جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاندونیزیا د خپلواکۍ جشن په نوې پلازمېنه کې جوړ کړ

اندونیزیا د خپلواکۍ جشن په نوې پلازمېنه کې جوړ کړ

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) انډونیزیا د شنبې په ورځ د خپلواکۍ ۷۹ مه کلیزه په نوې پلازمېنه نوسانټارا کې، چې د جوړولو چارې یې لا بشپړې نه دي، ولمانځله.

ولسمشر جوکو ویدودو او د هغه د کابینې وزیرانو د ولسمشرۍ په نوې ماڼۍ کې د خپلواکۍ ورځې مراسم جوړ کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګاروډا په نوم د یوه افسانوي انسانوژمه مرغه په بڼه جوړه شوې ده.

ښاغلي ویدودو د دې اوونۍ په پیل کې ویلی و چې ۸۰۰۰ میلمنو ته به بلنه ورکړل شي، خو د دې لپاره چې د نوې پلازمېنې ډېر اساسي کارونه لا بشپړ شوي نه و، یوازې ۱۳۰۰ مېلمانه راوبلل شول.

د دې ښار په جوړولو کې ډېر پانګوونکي اندونیزیايي شرکتونه دي. حکومت د دې ښار د جوړېدو په ۳۳ میلیارد ډالري بودجه کې ۲۰ سلنه برابروي، نوره ټوله د خصوصي سیکتور پانګونه ده.

ښاغلی ویدودو خپل کار د جولای په وروستیو کې په نوسانټارا کې د ولسمشرۍ په نوې ماڼۍ کې پیل کړ، او د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یې د کابینې لومړۍ غونډه پکې وکړه.

د خپلواکۍ د جشن د مراسمو په ویدیوګانو کې د ښار په ګوټ ګوټ کې جرثقیلونه لیدل کېږي چې په ودانیو کې په کار بوخت دي.

جاکارتا، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه نفوس لري، له بنیادي ستونزو سره مخامخ ده په ځانګړي توګه پرله پسې سیلونو، دروند ترافیک او د هوا ککړتیا، چې پر کنټرول یې په کال کې ۴.۵ میلیارد ډالره لګښت کېږي.

د مځکې لاندې اوبو د بې توپیره استخراج او همدارنګه د جاوا سمندرګي د اوبو د اندازې د زیاتوالي له امله اټکل کېږي چې د ښار مهمې برخې کښېني او د ښار درېیمه برخه به تر ۲۰۵۰ پورې ډوبه شي.

د ۲۰۲۲ په نیمایي کې د بورنیو د ځنګل په شاوخوا ۲،۶۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې د نوې پلازمېنې د جوړولو کار پیل شو. چارواکي وایي دا یو زرغون ښار دی چې له نوي کیدونکې انرژۍ (لمریزه او بادي) او په ځیرکه ټکنالوژۍ د کثافاتو له کنټروله به برخمن وي. په مقابل کې، د چاپیریال پلویان نوسانټارا د چاپیریال لپاره ویجاړوونکی بولي.

اندونیزیا، چې شاوخوا 275 ملیون نفوس لري، د جنوب ختیځې اسیا تر ټولو لوی اقتصاد دی. او د اسلامي هیوادونو په منځ کې تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب