ژباړه: تاند
اماني نهضت د محمد نادر خان او د هغه د زوی محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې بېرته په متفاوته چټکتیا، کیفیت او کمیت احیا شو او دوام یې وموند. له همدې امله د شاه امان الله خان د پلویانو او د اعلیحضرت محمد نادر خان د پلویانو ترمنځ د اویا کلنې لفظي شخړې دوام هېڅ منطقي محتوا نه لري. پر ځای یې باید د اماني پرمختګ غوښتونکي نهضت د ماتې پر عواملو او د علم او جهل د دې شخړې پر دوام، چې تر نن ورځې پورې روانه ده، تمرکز وشي.
د دې شخړې د حقایقو د ښه درک لپاره باید لاندې څو تاریخي حقیقتونه ومنل شي:
لومړی حقیقت
د شاه امان الله خان واکمني او د هغه د پرمختګ غوښتونکي نهضت دوره له سلطنت څخه د هغه په استعفا پای ته ورسېده. له هغه وروسته د شاه امان الله د مشر ورور، سردار عنایت سراج، درې ورځنۍ واکمني هم په استعفا او له هېواده په وتلو پای ته ورسېده.
وروسته د امان الله خان د نظر بدلون او د تاج او تخت د بېرته ترلاسه کولو لنډمهاله هڅه هم ناکامه شوه. هغه له هېواده ووت، په بهر کې له سیاسي انزوا سره مخ شو او په دې توګه د شاه امان الله خان دوره او د هغه پرمختګ غوښتونکی نهضت تاریخ ته وسپارل شو.
دوهم حقیقت
د کورنیو ارتجاعي ځواکونو په مرسته د حبیب الله له خوا، چې په «بچه سقاو» مشهور و، اماني نهضت سقوط او د شاه امان الله خان او د سراج د کورنۍ سلطنت پای ته ورسېد. دغو ځواکونو د شریعت د حاکمیت د بېرته ټینګولو او د اماني نهضت د پای غوښتنه کوله. هغوی شاوخوا نهه میاشتې پر افغانستان حکومت وکړ.
د اماني نهضت ماتې او د سراج د کورنۍ د حکومتونو پای له اعلیحضرت محمد نادر خان سره هېڅ تړاو نه درلود.
درېیم حقیقت
د سقاوي ارتجاعي مذهبي نظام او ګډوډۍ د پای ته رسولو په وړاندې، چې د افغانستان د خلکو پر یوه تاریخي مسوولیت بدل شوي وو، یوازې دوو تنو د مقاومت او پاڅون مشري پر غاړه واخیسته: محمد نادر خان او د هغه وروڼو، او غلام نبي خان چرخي.
دوهم کس، یعنې غلام نبي خان چرخي، کله چې له هېواده د امان الله خان له وتلو خبر شو، له پاڅون او مقاومت څخه لاس واخیست او له خپلو افغان ځواکونو او روسي ملاتړو سره بېرته شوروي اتحاد ته ستون شو.
څلورم حقیقت
دا یوازې محمد نادر خان و چې د مذهبي ارتجاع او سقاوي ګډوډۍ پر وړاندې یې تاریخي مسوولیت ته تر هغې مرحلې پورې دوام ورکړ چې سقاوي نظام نسکور شو. هغه بریالی شو او ځان یې پاچا اعلان کړ.
پنځم حقیقت
محمد نادر خان نه له اخلاقي، نه له قانوني او نه هم د سلطنتي نظام د میراثي مشروعیت له نظره دا مسوولیت درلود چې دولت بېرته شاه امان الله خان ته وسپاري.
هغه د امان الله خان غوښتنه رد کړه چې په کندهار او غزني کې ورسره یوځای شي او اعلان یې وکړ چې د سقاوي نظام د ماتولو مبارزه په خپلو امکاناتو او د خپل پلان او لیدلوري مطابق کوي، نه د امان الله خان تر بیرغ او لارښوونې لاندې.
دا چې هغه کله ناکله د امان الله خان پلویانو ته ډاډ ورکاوه چې د ځان لپاره د سلطنت غوښتونکی نه دی، د لیکوال په اند، یوازې یوه رواني او تاکتیکي جګړه وه؛ هغه څه چې په سیاست کې تل لیدل کېږي.
همداراز، نادر خان له شاه امان الله خان سره د دولت د ادارې پر سر د اختلافونو له امله څو کاله مخکې د دفاع وزارت او وروسته په فرانسه کې د سفارت له دندې استعفا کړې وه او نور یې د امان الله خان پر وړاندې کوم مسوولیت نه درلود.
