Homeخبرونهد افغانستان په څو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د پولیو...

د افغانستان په څو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د پولیو واکسین ورکول کېږي

تاند (شنبه، د اسد ۲۰ مه) د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له نن (شنبې) څخه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي لپاره واکسین پیلېږي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ پرون جمعه پر خپله ایکسپاڼه دد دې کمپاین د اعلانولو ترڅنګ له ولسه غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په پاکولو کې ونډه واخلي.

دې ادارط همداراز ویلي چې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې اجرا شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له‌منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج او ان د مړینې سبب یې کېږي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې محوه شوي نه دي. سږ ګال په پاکستان کې د پولیو ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې هم اکثره پېښې په پښتني سیمو کې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...