دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

شپاړسمه برخه

حبرون، الخلیل ته تلل د تاریخ او تنوع زړه ته د سفر کولو په څیر دی. د موټر له ښېښې چې مې کتل غونډۍ، منظرې او کلي د زړه راښکونکي کیسې د فصلونو په څیر راپورته کېدل. حبرون ته عربان الخلیل وایي. په عبراني ژبه کې د حبرون کلمه ډیری معناوې لري، ملګرتیا، ناسته. په همدې ډول چې بیت المقدس ته دارالسلام یا د سولې ښار ویل یو طنز دی همداسې دغه ښار هم له خپل مفهوم سره هیڅ تړاو نه لري. په نړۍ کې دا یو له هغو ښارونو څخه دی چې اوسېدونکي یې ډېر سره وېشل شوي او د کرکې فصل په کې ښه په خوند شین شوی دی.‌

زموږ بس ښه په طبعه د الخلیل بر لوري مزل کوي. لکه د مخکنیو سفرونو په څېر یو ځل بیا زموږ لارښود یوسف د موټر مخکیني سیټ نه راپورته شو او مایک یې خولې ته ونیو. هیلو ایوري ون!

موږ الخلیل ته ځو. د الخلیل د دیني ارزښت او تاریخ په اړه به شیخه عایشه تاسې ته معلومات وړاندې کړي، خو یو څو ضروري یادونې دي چې هیله ده په پام کې یې ونیسئ.‌ پر لاره چیک پواینټونه دي دتالاشۍ پر وخت مو پاسپورټونه تیار وساتئ.‌ الخلیل له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي شاهد دی او هلته امنیتي وضعیت دومره ښه نه دی. هلته له رسېدو سره به تاسو وګورئ چې د ماشومانو او ځوانانو یو لښکر را ووځي. دوی به تاسې نه خیرات غواړي. پر تاسو به شیان پلوري، هیله ده ځان ترې وساتئ. په ځانګړي ډول لاسي‌ بیکونو او جیبونو ته مو ډېر خیال وساتئ چې هلته ډېر مسلکي کیسه بُران پیدا کېږي. یوسف مایک زموږ یو بل ملګري طارق ته وړاندې کړ،‌ لکه چې هغه ورته اشاره وکړه. طارق وویل موږ به هلته څنګ په څنګ درې کتارونه جوړ کړو. د ښځو کتار په منځ‌ وي او دواړو خواو ته به یې نارینه وي. نارینه ملګري به کوښښ کوي چې مېرمنو ته د ځایي‌ ماشومانو او نویو ځوانانو لاسرسی محدود کړي او هغوی ته اجازه ورنه کړي چې د کتار منځ ته ننوځي.

مېرمنې لکه چې په دې خبره وویرېدې.‌ څو تنو د بس له سیټونو غږ کړل. ایا هلته وضعیت رښتیا هم همدومره خراب دی؟ طارق ویل د ویرېدلو داسې څه نه شته، خو موږ خپل احتیاطي تدابیر نیسو. الخلیل له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي د پیښو شاهد دی، هلته وخت ناوخته د اسراییلي پوځیانو او میشتو فلسطینیانو ترمنځ نښتې کېږي. دا نښتې د تیږو له ویشتلو څخه تر ډیرو سختو نښتو پورې وي، چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې سبب کیږي. موږ نه غواړو چې ددوی ترمنځ‌ د بل جنجال لامل شو.‌

وروسته شیخه عایشه راپورته شوه او خبرې یې پیل کړې: حبرون چې په عربي کې د الخلیل په نوم هم یادیږي، د تاریخي او کلتوري ارزښت له پلوه بډایه ښار دی چې د فلسطین په لویدیځه غاړه کې موقعیت لري. دا ښار په نړۍ کې یو له پخوانیو ښارونو ځخه دی چې تر ۴۰۰۰ کلونو زیات تاریخ لري. د یهودانو لپاره بیت المقدس د مکې مکرمې په څیر دی، په همدې توګه الخلیل د مدینې په څیر ګڼل کیږي. فلسطيني عربان یې بیا د اسلام څلورم مهم ښار ګڼي. دا ښار تر هغه وخته د حضرت داود عليه السلام د پاچاهۍ پلازمينه وه چې خپله پلازمينه يې بيت المقدس ته انتقال کړه. دغه ښار دا ویاړ هم درلود چې اوه سوه کاله په پرله پسې توګه د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې و، تر دې چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې له اردن څخه ونیو.

شیخې عایشې خبرې کولې چې زموږ موټر دیو چیک پواینټ مخې ته ودرېد. دا ځای داسې و لکه د خیبر پر لاره لواړګي یا لنډي‌کوتل کې د خاصه دارو چیک پواینټ غوندې. دوه اسرائیلي‌ پوځیان چې شنې دریشۍ، اوسپنیزې خولۍ او درنې چانټې یې پر سینه تړلې وې د موټر شاخوا تاو شول. یوسف ورته په عبري ژبه وویل چې دوی سیلانیان دي او له امریکې نه راغلي. د یوه تن پاسپورټ یې چیک کړ او نور یې بس ته اجازه ورکړه. تر دې چیک پواینټ لږ مخکې د سړک پر شاوخوا د وچو غونډیو پر لمنو ګڼ بلاکونه ولاړ وو. داسې ښکارېدل لکه یوه پوځي قرارګاه. لږ وړاندې یوه نجلۍ او دوه ځوانان د سړک پر غاړه په شخصي جامو کې روان وو. د ځوانانو داسې سوچه ږیرې وې لکه د حقانیه مدرسې شاګردان. دواړو سپینې جالۍ خولۍ پر سر کړې وې او وسلې یې پر غاړه ځړېدې. له نجلۍ سره هم ټوپک و.

موټر روان دی او زه له کړکۍ د غونډیو ننداره کوم. د سړک پر دواړه غاړه د غونډیو پر سر نوي کورونه جوړ شوي دي. هر ځای چې څوک وینم وسله یې پر غاړه وي. لږ وړاندې بیا د سړک پر غاړه یو بل کلی ښکاره شو. یو ځوان له غونډۍ ښکته کېده. یوه جوړه اضافي‌ عسکري‌ بوټان یې په لاس کې ځړېدل ټوپک یې پر غاړه و. دلته چې ما څومره خلک ولیدل د زیاترو ږیرې او وړې جالي خولۍ پر سر وې. کله کله خو به راته ددې ځای خلک د خوست د سټې کنډاو او یا وزیرو غوندې ښکاره شول. ما له ځان سره فکر کاوه چې دا خلک ولې ټول مسلح ګرځي، خو سیټ کې د څنګ ملګري راته وویل چې دلته عسکري‌ پر اسرائیلي نارینه و درې کاله او پر ښځو دوه کاله جبری ده.

زموږ موتر چې څومره االخلیل ته نږدې کېده هغومره غونډۍ او کلي نور هم ښایسته کېدل.‌ ورو ورو مې احساس کړ چې غونډۍ شنې شوې او د زیتونو ګڼې ونې پرې ښکارېدلې. زیتون ددې خلکو مقدسه ونه ده، ځکه خو هر ځای لیدل کېږي.‌ په زړه کې مې ویل ابراهیم علیه السلام هسې دا ځای د استوګنې لپاره نه دی غوره کړی. په رښتیا هم چې الخلیل ښایسته سیمه ده. موږ چې څومره د ابراهیم علیه السلام مزار ته نږدې کېدلو هغومره د سړک پر دواړو غاړو کلي‌ او کورونه زیاتېدل.

یوسف یو ځل بیا خبرو ته پاڅېد.‌

اوس موږ د الخلیل ښار ته ورسېدو خو زیارت لږ مخکې دی. دا ښار ډېر لوی صنعتي حیثیت لري. په ۱۹۹۴ کال کې د ناروې په اوسلو کې د شوي تړون له مخې په دوو برخو وویشل شو. یوه برخه H-1 نومیږي، په کوم کې چې نن ورځ درې لکه فلسطینیان ژوند کوي. دا د فلسطیني ادارې لخوا اداره کیږي. دویمه برخه چې د H-2 په نوم یادیږي، ۷۵۰ اسراییلیان او دېرش زره فلسطینیان په کې میشت دي. د دغو اووه نیم سوو اسراییلي نفوذي کسانو د ملاتړ، مرستې، ساتنې او ذهن د ارامولو لپاره هر وخت یو نیم زره عسکر په درنو وسلو سمبال ددوی پر کورونو پيره کوي. دا یهودان دلته له نورو ځایونو مهاجر شوې دي. په بل عبارت، د هر مهاجر د ساتنې لپاره دوه عسکر ګومارل شوي.

په زړه کې مې ویل دا نو مهاجر نه دي د افغانستان جنګسالاران دي چې کورونه به یې یو وخت په پیره ساتل کېدل.

یوسف خپلې خبرې وغځولې:  دا د فلسطین د آزادۍ غورځنګ مرکز دی. د ډزو، چاودنو، چړو وهلو پېښې چې د ورځپاڼو له لارې تاسو ته رسېږي په همدې ښار پورې اړه لري. هغه یهودیان چې اسرائیل دلته میشت کړې دي. په دوی کې اکثریت افراطي امریکایان او فرانسوي یهودیان دي. داسې ښکاري چې په فرانسه کې د تخریب او فساد یو حرکت شتون لري، چې د هغې ټوټه په تیرو وختونو کې په الجزایر، تونس، مصر او په وروستیو کې په لیبیا کې د فرانسوي ظلمونو سره تړاو لري. دا یهودي کډوال د دولت په مشرۍ پر لرغوني فلسطیني وګړو د ظلمونو د ترسره کولو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

د دې ظلمونو وحشتناک اړخ دا دی چې د یهودانو او عربو لپاره په یو ډول جرمونو کې دخیلو لپاره مختلف قوانین او سزاګانې لري. د عربو جرمونه په پوځي محکمه کې ډېر په بیړه او ظالمانه ډول او د یهودي مجرم په ملکي محکمه کې په تعامل او نرمه خندا سره محاکمه کېږي. تاسې چې کوم زاړه کورونه د عمومي سړک پر دواړو غاړو ګورئ دا د عربانو دي. دوی د خپلو کورونو له لويو دروازو څخه د ننوتو اجازه نه لري. دوی کله کله مجبورېږي چې د کور د شا له دروازې، دیوالونو او یا له کړکیو نه بپه ټوپ وهلو کور ته ننوځي. د انسان کرامت ته داسې سپکاوی د نړۍ په هیڅ ښار او ټولنه کې نه لیدل کیږي. هغه کورونه چې نوې او عصري ښکاري د یهودو کورونه دي چې د عربو ځمکې یې غصب کړي.‌

 زموږ بسونه له خامه سړک نه تاو شول او په یوه لوی میدان کې ودرېدل. شاوخوا پر غونډۍ ګڼ کورونه دي چې تنګې کوڅې لري‌ او د ځینو خو لا بامونه له یوه او بل سره نښتي‌ دي. کټ مټ لکه د کابل ښار دهمزنګ سیمه غوندې ښکارېده. یوازې یو توپیر په کې دا و چې د دهمزنګ کورونه یوې غاړې ته د غره په ډډه ودان دي او دلته څلورو خواو ته کورونه دي. د میدان یوې غاړې ته د خامه سړک پر غاړه یو ډېران و، چې ترڅنګ یې څلور یهودي ځوانان په منډه تېر شول. ټول تندرست او تازه ښکارېدل.

د بسونو له درېدلو سره سم  ماشومانو او تنکیو ځوانانو زموږ پر موټرو هجوم راوړ. شاوخوا راته ودرېدل. دا د فلسطیني مسلمانانو ماشومان دي. په لاسونو کې یې بېلابېل جنسونه نیولي وو. لکه د کابل یا جلال اباد ښار کوچني سوداګر.‌ موږ د خپل پلان له مخې درې کتارونه جوړ کړل.‌ منځني کتار کې مېرمنې او دواړو خواو ته نارینه.‌ هغه نارینه چې ځوانان او تکړه وو د کتارونو په سر او پای کې موظف شول او هغه چې سپینږیري وو د کتار په منځ کې به ځای ورکړل شو. طارق یو سیار سپيکر په لاس کې واخیست. شیخ عمر په مایک کې لارښوونې کولې. موږ ورو ورو په درود او صلوات ویلو د حضرت ابراهیم علیه السلام د زیارت پر لور وخوځېدو.

