شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د داعش د خطر په اړه د سرمنشي د مرستیال څرګندونې...

طالبانو د داعش د خطر په اړه د سرمنشي د مرستیال څرګندونې رد کړې

تاند (شنبه، د اسد ۲۰ مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه د ملګروملتو د تروریستي ضد چارو د مرستیال اندېښنې د لوېدیځ پروپاکند وباله.

ذبیح الله مجاهد پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه د سرمنشي د مرستیال (ولادیمیر ورونکوف) د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو داعش ډله سخته ځپلې ده. ده زیاته کړه، په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنې دې ډلې ته ښکاره کمپاین دی او باید ودرول شي.

ولادیمیر ورونکوف د روسیې تبعه دی او  ډېر کلونه یې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت او همداراز په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې د حکومت د استازي په توګه کار کړی دی.

د ملګروملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مشر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له لوري له افغانستانه دباندې د تروریستي بریدونو خطر شته.

ولادیمیر ورونکوف وویل، «د داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرمېشتو افغانانو او د منځنۍ اسیا د وګړو د ملاتړ په شمول خپلې مالي او لوژستیکي وړتیاوې ښه کړي دي. دې ډلې د جلب و جذب په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دی.»

ده د تروریزم د ګواښ په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت او نورو تروریستي ډلو فعالیتونه «د پام وړ اندیښنه پاتې ده.»

له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سرمنشي مرستیال ورونکوف همداراز وویل، «موږ باید متحد شو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په یوه خوندي ځاله بدل نه شي،»

ده د افغانستان له ګاونډیانو یې وغوښتل چې د داعش د خراسان څانګې د ګواښ د خپریدو مخه ونیسي.
د طالبانو ویاند وویل چې د افغانستان ټوله جغرافیه د دې ډلې تر کلک کنټرول لاندې ده، چې هیڅ خپل سري کورنۍ او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت جرات نه لري.

1 COMMENT

  1. کله چې د پیسو د بندیدو یا کمیدو اوازې خورې شي بیا د بلې پروژې داعش اوازې په زیاتیدو شي. حیرانتیا خو داده چې پلار یې امریکا ده طالب او داعش یې بچیان دي نو بیا خو پلار او کاکاګان باید وپوهیږي چې حقیقت څه دی که کورنۍ خبره پټوي نو تربرونه خو یې ښکاره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب