جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار چارواکي: د مسلم یار تخلیه شوي کورونه په کرایه ورکوو

د ننګرهار چارواکي: د مسلم یار تخلیه شوي کورونه په کرایه ورکوو

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو چارواکو د جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار د کورونو د تخلیه کولو خبر ورکړی.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې په دې اړه لیکلي، چې دا پرېکړه د غصب د مخنیوي لپاره د دوی ولایتي کمېسیون کړې ده.

سرچینه زیاتوي: د مسلم یار تخلیه شويو کورونو لپار د رهنما د اصولو له مخې کرایه وټاکل شوه.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له پخوانیو چارواکو څخه ګڼ کورونه او جایدادونه اخیستل شوي، چې ځينې یې د هغوی لخوا غصب شوي ګڼل شوي او د ځینو په اړه ادعا کیږي چې طالبانو له کوم دلیل پرته په زوره نیولي.

فضل هادي مسلمیار، چې د جمهوري نظام له سقوط وورسته هم کابل کې پاتې او ظاهراً د طالبانو ملاتړی دی، په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب