چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهطالبانو له افغان کډوالو وغوښتل؛ یا خپل هیواد ته راشي یا د...

طالبانو له افغان کډوالو وغوښتل؛ یا خپل هیواد ته راشي یا د کوربه هیواد قوانین رعایت کړي

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) وروسته له هغه چې د ایران پولیسو له یوه افغان زلمکي له تشدده ډک چلند وکړ، طالبانو د جمعې په ورځ له افغان کډوالو سره دا ډول چلند وغانده او دا پروسه یې “د اندېښنې وړ” وبلله.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، “په تېرو ۴۰ کلونو کې د ایران کوربه توب ستاینه کوي، تمه لري چې دا هیواد د پخوا په شان د کډوالو په وړاندې صبر او زغم ولري، د کډوالو ستونزې حل کړي او له هغوی سره تاوتریخوالی پای ته ورسوي.”

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خبرپاڼه کې په افغان کډوالو باندې غږ شوی چې “که په ایران کې اوسي د کوربه هېواد ټولو قوانینو ته درناوی وکړی” او “په خپله خوښه او وقار” خپل هېواد ته راستانه شي.

په خبرپاڼه کې له ایران څخه هم غوښتل شوي چې له افغان کډوالو سره د چلند په برخه کې “اسلامي، نړیوال او د ګاونډیتوب اصول” په پام کې ونیسي.

وزارت د تهران په دماوند ولسوالي کې له یوه افغان ماشوم سره د ایراني پولیسو ځیږ چلند ته په اشارې ویلي: «په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه او ډېر زړه بوږنوونکي چلند تصویرونه لاس په لاس کېږي، چې موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو.»

د دې پېښې په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د جنوبي اسیا عمومي رییس ویلي چې په هیواد کې یې هیڅ چارواکی یا اداره له کډوالو سره دښمني نه مني، او په ایران کې د کډوالو پر ضد تبلیغات د پرودیو پروژه ده.

ده زیاته کړې، “لکه څنګه چې د هیواد د قوانینو رعایت د ایران د خلکو لپاره لازمي دی، بهرني اتباع هم باید د هیواد قوانینو ته درناوی وکړي.”

موسوي، چې تر دې وړاندې یې څو ځلي په خپلو څرګندونو کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې، په ایران کې د افغان کډوالو خلاف د تبلیغاتو په وړاندې غبرګون ښوولی او حتي د افغانانو د شمېر په اړه یې په ایراني رسنیو کې خپرې شوې شمېرې ننګولې دي.

2 COMMENTS

  1. هغوی به هغه زیاتی کوی او تاسی بیا دی خوا ته حه شروع کری دی؟ نگه ملاییزم او له زده کرو سره دسمنی ده. سوونحی او پوهنتونونه مو ترلی دی. تیرحل مو هم همدا کار کری وو، نو ستاسی او د هغوی ترمینح توپیر په حه کی دی؟

  2. مسئلی ته له بلی زاوئی څخه یوه کتنه:
    د افغان او غیر افغان مهاجر او هر بشر سره ناوړه چلند د کلکی غندنی وړ دی او عامل او عاملین ئی د مجازات وړ دی ،یقیناً چی په دنیوی او اخروی عذاب به اخته سی.
    امّا بعد:
    کله چی د ایران په هیواد کی تروریسټی حملی تر سره کیږی او حتی خپله ایرانی چارواکی او عام خلګ ئی قربانی دی نو داسی ښکاری چی د ایران دښمنان او استخاراتی کړیانی د ایران په بافت کی نفوذ لری او دا استخبارات په هره برخه ( مثلاً ) د سرحدی پولیسو په تشکیلاتو کی هم نفوذ لری او یو پولیس یا پولیسان استخداموی چی د یو څو روپو په بدل کی د افغان مهاجر په وړاندی بشری ضد کړنه تر سره کوی او فلم ئی خپروی څو د افغانانو کرکه او نفرت وپاریږی.
    د پام وړ خبره ( د عامی توطئی د تئوری پر بنسټ ) :
    د رووندا د هیواد څخه د مسیحی مهاجر مور او پلار ۱۷ کلن زوی ( اکسل رودا کویانا ) په انګلستان کی زیږیدلی او لوی سوی دی، دا ۱۷ کلن ځوان په روحی ناروغی او ډیپریشن اخته ؤ او د نڅا یوی ښوونځی ته ور ننوت او دری څلور جنِکیانی ئی په چاړه ووژلی او څو کسان ئی زخمیان کړه. افراطی راسیسټانو او نژاد پرستانو او د مهاجر او مسلمان ضد عناصرو آوازه خپره کړه چی یو مسلمان افراطی ځوان د نڅا زده کوونکی وژلی دی چی په نتیجه کی افراطی انګریزی راسیسټان تحریک او په مدنی ښورښ ئی لاس پوری کړ، د مهاجرینو او مسلمانانو پر دوکانونو او استوګنځایونو او حتی مسجدونو ئی بی رحمانه حملی پیل کړی چی البته د ټولو مهاجرینو د ځورَوَنی په نسبت افغان مهاجر ډیر وځوریدل او ځوریږی.
    انګریزۍ رسنیو ددې اخلاقی رسوائی د کتمان او پټیدو په هدف په ایران کی د افغان ۱۵ مظلوم هلک د شکنجې ویډیو خپره کړیده.
    یوازی زموږ د وطن بیده او ویښ مدنی فعّالان ددی ډول دسیسو له ماهیت څخه خبر نه دی بلکه اکثراً د غربی نړی اوسیدونکی چی ځانونه هوښیار او آګاه ګڼی هم ددی ډول تبلیغاتی لوبو قربانی سوی دی.
    لږ بصیرت او تعقل پکار دی.
    د ایران دولت او ملت به د ځینو په ګومان د افغان او افغانیت دښمن وی چی مهاجر ته شکنجه ورکوی،
    خو
    د یو متمدن هیواد د دولت او ملت ( انګریز ) کرغیړنی کړنی به څرنګه توجیه شی چی د غلطی او کاذبی آوازې پر بناء ئی وحشیانه کړنو ته پناه وړیده؟
    زموږ اکثره روشنفکران او قلم بازان او ژبه وَران د سخت زړه سوی وړ دی ځکه د دوست او دښمن د تشخیص قوه ئی د صفر په حد کی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب