خوب ليدل عموماً په دوه برخو وېشلی شو:
۱، شاعرانه خوبونه.
۲، واقعي خوبونه.
شاعرانه خوبونه هغه دي، چې يو شاعر يا ليکوال خپل سوچ، فکر او پېغام د خوب په نوم په ادبي صنعتونو کې وړاندې کړي، د مثال په توګه د ګل باچا الفت صیب (د شاعرتحفه) وړاندې کولی شو.
خوب ليدل لکه خوب کول طبعي خبره ده. خوب کافر هم ويني او مسلمان هم، حتی څېړنو جوته کړې، چې څاروي هم خوبونه ويني. اوس نو پوښتنه دا ده، چې کافر او حتی څاروی هم خوب ويني نو دا خو زموږ د ولس د ديني شعور له مخې واليان نه شول؟ سبحانالله، نه داسې نه ده. لومړی به يوڅه په عمومي ډول د خوب په اړه وغږېږو.
موږ عموما د دريو اساسي لاملونو له مخې خوبونه وينو او د همدغو لاملونو له مخې يې په دريو ګټګوريو وېشلی شو.
۱، وسواسي خوب.
۲، شیطاني خوب.
۳، رحماني خوب.
وسواسي خوب هغه خوب دی، چې موږ د ورځې څه وکړو هغه مو په حافظه کې ثبت شي، کېدی شي د شپې د ملاستي په وخت کې هغه کار په اړه سوچ هم وکړو نو شپې ته همهغه کار او يا هغه کار ته ورته کار په خوب کې وينو، له دې لامله طب ټولو خوبونو ته د انسان د ورځني ژوند د کړو وړو عکاسي يا وېډيو وايي، چې د ژوند په مختلفو برخو کې يې په ورته ډول يا په لږ تغير سره په خوب کې ويني.
نو ځکه طب د خوب نورو ډولونو ته چندان غوږ نه نيسي او په همدې يو ډول يې له ځان سره کلکه پرېکړه کړې ده.
کله چې پر خوب خبرې کوو نو اړينه ده، چې په شعور، تحت الشعور او لاشعور هم خبرې وکړو، پوهانو د انسان د شعور پورتنۍ درې برخې تر بحث لاندې نيولې او دا يې ثابته کړې، چې ممکن په خوب کې داسې شيان هم ووينو چې په وېښه موږ او زموږ پلرانو هم نه وي ليدلي، حافظه يا د خوبونو ثبت او ليدل د ارثي انتقال يوه برخه ده نو څوک دې حيرانېږي نه، چې ما خو دا ډول شی تر دې دمه په وېښه چرته نه و ليدلی خو په خوب کې مې وليدلو. پوهان د همدا ډول دلايلو پر اساس د انسان پر فردي لاشعور چې د مور له خېټې پيل کېږي سربېره ټولنيز لاشعور چې د لومړني انسان له پېداېښت سره سم پيل شوی هم ثابتوي. مګر ځينې نور علما له دې هم وړاندې ځي او وايي چې ټولنيز لاشعور د لومړني انسان له مادي وجوده مخکې پيل شوی، يعنې د ارواګانو له پېدايښت سره سم پيل شوی، دا بیا د انسان په رياضت او تجسس پورې اړه لري، چې د ټولنيز لاشعور برخې په خوب يا په ويښه ليدلی شي او که نه؟
خو که بېرته شعور ته راوګرځو نو په نصوصو کې لولو چې شیطان د انسان وجود ته داخلېدی شي، دا مالومه خبره ده، چې د انسان وجود بې له وينې نه شي چلېدلی، وينه د انسان د زړه په وسيله ټول وجود ته رسېږي، کله چې شيطان د انسان په وينه کې داخل شي نو د انسان زړه او مغزو ته په اسانۍ سره ځان رسولی شي او ممکنه ده چې انسان په خپله خوښه روان کړي نو دا ډول انسان که خوب ويني او که په ويښه کوم سوچ او فکر کوي حتمي به په يو نه يو ډول د شيطاني لارښوونو په رنګ ککړ وي.
رحماني خوب هغه دی، چې د اللهتعالی لخوا د د زيري يا خبرتيا په مانا وي، څرګنده خبره ده، چې دا ډول خوب فرعون هم ليدلی و، اللهتعالی که وغواړي هرچاته په هر ډول خبر ورکولی شي، تېږه، ونه، خاوره، اوبه… هرڅه خبرولی شي او د دغو شيانو په وسيله بل څه هم خبرولی شي، خو دا په دې مانا نه ده، چې فرعون خوب وليده نو دی د اللهتعالی دوست دی، خوب ليدل په مطلق ډول اللهتعالی ته د نږدې کېدا په مانا نه دي.
د مسلمان خوب د يو انسان په توګه له پورتنيو دريو کټګوريو بهر نه دی خو د هغو مسلمانانو هغه خوبونه چې په مطلق ډول د الهي خبرتيا يا زيري په مانا وي د مسلمانانو د مواهبت، ايمان، عقيدې او تقوا له مخې په دريو برخو وېشلی شو.
۱، د عوامو خوب.
۲، د خواصو خوب.
۳، د پېغمرانو(ص) خوب.
د عوامو خوبونه معمولاً تر ده او يا نږدې خپلوانو پورې محدود وي، د خواصو خوبونه د کلي، قوم، هېواد او سيمې په اندازه پراخ تعبيرونه لرلی شي، د پيغمبر(ص) خوب د ده، خپلوانو، کلي، قوم، هېواد، سيمې او حتی د ټولې نړۍ په اندازه پراخ تعبير او يا صريح پېغام لرلی شي.
خو داسې نه ده، چې د هر مسلمان هر خوب مطلقه الهي خبرتيا يا زيری دی، پورتنۍ تشريح مې د مثال په ډول د مطلقو رحماني خوبونو چې په مطلق ډول الهي خبرتيا يا زيری وي وړاندې کړه.
په دې برخه کې هم ځينو علماو زبردستې ځاني څېړنې وړاندې کړې، يو له دغو علماو د هند ستر صوفي او متشرع امام رباني شېخ احمد سرهندي مجدد الف ثاني(رح) دی. ده په خپلو مکتوباتو کې ليکلي؛ د پېغمبر(ص) د حديث له مخې دا حقيقت دی چې شیطان د نبي په څېره کې په خوب کې چاته نه شي ورتلای خو انسان له ظاهري حسونو سره سره باطني حسونه هم لري، چې له جملې يې متخيله (تخيل) حس په دې برخه کې د بحث وړ دی، د تخيل قوه د انسان د روح يو صفت دی، انسان د يو چا په اړه سوچ کوي، خيال کوي، هغه کس که ده ليدلی وي نو په ډېرې اسانۍ سره يې عکس په تخيل کې جوړولی یا حاضرولی شي خو که ليدلی يې هم نه وي نو د همدغه سوچونو او خيالونو په ترڅ کې په يو نه يو ډول د هغه کس څېره په تخيل کې جوړېږي او بيا يې يو نه يو وخت په خوب کې ويني، د انسان دغه باطني قوت يا متخيله ته د شیطان بوی هم نه شي رسيدلی. نو ځکه وايو چې دا حديث بالکل حقيقت دی، چې شيطان د نبي په څېره کې په خوب کې چا ته نه شی ورتلای خو انسان د خپل خيال صورتونه په خوب کې ليدلی شي.
اوس راځو دې ته چې هرکله نړۍ يا د نړۍ کومه سيمه له کومې ستونزې سره مخ شوې ده نو تل مو دا هم ورسره اوريدلې چې پلاني او ډينګي خوب ليدلی، په خوب کې يو شېخ يا سپينږيری ورته راغلی دا او دا يې ورته ويلي، ځينې بيا د پېغمبر(ص) د ليدلو خبره هم وکړي. که دا خوبونه خيالونه نه وي او د ولس په خير وي نو کومه بدي پکې نشته خو که د ولس او يا هم د کوم چا په تاوان وي او يا ظاهراً له علومو سره په ټکر کې وي نو بيا نه ده په کار چې خپل وخت ورباندې ضايع کړو.
په دې شپو ورځو کې د کورونا په اړه هم خلکو خوبونه ليدلي او دا لړۍ لا روانه ده، خدایزده چې نور به څوک او څه ډول خوبونه وويني، هغه خوبونه چې د کورونا پر وړاندې د منل شويو ډاکټرانو او منل شويو ادارو د تدابيرو او اصولو خلاف وي په هېڅ ډول د منلو نه دي، حتی که کوم چا د بل چا په داسې خوبيزه مشوره عمل وکړ، چې د کورونا پروړاندې يې د تدابيرو او اصولو د ماتولو ورته ويلي وي او دی په کورونا اخته شو او خدای مه کړه مړ شو نو مسووليت به د چا پر غاړه وي؟ د خون ذمهواذ به يې څوک وي؟
نو په تدابيرو او اصولو عمل کول او پر الله تعالی توکل مو بايد د کورونا پر وړاندې د ډال په څېر وي، که موږ د کورونا د مخنيوي تدابير ونيسو، اللهتعالی ته رجوع او پر اللهتعالی توکل وکړو نو د کورونا پر وړاندې به مو د مدافعيت قوت ساتلی وي او په پايله کې به مو د خپل ژوند په ژغورلو سره د نړۍ په ژغورلو کې هم خپله برخه اخيستې وي.
۱۳ حمل ۱۳۹۹