پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+له لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته، د مسلمانانو له سیاسي حالاتو د اعلیحضرت...

له لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته، د مسلمانانو له سیاسي حالاتو د اعلیحضرت امان الله خان ارزونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

د لومړۍ نړیوالې جگړې له پای ته رسیدو‌ او د عثماني خلافت د ماتو او تضعیف څخه وروسته د اسلامي نړۍ وگړو
د خپلو سیاسي مشرانو او د حکومتونو ‌د غفلت او نفاق له وجې په ډیر ناوړه حالت کي ؤ .

په دې مینځ کې یوازینی اسلامی هیواد چې په میړانې سره یې د انگریز استعمار مات کړ ، افغانستان ؤ ، چې په غرور سره یې د اسلامي امت جنډه پورته کړه.

اعلیحضرت امان الله د یوه مسلمان پاچا او د نړۍ په سیاسی اوضاعو باندي د پوه په توگه ؛ د خپل پلار د لومړي تلین په غونډه کې؛ د یوه وینا په نرڅ کې په ډیر ریالیستک انداز سره ، د اسلامي نړۍ انځور ترسیم کړي ، چي دا دی د دې وینا عمده ټکي لولو.

د وینا په سر کې امان الله خان، په موجوده ناوړو حالاتو کې د افغانستان د خپلواکۍ حصول د ټولو مسلمانانو له پاره ویاړ گڼي، د اسلامي امت د ماتې عوامل د نفاق سبب پیژني، او د اسلامي خلافت په حالاتو او د هغه زماني د لویو قدرتونو غبرگون ته په پاملرنه او د خپل هیواد غیږ د مسلمانانو پر مخ پرانسته اعلانوي. دی وایي:« نن نه یوازي زما د ستر پلار  تلین او فاتحژ غمجن کړی یم، بلکې د عالم اسلام حالاتو ډیر غمجن او پریشانه کړی یم.

خدای تعالی دې د اسلام امت نه خرابوي. ځیني مصیبتونه پر اسلامی امت باندي ناڅاپه دي، عثمانی دولت په ډیر بد حالت کي اخته دی، د خپل منځي اختلافاتو له وجې د اسلام دښمن ته موقع په لاس ورغلې ده چې هغوی ته ضرر ورسوي، اروپایی دولتونه اسلامي خلافت نه غواړي. سره له دې په دې منځ کې امریکا په رسمي توگه ځان ایستلی دی او فرانس هم د نظر اختلاف څرگندوي. مونږ یقین نه شو کولی چې د انگریز دولت دا ډول اراده او قصد به ولري ځکه د افغانستان دوستۍ ته هیله من دی، او د افغانستان دوستي په دغه صورت کي ممکنه نه ده.

د خوښۍ ځای دی چې هندوستانیان ټول په شدت سره د خلافت پر مسله ولاړ دي جناب مولوي محمد علي او‌ شوکت علي دوه تنه مسلمانان چې د هندوستان د سیاسی معاملاتو ریسان دي له ټولو څخه وکالت کوي وایي یا دې د خلافت مسله د مسلمانانو له غوښتنو سره سمه تصفیه شي یا غزا او یا هجرت کوو.

هندوان هم وایي مونږ د مسلمانانو متفق یو ، د خلافت د مسلې له امله هغوی خپل هیواد پریږدي، افغانستان د خپل ټول پراخوالې سره چمتو دی، دا ډول مهاجرین چي فی سبیل الله د مهاجرت اراده ولري (ومنی)، ځکه دا یوه مذهبي مسله ده.

زما قلم ستاسو قلم دی، ما د برتانیې دولت ته لیکلي دي چي خلیفه د بل کس تر ملاتړ لاندي او د خلافت مسله علی ای صورة کان؛ ستاسو مداخلت هیڅ مسلمانی او هیڅ مسلمان نه شي منلي.»

شاه امان الله خان د بخارا او خیوه؛ پر استقلال داسي ټینگار کوي :« غیور افغانستان نه شي کولای او هیڅ حوصله نه لري چي دا مسله ومني هغه سیاست چي د روس دولت یي تعقیبوي، په طبیعی توگه ټول مسلمانان ځان ته نه شې جذبولې، څرکنده ده چې د روس دولت د خیوه او بخارا آزادی منلي ده، گواکي دوه اسلامی هیوادونه به په دنیا کي منځ ته راشي ، مونږ له دي امله د روسی سفیر څخه مننه کوو. دغه چاره چي گواکي بولشویک چي د هند حدودو ته داخل شوي وي یوازي د شایع په انداز کې دي. د افغانستان جگړه په یوه مطلوب ډول پاي ته رسیدلې ده. »