زیارت له هغه ځایه چېرته چې زموږ بسونه ودرېدل لږ پورته دی. یو تنګ پوخ سړک دی،‌ چې لږ مخکې ځې ښي لاسته یوه کوڅه تاوه شوې چې شاوخوا ترې زاړه او تاریخي کورونه دي. وړاندې بیا یو کوچنی بازار دی چې یو څو دوکانونه یې خلاص و خو خریداران په کې نه ښکارېدل. دوکاندارانو ته مې پام شو چې خپه خپه د خپلو دوکانونو مخې ته ناست وو. د بسونو له ځایه ماشومان راپسې دي او کوښښ کوي د مېرمنو کتار ته ځان ورسوي.‌د چا لاس کې ژاولي، له چا سره پر ټوکرو لیکل شوې کلیمې او چا سره د بیت المقدس په عکسونو ښکلي شوي کیلي‌ بندونه دي. دوه وړې ښایسته نجونې چې ښایي د اتو یا نهه کلونو به وې ماته را نږدې شوې او خیرات یې غوښت،‌ زړه مې و چې جیب ته لاس کړم، خو متاسفانه موږ ته ویل شوي وو چې که یوه تن ته مو خیرات ورکړ د ټولو پام به در واوړي او سخته بې نظمي به رامنځته شي.‌ دوو دوکاندارانو له دوکانونو پر موږ غږ وکړ چې یو څه ترې واخلو، خو موږ خپل مزل کاوه. پنځه دقیقې وروسته لکه د زندان دروازې غوندې دیوال ته ورسېدو. دلته د اسرائیلي‌ پوځیانو پوسته وه او هرڅوک چې د ابراهیم علیه السلام زیارت ته ځي باید له سکېنر نه تېر شي.‌ زموږ ملګري‌ یو یو تېر شول او یوې جګې غونډۍ ته وختل.

پر دغه غونډۍ یوه لویه تاریخي کلا ته ورته ځای دی چې د غره له توږل شویو ډبرو جوړه ده. د کوڅې ښي لاسته پر یوه زړه دروازه د حضرت یوسف علیه السلام د مقبرې لوحه لګېدلې وه. شیخ مجید چاته غږ وکړ او هغوی کیلي راوړله. موږ کتار د یوسف علیه السلام زیارت ته ننوتو. لکه یو زوړ ګودام  یا څمڅې ته چې ننوځې،‌ دواړو خواو ته خټین دیوال او یو تنګ ځای و چې شل کسان په سختۍ په کې په ولاړه ځایېدل. چت یې هم خراب شوی و، زه وویرېدم چې هسې نه را پریوځي. دومره ساده  زیارت چې ان ځمکه یې هم نه وه سیمټ شوې. شاوخوا یې بوجۍ ایښې وې خو زه پوی نه شوم چې د څه شي وې.

بیخي‌ لکه یعقوب ورپسې هر سړی ړندېږي

په دې ښار کې یوسف اوسي خبر یې کړم کنه

په زړه کې مې ویل،‌ ای یوسفه! ای د مصر پاچا، ای د ښایست سمبوله، ما هېڅکله باور نه کاوه چې زه به ژوند کې ستا مزار وینم او هغه هم په دې حال. څه شول هغه وختونه چې د کمیس په بوی دې د یعقوب (ع) سترګې بینا کېدلې، د ښایست په لیدو دې د مصر نجونو ګوتې پرې کولې او د خوبونو تعبیرونه دې اسماني رازونه سپړل. ای د مصر عزیزه کاشکې مې ستا مقبره په دې حال نه وای لیدلی.

