زمری بازار ته لاړ.، ډېر رختونه یې ولیدل، خو رنګ یې خوښ نه شو.
بله ورځ له خپل ملګري سره بازار ته لاړ. بیا یې ملګري ورته یو رنګ خوښ کړ او د ده بل رنګ خوښ شو. دواړه د رنګ په ټاکلو کې هم نظره نه وو.
په همدې وخت کې د دوی یو ملګری په لاره تېرېده.
یوه پرې غږ وکړ. هغه له لارې راوګرځېد، له روغبړ وروسته یې ورته وویل: کوم رنګ ښه دی؟
ملګري یې وویل: دواړه رنګونه ښه دي، خو مناسب نه دي. هغه ورته وویل: رنګونه او رختونه باید له موسم او څېرې سره سم خوښ شي.
وروسته یې مناسب رنګ ورته وټاکه، چې د درې واړو خوښ شو.
یو بل ملګری له پوهنتونه په لوړه درجه فارغ شوی و. ډېر وخت بیکاره و، ناڅاپه ورته په یو وخت کې درې دندې پیدا شوې:
ـ یوه وظیفه لنډ مهاله وه، معاش یې ډېر و.
ـ دویمه دنده دایمي او نږدې وه، خو معاش لږ و.
ـ د درېیمې دندې معاش ښه او برابر و، خو سیمه یې ناامنه وه.
ځوان حیران و کومه وظیفه انتخاب کړي؟
له مشورو وروسته کورنۍ او نږدې ملګرو ورته داسې دنده وټاکله چې دایمي او وظیفوي مصؤنیت یې درلود.
کله له انسان څخه د پرېکړې لار ورکه شي. د ژوند په وړو کارونو کې هم زړه نا زړه وي، چې څه/کوم انتخاب کړي؟
بله ورځ هماغه کس چې ځانته یې د کالیو رنګ خوښولی نه شو. د هیواد په ولسمشر ملنډې وهلې، ویل یې څومره بې زړه انسان دی، یوه پرېکړه کولی نه شي؛ خو دی د یوه جوړه کالیو په ټاکنه کې شکمن و. هغه چې د هیواد په کچه اقدام او فیصله کوي، څومره به ګرانه وي؟
په ژوند کې د حل یوه لاره نه وي، نورې لارې چارې هم شته، چې انسان ځنې کار واخلي.
پورتنۍ دوه بېلګې د همدې لپاره وې چې: ” د خیر په چارو کې منځنۍ لاره غوره شي. “
تدبیر او مشوره د تړلو دروازې لار پرانیزي او د پرېکړې لپاره زمینه برابروي.
مناسبه پرېکړه پوهه او زړورتیا غواړي. هره پرېکړه د ټولو په ګټه نه وي، خو جامع او سنجول شوې پرېکړه د ډېرو ګټې خوندي کولی شي.
شهزاده شهیر، بلخ، مزار شریف