Homeخبرونهد قزاقستان ولسمشر ترانس افغان ریللار د منځنۍ اسیا لپاره خورا مهمه...

د قزاقستان ولسمشر ترانس افغان ریللار د منځنۍ اسیا لپاره خورا مهمه وبلله

تاند(جمعه، د اسد ۱۹ مه) د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د ترانس افغان ریللارې جوړېدا هیله بخښونکې وبلله.

توقایوف نن (جمعه) د خپل هیواد په پلازمېنه استانې کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې دا پټلۍ به د جنوبي اسیا بازارونو ته د سوداګرۍ چارې اسانه کړي.

د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په دې غونډه کې ګډون لري.

ښاغلي توقایف په خپله وینا کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو د غونډو پایلې “هراړخیزې او مهمې” وبللې او ویې ویل، د ګډو هڅو له امله، مهمې اوږدمهاله ستونزې حل کیږي.

د قزاقستان ولسمشر د ټرانس افغان ریللارې جوړېدو ته په اشارې وویل چې قزاقستان حاضردمه د ترانسپورت او ټرانزیټ په سکتور کې د خپلو کورنیو کارونو په بشپړولو بوخت دی.

په ۲۰۱۸ م کال کې د یوې داسي لویې لارې د جوړولو لپاره، چې منځنۍ اسیا د پاکستان د اوبو له بندرونو سره وصل کړي، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د ترانس افغان ریلارې طرحه وړاندې شوه. خو په افغانستان کې د ناامنۍ د دوام او د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته دا پلان وخڼدول شو. په وروستیو دوو کلونو کې ازبکستان بیا د دې طرحې د عملي کولو لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې بیل کړې.

د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی.

د پلان له مخې، دغه پټلۍ به د ازبکستان له مزارشریف څخه تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.

دا د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه مشورتي ناسته وه، چې ګډونوالو یې د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...