موږ همدلته یوه شېبه ودرېدو. د یوسف علیه السلام ارواح او نورو مسلمانانو په حق کې مو دعا وکړه.‌ له دې ځایه چې پورته لاړ شې یوه مدرسه ده او بیا ښي لاسته ابراهیمي جومات دی چې د یهودانو او مسلمانانو دواړو لپاره سپیڅلی ځای ګڼل کېږي.‌ ابراهیم علیه السلام دغه ځای ته د خپلې کورنۍ هدیرې حیثیت ورکړی و. همدا لامل دی چې په دروازه کې یې د بي‌بي سارا‌ قبر او په احاطه کې یې د هغه د زوی حضرت اسحاق (ع) او لمسی حضرت یعقوب (ع) مبارک قبرونه هم موندلای شئ. د دغو پیغمبرانو د میرمنو قبرونه هم دلته دي. پاچا هرډ دوه زره کاله مخکې د دې زیارتونو شاوخوا محافظتي دیوال جوړ کړ چې نن ورځ هم خوندي دی. له همدې امله اوس دغه ټوله احاطه د حرم ابراهیمي په نوم یادیږي.

د هر قبر ترتیب داسې دی چې د میړه او میرمنې قبرونه سره یو ځای دي. ټوله احاطه د بلټ پروف شیشې په واسطه په دوه برخو ویشل شوې ده. د مسلمانانو په څنګ کې په رقه کې د حضرت ساره، حضرت اسحاق (ع) او د هغه د مېرمنې قبرونه دي او د حضرت يعقوب (ع)، د هغه د مېرمنې ليه او حضرت يوسف (ع) نور قبرونه د يهوديانو په انګړ کې دي.

د جومات منبر یو له هغو درېیو منبرونو دی چې د سلطان صلاح الدین ایوبي‌ له خوا ډالۍ شوی دی. لکه دمخه مې چې یادونه کړې یو منبر په اقصی جومات کې دی چې هغه لږ زیانمن شوی خو دا په خپل حالت پاتې دی. دلته یوه خبره چې یادول یې ضروري‌ ګڼم، دغه ټول قبرونه په غارونو کې دي چې پاس یوازې بکسونه د قبر په شکل ایښودل شوي دي.‌ د جومات یو تن مسوول زموږ لپاره د ابراهیم علیه السلام د قبر دروازه خلاصه کړه او د یوه مزي په وسیله یې غار ته ډیوه ښکته کړه چې موږ یې وګورو. خو قبر په ژورو کې دی سم نه لیدل کېږي.‌

موږ د جومات په احاطه کې وو چې یوسف یو بد خبر راوړ.‌ ویل یې د باندې یو شمېر کسان راغلي‌ چې زموږ مزاحمت وکړي،‌ موږ به له ډېر صبر نه کار اخلو او کوشش به کوو چې ورسره لاس او ګریوان نه شو. د یوسف په وینا دا د یهودانو بړیڅي دي چې اوبه خړوي او کبان په کې نیسي. دوی مسلمان زیرت کوونکي تنګوي، کله چې د سیمې مسلمانان یې ننګې ته را ودانګي‌ بیا له هغوی سره اخ و ډب کوي چې ډېر ځله پوځیان ددوی په طرف درېږي.‌ ددوی نقشه داده چې له نورو ځایونو راغلي‌ مسلمانان او دلته میشت مسلمانان دواړه په تنګ کړي او سیمه ترې خالي کړي.‌

د جومات او زیارت له احاطې چې ووتو، د اسرائیلي پوځیانو زغره وال ګاډي را رسېدلي‌ وو او شاخوا یې ټوله محاصره کړې وه. د فلسطیني ځوانانو مخونه هم په برجونو او بامونو کې ښکارېدل. د زیارت له ساحې د بسونو تر ځایه موږ په ډېر تکلیف ورسېدلو ځکه یو شمېر بې وسلې کسانو او ماشومانو زموږ مزاحمت کاوه او د محل مسلمانانو بیا موږ ته لاره پاکوله چې خپلو موټرو ته ورسېږو. تر بسونو چې رسېدو وضعیت دومره خراب شو چې پوځیانو مداخله وکړه او د ډزو اوازونه واورېدل شول.‌ ما له یو زلمي نه د جومات مخې ته د فلسطین ماډلونه اخیستي وو هغه ټولې پیسې مې ورسره پاتې شوې او د کاروان مشر له موږ نه وغوښتل چې ژر تر ژره باید له ساحې ووځو.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب