶۵ کسان يې د هوايي زده کړو لپاره ترکيې، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل. حربي فابريکه جوړه شوه، او دافع هوا توپونه او زره پوش موټرې پوځ ته وارد شول.
د سالنګ او پکتيا لوی لارې جوړې شوې او پر نورو لارو کار پيل شو. دارالامان جوړ شو، ملکي او نظامي روغتونونه جوړ شول، کابل ته د اکسرې ماشين وارد شو، او دار المجانينونه او دار الايتامونه جوړ شول.
هغوی چې پوهيدل، خوشحاليدل، څوک پرې نه پوهيدل ريل پټلۍ يې د اوسپنې حيوان ګڼی او دايې بدعت بلی، مکتب يې د کوفارو ژبه، فرهنګ او ددين زده کړه ګڼله، طياره او ټانګ به يې د اوسپني لېوان بلل، راډيو ته يې د شيطان د کور په سترګه کتل، طب يې د تعويز، دم او چوف په وړاندي دسيسه بلله، پوخ سړک ته يې د مار په سترګه کتل او هغه يې د کوفارو مال ګڼی ويل يې چې دوی ځې دا بيرته راټولوي او ورسره وړي يې،
نورو هيوادو ته تلونکي، ټول تعليمي، تحصيلي، طبي او نظامي مسلکي کسان يې کافران ګڼل ځکه هغوی هغه هيوادونو ته سفرونه کول چې په هغو هيوادو کي ښځې هم مکتب ته ځي، پر لار او سړک يوازي ګرزي، موټر هم ښځي چلوي او کله کله خو يوه او نيمه په ادارو کي هم ناستې وي، دې ته په کتو به نو دوی خود همدا فکر کوی ملامت نه وو.
دا ستر کارونه يې د يوې پاچاهۍ د نامه د ځلولو لپاره کافي دي چې په نهو کلونو کي يې وکړل، په ډير لږ امکاناتو يې په ډير شوق سره د خپل هيواد لپاره دا هرڅه وکړل، چې تراوسه هيڅ پاچاه په دومره شوق د خپل هيواد ښکلا، د فکري ا وهنري فرهنګ، د مادي هوسايني او علمي پرمختګ لپاره کار نه دی کړی.
يو شمير هغه سړي چې ځوان غازي ورباندي باور کړی وو د هغه له غيابت څخه يې ګټه واخيسته او ډول ډول تورونه يې ورباندي ولګول، د ځوان غازي د پرمختګ او متمدنيت نښې يې د عياشۍ پيلامه وګڼله، هره خوا همدا يو ږغ اوريدل کیدی:
دا سړی کافری دی، زموږ نجوني را خرابوي، د اروپايانو عياشۍ ور زده کوي، خپله ښځه يې په څومره بې حيايۍ، بربنډه اروپايانو ته ورښکاره کړه، ملايان بنديانوي، زموږ پيسې له دين سره په مخالفو شيانو- موټرو او الوتکو لګوي دا کافر دی.
ټولو غلو او خاينو وزيرانو او لوړ پوړو مامورينو چې د خپلو غلاوو لاري چاري يې په خطر کي وي دا ږغ يې بدرګه کړه.
ځوان غازي يې ځکه کافر کړ چې د اکثريت خانانو، ملايانو، قاضيانو او… له اصلي څېرو يې پرده پورته کړه او په اصلي بڼه يې خپل ملت ته ورښکاره کړل، هغه حقيقې دينې عالمانو ته ډير درناوی درلود، له سترو عالمانو سره يې نژدې اړيکي لرلې خو دا عالمان ډير لږ وو، هغه له هيڅ ملا او عامي سره ټکر نه غوښت، له هري طبقې سره يې د صميمي چلند کولو غوښتنه کوله، خو ستونزه دا وه چي مخکښ عالمان ورسره مخالف سوه.
ځوان غازي د کرکي او نفرت چلند نه خوښاوه، په خپل وخت کي يې دينې عالمانو ته بهترين لقبونه ورکړل، د شور بازار روحانينو ته يې ځمکي او لوړ لقبونه ورکړل، فضل محمد مجددي ته يې د شمس المشايخ او دهغه ورو ته يې د نور المشايخ لقبونه ورکړل، د شاه اغا مجددي له قوله ځوان غازي به په اکثره ځايو کي له ديني عالمانو مشورې غوښتې، دوه ځله يې د کعبې شريفي ديدار کړی دی، هر ځل چې به ولاړی لومړی به د ابن سعود مېلمه وو.
داچې د ټولنې فکر په ډيره کښته کچه وو، د منطق خلک بيخي په نشت شمار ول، نو په ډيرو عادي خبرو يې هم خطا ايستنه ممکنه وه.
هغه د شاعر خبره:
یو سړی وو، موږ مجبور کړ، په پردي وطن کي مړ سو،
افغانان دي خدای لري، خو زه ترې ډير خوشاله نه يم.
احساساتی لیکنه ده . ( حقیقت او واقعیت دوه بیل بیل مفاهیم دی ) .
ملت ناځوانه نه ؤ او ناځوانه نه دی بلکه ملت ناتوانه ؤ او ناتوانه دی.
اصلاً بله خبره:
ملت د هیڅ سیاسی مشر په انتخاب او انتصاب همدارنګه عزل او خلع او حذف او وژلو کی هیڅ ډول رول نه درلود او نه ئی لری بلکه کیسه بله وه او بله ده.