جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب مقام: امریکا دې بشري مرستې نه دروي

طالب مقام: امریکا دې بشري مرستې نه دروي

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مسلکي معین، عبداللطیف نظري له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلې بشري مرستې نه دروي.

هغه دا خبره د یوه امریکایي سناتور د هغې غوښتنې په غبرګون کې کړې ده، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه یې افغانستان ته د بشري مرستو د استولو د بندیدو په اړه کړې ده.

سرچینې د دغو مرستو د درېدو د غوښتنې دلیل دا ښودلی، چې ګواکې دا مرستې د طالبانو د واکمن رژیم لاسته ورځي او دوی ناوړه ګټه ورڅخه اخلي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د نړۍوالو مرستو په برخه کې لاسوهنه ردوي او وايي چې په اوسني وضعیت کې د مرستو درول د هېوادوالو په زیان دي.

د دغه وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: «اسلامي امارت د نړۍوالو بنسټونو په مرسته کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. دغه مرستې د اړمنو کسانو لاسونو ته ځي. هر هغه راپور چې له افغانستان سره د مرستو د درېدو لامل کیږي، موږ یې په شدیده توګه ردو او د افغانانو په حق کې یې جفا ګنو.»

د طالبانو د رژیم د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: «باید څرګنده یې کړم چې اسلامي امارت د هیڅ لوري هیڅ ډول نړۍوالې مرستې نه ترلاسوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا د ځانګړي پلټونکي د دفتر (سیګار) وروستی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا د افغانانو او افغان کډوالو لپاره شاوخوا ۲۰.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي چې له دې دې منځه ۲.۹  میلیارده ډالره یې بشري او پراختیایي مرستې دي.

طالبانو تر دې مخکې هم له نړیوالو بشري مرستو ناوړه استفاده رد کړې او بې بنسټه ګڼلې ده.

3 COMMENTS

  1. دا مرستې باید مطلق بندې شي ځکه ددې ګټه بشر ته نه بلکې طالب مشرانو جیبو ته ځي. که څوک بشري مرستې کوي باید مستقیم د ملت سره مرسته وکړي.

  2. وه طالب جانه.ستا مشرانو به ویل چی د شرعې کتابونو کې هر څه شته. هم سیاست شته او هم اقتصاد. خو اوس درې کاله وشول چې نه اساسي قانون جوړولی شې او نه د کلیسا د بشري مرستو نه راوتلی شې.

  3. د کلیسا مرستې څه کوې دا هغه پیسې دي چې د ټکس پتوګه د سټریپ کلب (نڅا ځای)، همجنس بازانو کلبونه او د شرابو د مغازو څخه راټولیږي. دا خو چې پیسې دي دوی ته حلالې دي لعنتیانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب