جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبدوې محترمې پېغلې | نجیب احمد عزیزي

دوې محترمې پېغلې | نجیب احمد عزیزي

له يوه دريابه خېژي فرق يې ډېر دی

که نظر کړې د دریاب په مرغلرو

«خوشال بابا»

موږ په فرهنګي ساحه کې يوازې د نارینه ليکوالو، ژباړونکيو او شاعرانو په ستاينه تېروو او وخت مو ورکړی وي، راځئ په دې برخه کې لږ سترګې د وطن تکړه او هنرمندو پېغلو ته ورواړوو په ستاينه يې ځان کم و نه ګڼو د دوی په باره کې څرګنده او د زړه خبره وکړو، موږ تل د مړو په ستاينه تېر کړ، خو په ژوندونو مو يې ځای او قدر و نه پېژندل.

کابو درې کاله کېږي د فېسبوک له لرې واټنه دوې تکړه پېغلې تر نورو ډېرې څارم، حتا ډېر پوسټونه يې کمپيوټر ته راکاپي کوم تاسې به واياست دا به څوک وي؟ زه يې در پېژنم فکر او شخصيتونه يې لکه د ځمکې او اسمان غوندې توپير سره لري، کېدای شي د نورو قلم‌والو پېغلو په سر کې راشي محترمه مهرتاج او اغلې شفیقه خپلواک موږ فرهنګيان چې کله سره کېنو د نورو د ستاينې، هڅونې پر ځای لومړی عُقده‌يي بې‌بنسټه غیبت کوو چې دا د فرهنګيانو تر منځ بدبختانه يوه ناوړه چاره ده، خو کله چې بیا هغه مخامخ ووينو، ځان ورته سپین – سپین کوو، نورې خبرې به پرېږدو، زه له دوی دواړو بښنه غواړم، ځکه زه د دوی په حق کې لومړی تېری کوونکی يم…

په کابل کې يوه ورځ اکسوس کتاب‌پلورنځي ته ورغلم د ايوانکا ټرمپ د ډونالډ ټرمپ د لور کتاب پښتو ته ژباړل شوی و، خو کله چې مې ورپام شو پښتو ژباړنه يې شفيقه خپلواک وه، د کتاب تر محتوا او تبصرې مې لومړی نورو کږو وږو انګېرنو سر را پورته کړ، خو کتاب مې و نه لوست، دا زما يوه تونده او بې‌منطقه پرېکړه وه.

***

درې نيمې ماشتې وړاندې مينه یار مارکيټ کې ارشاد کتاب پلورنځي ته ورغلم، وګرځېدم چې نوي څه شی راغلي دي، که څه هم زه د ارواپوهنې په مضامينو پسې تر ډېره ګرځم چې نوي څه پيدا کړم، بیا مې د اغلې خپلواک په «ميين توري چې مخکې چاپ شوی و وليد، د کتابتون په يوه کونج کې غلی ورته کېناستم، کتاب په ازاده شاعري پسولل شوي و، شاعري يې لکه لوی سمندر چې سر او پاي يې نه معلومېده داسې خيال پکې هاخوا او دې خوا الوت لکه بې‌ازاره کوتره ګرځېد، الفاظ يې هم هغسې ارام وو، خو درک مې نه کړل چې د داسې شاعري منشاء به څه وي؟ مګر دا ويلای شم چې دغه کتاب يوازې د هغو زړونو ترجمانې کوي چې له وطن سره يې نایابه مينه وي، خو شاعره له خپل ميين سره د وطن له مينې وروسته په سړه سينه مخ کېږي، لږ ترې ګيلې کوي، بیا ورته د وطن ښکلاوې، نړيوال امن او خوښۍ بیانوي، نه خپل ځان ښيي، نه ميين ته د ځان په ستاينه کې افراط کوي. «ميين توري» هغه مجموعه ده چې الفاظ يې د وطن پر ښکلا، امن، د هرې ښځې د زړه له اوازه رغېدلي دي، خو کله کله په يوه مبهم او مغرور ميين باندې په ناز ناز د وطن نندارې هم کوي، تر لاس يې نيسي د وطن له ښکلاوو يې په ګډه خوند اخيستلو ته رابولي.

خو کله چې په درېيم ځل له سروش کتاب‌پلورنځي زما وړوکی کتاب او ګاونډی يو ځای چاپ شول، د اغلې شفیقې شعرونه مې پر فېسبوک هم لوستي وو، خو بیا مې چې د دغه نوي کتاب څو مخيزه سريزه ولوسته له لرغوني يوناني ټولنې تر نننۍ دورې پورې يې د شاعري په باب يې زما ذوق څو چنده زیات کړ، له شعر سره يې واقعي تړاو باندې وپوهولم.

د دې له پوسټونو او شعرونو يوازې د اثر ما اخیستی چې توند او تېز الفاظ تر ډېره بريده کم کړم او کېدای شي ټول وواياست چې د اغلې خپلواک شاعري چې څومره مبهمه او ځينې کسان ورته بې‌ذوقه او عمر خوړلې ښځې ذوق وايي، خو د يوې پراخې نړيوالي ټولنې که شعر په نړيواله سطحه معرفي کېږي، مثلاً تور او سپين، مذهب، سیاست او بل هيڅ شي ته پلوی او تحقير پکې نه ليدل کېږي، ذوق د دې خپل دی خو دا د عربو شاعره هم ده،  د تور پوستو د زړه له اوازه هم آګاه ده، د شرق هم ده او د غرب هم ده.

 يوازې يې د خپل مبهم ميين لپاره يې نړۍ نه ده ورپسې قرباني کړې، عموماً نارینه شاعران تر خپلې معشوقې ټوله نړۍ او رنګونه قرباني کوي يا که له خپل ميين څخه ګيله‌منه شوې، د نورې نړۍ رنګونه هماغسې روښانه ورته پاتې دي، ورته توره تياره نه دې شوي.

***

د فېسبوکي پېغلو په شاعري باندې زه دا ګومان کوم چې ګوندې مابه ښيي، که مانه ښيي، زما مثبت فکر يې لا را زیات کړی دی.

۲ د محترمې مهرتاج لومړی ځل ما په ياران وېب‌پاڼه ديني لیکنه ولوسته، پراخ څېړنيز معلومات يې د ښځو په هکله را اخيستې وو، بیا يې په اسلام کې د ښځو حقونه تشريح کړي وو، ورو ورو مې ورته پام شو او تر اوسه يې هره ليکنه لولم، له ادبیاتو سره د هغې کلکه رابطه هم خورا د پام وړ ده چې ازاد شعرونه يې هر يو د زړونو ترجماني کوي، دا کټ مټ لکه د عسلو مچۍ داسې ده که څوک ورباندې کار نه لري خپل شات پرېمانه لري، خو له خپل مخالف سره يې بیا د چيچلو نېښ د مار تر زهرو او غاښونو هم بدتر دی. « خدای دې توندي په مينه بدله کړي» خو تر ډېره تونده ژبه پر ځای کاروي.

***

دوې دواړې اغلې چې تر کومه بريده زه درک کوم، خوښ شم چې د ژبې، فکر او باهنره قلم اتلاني لرو، د ښځينه فرهنګيانو په تېره بیا هغه چې په ټولنيزو رسنيو کې له لرې يې پېژنو، د دوی يادونه راته اړينه ښکارېده او هغه ټولې ښځې چې خپل ځان، کورنۍ او زخمي زخمي ټولنې ته کار کوي، دوی موږ ته د افتخار وړ دي، ځکه دوی د پوهې او تفکيک خاونداني دي، د کتاب لوستونکې او د قلم په ژبه غږېږي، نن يې څوک د ژوند په شخصي او ټولنيزو حقونو هيڅوک، بلکې غاصب نارینه منګولې نه‌شوای لګولای، دوی فکر او ژبه لري، د دې کار لپاره يې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې دي او نورو پېغلو ته هم د دوی په نقش قدم د تللو توفيق غواړم.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب