ژوند تر ډېره په هیلو او ارمانونو ولاړ دی. انسان تر هغه مهاله د لوېدو پر وړاندې درېږي، چې په زړه کې یې د پورته کېدو سپرغۍ بلېږي.
که ستونزه فردي وي، انسان د خپل هوډ، صبر او ارادې په زور پر پېچومو ختلای شي؛ خو که د یوه سیسټم یا نظام له خوا راتلونکي ګنډرېږي، خبره له ستونزې اوړي او د انسان په روان کې د سبا روښنايي ورو ورو تتوي.
هلته سبا لرې نه، بلکې تت او پیکه برېښي؛ داسې لکه د سهار رڼا چې د غمجنو لړو تر شا لالهانده وي. انسان نه پوهېږي چې د ده پر وړاندې شپه ده، که د یلدا د شپې دوام!
په دې پړاو کې له حال سره مبارزه بسنه نه کوي؛ انسان له هغې پوښتنې سره هم مخامخ وي چې هره شپه یې په زړه کې غوټې وهي:
سبا به څه پېښېږي ؟
کله چې په لاره کې خنډ وي، انسان بله لار موندلای شي؛ مګر چې ټولې لارې د یوه پلان تر مخې تنګې شي، بندیز پر قدمونو نه درېږي؛ پر خیال، ارمان او امکان هم خورېږي.
همدلته هیله خپل وروستی امتحان ورکوي. انسان ښایي لا ژوندی وي، ساه واخلي، وخاندي او د ورځني ژوند چارې ترسره کړي؛ خو په دننه کې یې د راتلونکي هغه انځور، چې هره ورځ یې ورسره مینه او ژوند کاوه، غلی غلی له منځه ځي.
شاید د انسان تر ټولو لویه ماتې دا نه وي چې له یوې ستونزې سره مخ شي؛ بلکې دا وي چې د هغې تر شا د وتلو لاره ونه ویني.
ځکه د انسان ژوند ګوښی په ډوډۍ، کور او اوسني وخت نه پایي؛ په تمه، امکان او راتلونکي هم ژوند کوي.
او چې سبا تت شي، نو نن هم خپل رنګ د سبا په هیله وبایلي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۶ د اګست ٣٠