پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد سرمنشي مرستیال وايي، د داعش د حملو خطر له افغانستانه دباندې...

د سرمنشي مرستیال وايي، د داعش د حملو خطر له افغانستانه دباندې زیات شوی

تاند (جمعه، د اسد ۱۹ مه) د ملګروملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مشر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له لوري له افغانستانه دباندې د تروریستي بریدونو خطر شته.

ولادیمیر ورونکوف وویل، «د داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرمېشتو افغانانو او د منځنۍ اسیا د وګړو د ملاتړ په شمول خپلې مالي او لوژستیکي وړتیاوې ښه کړي دي. دې ډلې د جلب و جذب په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دی.»

ده د تروریزم د ګواښ په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت او نورو تروریستي ډلو فعالیتونه «د پام وړ اندیښنه پاتې ده.»

له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سرمنشي مرستیال ورونکوف همداراز وویل، «موږ باید متحد شو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په یوه خوندي ځاله بدل نه شي،»

ده د افغانستان له ګاونډیانو یې وغوښتل چې د داعش د خراسان څانګې د ګواښ د خپریدو مخه ونیسي.

د ملګروملتو سرمنشي د جولای په ۳۱مه په یوه راپور کې وویل چې د داعش او د هغې د اړوندو ډلو ګواښ “په لوړه کچه په خپل حال پاتې دی، په داسې حال کې چې دغه ډله او ورسره تړلې ډلې د ترهګرۍ پر ضد د پر له پسې هڅو په مقابل کې د مقاومت او تطابق وړتیا ښیي.”

په راپور کې ویل شوي چې د جنورۍ په درېیمه په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو او د مارچ په ۲۲مه په مسکو کې د کنسرت په تالار کې د داعش له خوا له مرګونو بریدونو وروسته، د راپورونو له مخې د اسلامي دولت اصلي مرکز د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو عملیاتي کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې په بهر کې بریدونه وکړي.”

د افغانستان واکمن طالبان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو یې په هېواد کې د داعش مرکزونه له منځه وړي او د افغانستان د ملي امنیت او د سیمې د امنیت د ګواښلو لپاره یې د دې ډلې وړتیا کمزورې کړې ده.

ورونکوف خبرداری ورکړ چې د افریقا ځینې برخې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو مرکز پاته دي، چې په ځانګړې ډول په لویدیځه افریقا او ساحل کې بې ثباتي زیاتوي.

هغه وویل، د داعش دوه سیمه ییزې څانګې – د لویدیځې افریقا د اسلامی دولت ولایت او په په لوی ساحل کې اسلامي دولت – خپلې عملیاتي سیمې پراخې او پیاوړې کړې دي.

“که چیرې دا ډلې په شمالي ساحلي ایالتونو کې خپل نفوذ پراخ کړي، نو له مالي څخه تر شمالي نایجیریا پورې پراخه سیمه ممکن د دوی تر اغیزمن کنټرول لاندې راشي.”

هغه زیاته کړه چې دوی د کانګو په ختیځ دیموکراتیک جمهوریت، شمالی موزمبیق او سومالیا کې هم یو ګواښ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب