جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهازبکستان د طالبانو د دیپلوماتانو منلو ته تیاري وښوده

ازبکستان د طالبانو د دیپلوماتانو منلو ته تیاري وښوده

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارفوف د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د افغان ټرانس پروژې د پلي کولو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ او دا یې هم وویل چې د «اسلامی امارت» سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې په رسمي توګه ومنل شي.

د ازبکستان صدراعظم ټینګار وکړ چې ازبکستان لومړی هیواد و چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې اوس مهال د دوه اړخیزو همکاریو او ښه نیت پر اساس دي.

عارف اوف د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا او متقابل تعامل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې په مهمو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او داسې مسلې راپورته کوي چې په افغانانو مستقیم اغېز لري.

هغه زیاته کړه چې ازبکستان ژمن دی چې په سوداګرۍ – اقتصادي سکتورونو کې له افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي او د کان کیندنې، بریښنا، کرنې، د تاریخي اثارو او سایټونو د بیارغونې او ساتنې او د کلتوري همکاریو د پراختیا په برخو کې له کابل سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

مولوي عبدالکبیر هم وویل، هیله لري چې نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه ومني، ځکه چې یوازې اسلامي امارت په نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازیتوب کولی شي.

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ازبکستان صدراعظم ته وویل، “اسلامي امارت غواړي چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د یوې سیمه ییزې اتصال د یوه مرکز په توګه وکاروي او منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي، او دا د افغانستان او ازبکستان تر منځ له ترانزیت او همکارۍ پرته ممکنه نه ده.”

پرون د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وویل چې په کابل کې د ازبکستان د صدراعظم په حضور کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت وویل چې د پانګونې په برخه کې د 1.4 میلیارد ډالرو په ارزښت 12 تفاهملیکونه او په سوداګریز سکتور کې د 1.1 ملیارد ډالرو په ارزښت 23 یادداشتونه لاسلیک شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا موافقې د افغانستان د کانونو، کرنې او مالیې وزارتونو او د ازبکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره لاسلیک شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب