پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین په ایران کې له افغانانو سره «ظالمانه چلند عیرانساني» وباله

منظور پښتین په ایران کې له افغانانو سره «ظالمانه چلند عیرانساني» وباله

تاند (جمعه، د اسد ۱۹) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ایران کې د افغانانو نیونې او ځورونې وغندلې او هغه یې د انساني اصولو خلاف وبللې.

ښاغلي پښتین پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې له ایرانه غوښتي چې د افغانانو د ځورولو مخه ونیسي.

ده په ایران کې له افغان کډوالو سره چلند «غیرقانوني، د بشري حقونو سرغړونه او د انساني اصولو خلاف» بللی دی.

ظاهراً منظور پښتین دا پیغام له یوه زلمکي افغان سره د ایران د پولیسو د تشدد په غیرګون کې خپور کړی دی.

تېره اوونۍ د ایران د دماوند ولسوالۍ د آبسرد په کلي کې د ایران دوو پولیسو د یوه ۱۵ کلن افغان ماشوم، چې په غوږونو دروند و، پر غاړه زنګون کېښود او سخت یې ژوبل کړ.

دا پېښه په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

د دې پېښې د ویډیو له خپرېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا پېښه له امریکايي تورپوستي جورج فلایډ د مړینې له پېښې سره پرتله کړه، چې د پولیسو په توقیف کې مړ شو، او د “افغانستان جورج فلایډ” په هشټاګ یې پوسټونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب