پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، هیڅ ایرانی چارواکی یا...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، هیڅ ایرانی چارواکی یا اداره د کډوالو دښمنه نه ده

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د جنوبي اسیا عمومي رییس وايي چې په هیواد کې یې هیڅ چارواکی یا اداره له کډوالو سره دښمني نه مني، او په ایران کې د کډوالو پر ضد تبلیغات د پرودیو پروژه ده.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، سید رسول موسوي په یوه پیغام کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی دی، لیکلي: “زه خبر یم چې په ایران کې هیڅ چارواکی یا موسسه د کډوالو مخالفت نه مني، او دا د اسلامي وروورګلوۍ او د میلمه پالنې له کلتور سره په ټکر کې ده، او د مهاجرو خلاف پروپاګند د بهرنیانو پروژه ګڼي.”

ده زیاته کړې، “لکه څنګه چې د هیواد د قوانینو رعایت د ایران د خلکو لپاره لازمي دی، بهرني اتباع هم باید د هیواد قوانینو ته درناوی وکړي.”

موسوي تر دې وړاندې هم په ایران کې د افغان کډوالو خلاف د تبلیغاتو په وړاندې غبرګون ښوولی و او حتي د افغانانو د شمېر په اړه یې په ایراني رسنیو کې خپرې شوې شمېرې ننګولې وې.

ده ټینګار کړی چې د مهاجرت د ملي ادارې یوه مهمه دنده دا ده چې په هیواد کې د بهرنیو اتباعو د شمېر په اړه دقیق او مفصلې تحلیلي احصایې چمتو کړي چې په ټولنه کې د افواهاتو او غلطو معلوماتو د خپریدو مخه ونیول شي.

په وروستیو کې ایران اعلان کړی چې ټول بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې باسي او په دې لړ کې یې د تهران په شهریار کې ۴۶ تنه نیولي دي.

د ایران مهر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د اګست په اوومه راپور ورکړ چې ډېرى نيول شوي کډوال د ايران د پلازمېنې تهران په شهریار ولسوالي کې نيول شوي او په عسکراباد کې د کډوالو کمپ ته لېږل شوي دي.

د شهریار د امنیتي ځواکونو د قومندان علي رضا فتحي نژاد په حواله ویلي، دا اقدام په بېړني ډول د بې‌اسناده افغان کډوالو د راټولولو د طرحې د عملي کېدو په ترڅ کې شوی دی.

تر دې مخکې د تهران په دماوند ولسوالي کې د پولیسو له لوري له یوه ماشوم افغان کډوال سره تشدد د ډېرو غبرګونونه وپارول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس ښاغلي موسوي دا تازه څرګندونې هم ښايي له همدې غبرګونونو سره بې ارتباطه نه وي.

 ده مخکې هم ویلي چې د کډوالۍ ستونزه د دیوال په جوړولو، د کډوالۍ ضد د سختو پالیسیو په جوړولو، او د کډوالو پر ضد په غیر انساني چلند نه شي حل کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب