Homeخبرونهطالبانو د امان الله خان له نوم اخیستو پرته د افغانستان د...

طالبانو د امان الله خان له نوم اخیستو پرته د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه ونمانځله

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د طالبانو رژیم پرته له دې، چې له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان یادونه او قدراني وکړه، د دغې خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۵ مه کلیزه ونمانځله.

په دې اړه د طالبانو رژیم په دفاع وزارت کې غونډه جوړه کړې وه، چې ګڼو چارواکو یې ګډون پکې کړی و او د دې ورځې په مناسبت یې ویناوې وکړې.

طالب چارواکو تر ډېره د دې ورځې په پلمه پر افغانستان د دوی د بیا واکمنۍ موضوع ته اشاره لرله او دې ته یې د خپلواکۍ ورځې نوم ورکاوه.

له انګریزي استعمار څخه د خلاصون د کلیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې هم د غازي امان الله خان یادونه نه ده کړې او ادعا یې کړې، چې د انګریزانو خلاف د جګړې مشري د دوی په وینا دیني عالمانو کړې ه.

د طالبانو چارواکو هم په خپلو ویناوو کې د غازي امان الله خان کومه یادونه نه ده کړې.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د غازي امان الله خان د یو شمېر عکسونو سپکاوی هم شوی، چې منتقدان یې پړه پر طالبانو اچوي.

غازي امان الله خان په افغانستان کې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا تر څنګ د ترقۍ او مدنیت هڅولو تر ټولو مخکښ پاچا یادیږي، چې د طالبانو د منتقدانو په باور طالبان یې له همدې امله مخالف دي.

طالبانو په ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د منتقدانو نیوکې یې هم نه دي رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...