جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د ناامنیو په دوام کې ۵ پوځیانو ته مرګ...

په پاکستان کې د ناامنیو په دوام کې ۵ پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) په پاکستان کې د ناامنیو په دوام کې نن سهار دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.

ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.

د کلاچۍ پولیس وايي چې دا برید د ټي ټي پي د ګنډاپور ډلې کړی دی خو دې ډلې یا په مجموع کې ټي ټي پی تراوسه څه نه دي ویلي.

ډیره اسماعیل خان او وزیرستانونه په ځانګړي ډول ډېرې نارامې سیمې دي او پر پاکستاني پوځیانو ډېرې حملې کېږي.

تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د روان اکست په ۱۳ مه) په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان له پوځ سره د ټي ټي پي د جنګیالیو په نښته کې څلور پوځیان ووژل شول.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د پاکستان لوی درستیز د اګست د څوارلسمې په وینا کې د پاکستاني طالبانو تحریک فتنه الخوارج وبلل او ژمنه یې وکړه چې هغوی به له منځه یوسي خو د چارو کتونکي وايي، داسي نه ښکاري چې د پاکستان پوځ دې د ټي ټي پي د له منځه وړلو توان ولري په تیره بیا چې اوس د پخوا په شان د امریکا بې پېلوټه الوتکې ورسره مرسته نه کوي او نه د پخوا په شان ډېرې پیسې او وسلې ورکوي.

له بلې خوا پاکستان په سخته اقتصادي تنګسه کې دی او په داسي حالت کې اوږدې ګوریلايي جګړې ته ځان نه شي ټینګولی.

 په وروستیو کې د روسي فدرالي جمهوریت استخباراتي چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو په لاس د پښتونخوا د سقوط په هکله جدي اندېښنه لري.

ویل کیږي چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدلو څخه وروسته، د دې ډلې پاکستاني ملګرو له طالبانو څخه په الهام اخیستنې سره په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او ورځ تر بلې د بریا په لور چټک ګامونه پورته کوي.

د روسیې استخباراتي چارواکو د پښتونخوا د سقوط په هکله اندېښنه څرګنده کړه

 

1 COMMENT

  1. الله تعالی دې د پاکستان مرتد پوځ نه د افغانستان د هر کاڼي او بوټي د خرابېدا بدل واخلي. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب