جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ټاپي پروژې د پيل په اړه د طالب او ترکمنستاني چارواکو...

د ټاپي پروژې د پيل په اړه د طالب او ترکمنستاني چارواکو خبرې

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر دفتر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره د ټاپي پروژې د پيل په اړه د ملا برادر د ویډیو کنفرانس خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې په دې خبرو کې ترکمنستاني وزیر په نږدې راتلونکي کې د یادې پروژې د پيل لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په دې خبرو کې چمتووالی وښود چې هېواد یې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د یادو موضوعاتو په اړه طالبانو نور جزیات نه دي ورکړي.

طالب چارواکي له بیا واک ته رسېدو سره بیا- بیا د ټاپي په ګډون د یو شمېر مهمو سیمه ییزو پروژو د ژر پيل خبرې کوي، خو په دې برخو کې عملاً تر اوسه کوم اقدام نه دی لیدل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...