د دغه وینا په دوام پاچا امان الله خان د اسلامي نړي پر حالت متاثر بریښې ؛ او دامریکي ( چي وروسته له لومړې نړیوالې جگړې څخه په مستقیمه توگه په نړیوالو چارو کي داخله شوه ) پر پلان ( موخه د امریکا د جمهور ریس ویلسن د سولې ۱۴ فقره ایز پلان دي چي د لومړي نړیوالې جگړې په دوران کي یي وړاندي کړي ؤ ) او هم د اسلامي نړي پر مذبذب حالت داسي څرگندونې کوي :« بیا هم په مصر کي د پسرلي نا امنې پیل شوي دي او د فلسطین پر راتلونکو حالاتو ډاډ نه شته – لنډه دا چي په ټول مشرقي ممالکو کي بد امني او بد نظمي زور اخیستي او تر هغو چي هغه مسایل چي د جگړي لامل شوی دۍ پاک نه شي دا نا ارامې به همداسي پاتي وي – د امریکي د سولې عهدنامه چي د منځني ختیځ او ترکې ویشنه یي کوله ، د اسلامي نړي د نه اطمینان له کبله په یوه شکمن او ماتيدونکې خطرناک حالت کي دي – د لویو هیوادونو د مسلمانو وگړو شمیر دعیسوي وگړو له شمیر څخه زیات دي او مونږ ته دا موضوع مهمه ده.

د دغو ستونزو بنیاد د خلافت په مسله کي ده – که چیري بولشویکانو د مسلمانانو جذبات او دښمنې د خپلو جوړ جاړي وسیله گرځولې وي او هغه وسیله وکاروي دا زمونږ مشرقي مقبوضاتو ته کیداي شي خطر جوړ کړي .
خلیفهٔ المسلمین د اسلام دنیایی زعیم دي او دتیري زماني روایتونه په دی چاره کي متفق دي چي هغه عالي ذات د ټولو اسلامي سلطنتونو عالي سلطان دي – بی له شکه ترکی سلطان خلیفة المسلمین ؤ – مگر مونږ ترکیه تجزیه کړي چي لا تر اوسه هم دا چاره نه ده تصفیه شوي چي مونږ له هغه سره به څه کوو . هندوستانیان په عموم کي د ترکانو خواخوږي نه احساسوي ؛ د عربي عراق او فلسطین هم له څیړنی وروسته ورته حالت لري . مگر حقیقت دي چي د هغوي اکثریت د ترکانو ملاتړې او کله به چي هغوي محبوس شول بیا به یي هم د ترکانو ملاتړ کاوه ، انور پاشا له هندي سواري ټولگي څخه په قسطنطنیه کي په اغوان (شاهی ساتونکي) یو کنډک جوړ کړي دي. او په هر وخت کي به د سرحد حالات نازک ؤ.

مقدس ارض ( بیت المقدس ) مونږ مسلمانانو ته پاکه ځمکه ده – د بیت المقدس تقدیس چي له هري خوا مسلمانان ورته ټولیږي نسبت له مکه شریفه څخه په دوهم مقام کي دي – له دي امله هغه پریکړي چي بیت المقدس د یهودانو تر اداري لاندي راسي په عالم اسلام کي حیرانتیا او د خپگان سبب شوي.

د بلشویکانو په هکله دا خبره په حقیقت رسیدلي چي د هغو فساداتو چي د مارچ او اپریل کي په مصر کي شروع شوي ؤ ، د دوی لاس ؤ او هلته یي صحرایي قبایلو ته پیسې ویشلې وي. خواشینیونکي خبرونه له تیرې اوونۍ څخه را په دې خوا په آسیایي مسلمانانو کې د بلشوکیانو له بریاو څخه رارسیږي . .»

د امان الله خان د وینا په یوه بله برخه کې د روسانو او کمونیزم د نفوذ خطر د هند په نیمه وچه او په آخر کې زمونږ هیواد ته داسي بیان شوي دي:

« د جگړې تر پیل د مخه د هندوستاني حکامو په زړونو کې دې ډار ځای نیولی چې د روس د جگړې خطر شدید دی، مگر په سر کې هندوستان ته د افریقا له هرې برخې څخه تگ را تگ د روم د بحرې او ‌سویز کانال له لارې پر مونږ دومره اثر پریوت چي مونږ یي فکر هم نه کاوه چي د هند د شمال له لاري هم خلک راتلاي شي – دغه اثر زمونږ زړونه لا هم متاثره کړي دې ځکه د جغرافیای په درسونوکي مو لوستې ؤ چي د همالیه غر شمالی هندوستان د نه تسخیر کیدونکي دیوال په توگه محیط کړي دي ، مگر برسیره دایران ، بلوچستان او افغانستان لارو څخه نوري تجارتي لاري شته چي منځنې آسیا ته له همالیه دتیریدو څخه وروسته رسیږي هم ددغه غره له لاری او دا لار پرانیستې ده ، لکه څرنگه چي د روسي ترکستان او بخارا څخه د کسانو تگ را تگ جاري دي او د منځني آسیا خبرونه شمالي هندوستان ته خپروي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب