چهارشنبه, نوومبر 12, 2025
Homeخبرونههلمند کې د بُست پنبې او نباتي غوړیو فابریکې د فعالیت بیا...

هلمند کې د بُست پنبې او نباتي غوړیو فابریکې د فعالیت بیا پيل

تاند (شنبه، د اسد۲۰ مه) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د هلمند بُست پنبې او نباتي غوړیو فابریکې بیاځلي فعالیت پیل کړ.

دغه فابریکه چې ۵۶ کاله وړاندې جوړه شوې وه د وخت جنګونو له امله له فعالیته پاتې وه.

د اقتصاد لپاره د طالبانو د رژیم وزیر قاري دین محمد حنیف وویل، دوی اوس د هېواد رغونې ته لاسونه رانغاړلي او په هېواد کې د فابریکو او پروژو د پرانیستلو شاهدان یو.

د هلمند لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالرحمان مسلم کندوزي هلمند یو زراعتي ولایت بللی او ویلي یې دي چې د هلمند اقلیمي هوا د زراعت او مالدارۍ لپاره خورا مناسبه ده.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې د نساجي فابریکې هم په فعالیت پیل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...