د میراثي مشروعیت له نظره، لکه څنګه چې د سراج کورنۍ دغه مشروعیت له امیر دوست محمد خان څخه د محمد افضل خان له لارې ترلاسه کړی و، نادر خان هم خپل میراثي مشروعیت له خپل لوی نیکه سردار سلطان محمد خان طلایي څخه ترلاسه کړی و. سلطان محمد خان د امیر دوست محمد خان ورور و. د سلطان محمد خان زوی یحیی خان، چې د نادر خان نیکه او د یعقوب خان خسر و، له امیر یعقوب خان سره یوځای هند ته تبعید شوی و.
د دې موضوع د لا روښانتیا لپاره ضمیمه شوی چارټ یا کورنۍ شجرې ته د مراجعه وکړئ.
شپږم حقیقت
اماني نهضت د محمد نادر خان او د هغه د زوی محمد ظاهر شاه د سلطنت پر لړ کې، البته په متفاوته چټکتیا، کیفیت او کمیت، بېرته احیا شو او دوام یې وکړ.
اووم حقیقت
پورته حقایقو ته په پام، د شاه امان الله خان د پلویانو او د اعلیحضرت محمد نادر خان د پلویانو ترمنځ د اویا کلنې لفظي شخړې دوام هېڅ منطقي محتوا نه لري او پر ځای یې باید د شاه امان الله د پرمختګ غوښتونکي نهضت د ماتې پر عواملو او د علم او جهل ترمنځ د دې پرلهپسې شخړې، چې تر نن ورځې پورې دوام لري، تمرکز وشي.
خلک وايي: «د عافیت په قدر هغه څوک پوهېږي چې په مصیبت اخته شوی وي!»
د افغانستان خلک چې په تېرو ۴۵ کلونو کې له کوم مصیبت سره مخ شوی، نن له ۱۹۲۹ څخه تر ۱۹۷۸ پورې د ۴۹ کلنې دورې د عافیت قدر په خپل رګ رګ کې احساسوي.
د آل یحیی د کورنۍ د واکمنۍ دوره
که څه هم د محمد نادر خان د سلطنت دوره لنډه وه، خو نوموړي د خپلې څلور کلنې واکمنۍ په ترڅ کې د نظم او ډسپلین د ټینګولو له لارې د داسې دولتي نظام بنسټ کېښود چې نژدې نیمه پېړۍ، یعنې د محمد داوود خان د جمهوریت تر پای پورې، یې د افغانستان په تاریخ کې په بېساري ثبات سره دوام وکړ.
د آل یحیی کورنۍ په داسې وخت کې واک ته ورسېده چې د ارتجاع او پرمختګ ترمنځ شخړه په خپل اوج کې وه او مذهبي ارتجاع له هر ډول تجدد او پرمختګ سره سخت مخالفت کاوه. په همدې وخت کې پرمختګ غوښتونکي ځواکونه مات شوي، بدنام او منزوي شوي وو.
په داسې شرایطو کې یو دردونکی پاراډوکس دا و چې د هېواد لږ شمېر پرمختګ غوښتونکو او روڼاندو ځواکونو د هغې واکمنۍ د ملاتړ پر ځای چې د مذهبي ارتجاع استازی یې له واکه لرې کړی و، پر دې ټینګار کاوه چې واک داسې حکومت ته وسپارل شي چې له لویدیځ څخه د هغوی ځینې ناسنجول شوې پروګرامونه په ښکاره د اماني سلطنت د سقوط عوامل وو.
په داسې شرایطو کې د نادري دولت اساسي دنده له یوې خوا د دولت د نظام ټینګول او تحکیم و، خو داسې شرایط نه رامنځته کول چې مذهبي ارتجاع ته د بیا مداخلې زمینه برابره شي.
له بلې خوا، د دغه نظام بله دنده دا وه چې په تدریجي ډول داسې اصلاحي پروګرامونه معرفي کړي چې د هېواد د خلکو د مادي او معنوي ژوند د کچې د ښه کېدو سبب شي.
کله چې د آل یحیی کورنۍ په ۱۹۲۹ کال کې واک ته ورسېده، په هېواد کې هېڅ ښوونځی نه و، هېڅ فعال روغتون نه و، د موټرو د تګ راتګ لپاره هېڅ اساسي او مناسب سړک نه و، د برېښنا هېڅ فعاله دستګاه نه وه او بانک هم موجود نه و.
بې له شکه د شلمې پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ په عصر کې د آل یحیی د کورنۍ، نادر خان، ظاهر خان او داوود خان د ۴۹ کلنې واکمنۍ بریاوې د ۱۹۵۰مو، ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو لپاره کافي نه وې.
خو باید دا هم هېر نه کړو چې د چین، هند، ویتنام، تایلنډ، مالیزیا، اندونیزیا او ورته نورو مخ پر ودې هېوادونو ستر اقتصادي پرمختګونه په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې رامنځته شول.
په هغه وخت کې دغو هېوادونو د تېرو لسیزو ایډیالوژیکي جمودونه شاته پرېښودل، د اقتصاد، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې له نړیوال کاروان سره یوځای شول او د خپلو کورنیو امکاناتو ترڅنګ یې د پانګې او ټکنالوژۍ د آزاد تګ راتګ دروازې پرانیستې.
افغانستان او د اقتصادي انزوا ستونزه
له یوه لوري د هغه وخت د روڼاندۍ ایډیالوژیک جمودونه او له بلې خوا له پخوانیو استعماري قدرتونو څخه کرکه او واټن د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د دې سبب شول چې د استثمار پر وړاندې د مبارزې په نوم انزوا غوره کړي او له صنعتي نړۍ سره هر ډول تجارتي او انکشافي اړیکو ته د شک په سترګه وګوري.
زموږ د هېواد چارواکي له کلونو راهیسي د بلاعوضه مرستو په ترلاسه کولو عادت شوي وو او د آزاد بازار اقتصاد د سوداګریز ډینامیزم پر اهمیت نه پوهېدل.
د دې پایله دا شوه چې د بهرنیو پانګونو مخه ونیول شوه؛ حال دا چې د اقتصادي پرمختګ لپاره بهرنۍ پانګونه مهمه اړتیا وه.
هغه مخ پر ودې هېوادونه چې نن پرمختللې نړۍ ته رسېدلي، باید د چو این لای او دنګ شیاوپینګ او د هغوی د ځای ناستو په شان د چین د ملتپالو او لرلید لرونکو مشرانو منندوی وي.
دغو مشرانو په حیرانوونکي تدبیر سره د چین د سوسیالیستي اقتصاد تړلې دروازې د پانګې، صنعت، ټکنالوژۍ او نړیوالې سوداګرۍ پر مخ پرانیستې، پرته له دې چې د هېواد سیاسي او ټولنیز نظام د لویدیځ د انارشیستي تمایلاتو قرباني کړي.
دوی وتوانېدل چې د خلکو په ګټه په سیاست او اقتصاد کې لازم توازن رامنځته کړي. د دې پایله دا شوه چې چین له یو میلیارد نفوس سره سره د نړۍ پر یوه اقتصادي زبرځواک بدل شي، شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کسان یې له بېوزلۍ څخه پورته کړل او د نړۍ ګڼ شمېر مخ پر ودې هېوادونه یې هم له ځان سره د اقتصادي پرمختګ پر لور بوتلل.
افغانستان او د نجونو د زده کړو موضوع
هغه هېواد چې مشرانو یې سل کاله وړاندې د معاصرې نړۍ د تمدن، په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې او د ښځو د حقونو د معرفي کولو لپاره لومړني ګامونه واخیستل، خو د «شریعت د تطبیق» تر شعار لاندې د روحانیونو او د هېواد د اکثریت بېسواده وګړو له سخت مقاومت سره مخ شول، نن په ۲۰۲۶ کال کې هم د «شریعت د تطبیق» تر شعار لاندې د جنسیتي تبعیض د یوه سخت نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د دې محدودیتونو له امله د هېواد نیم نفوس له خپلو مشروع مدني حقونو، لکه کار، تعلیم، تحصیل او په ټولنه کې له ګډون څخه محروم شوی دی.
له همدې امله، نه یوازې د آل یحیی د کورنۍ د واکمنۍ په دوره کې بلکې تر نن ورځې پورې د افغانستان د پام وړ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ نه دی کړی.
پایله
د آل یحیی د کورنۍ د ۴۸ کلنې واکمنۍ دوره د پرمختګ او ارتجاع ترمنځ د شخړې یوه هینداره ده.
د افغانستان د تاریخ د پخوانیو او ورپسې دورو پرتله، د دې دورې په اړه د هېواد د ډېرو خلکو نظر دا دی چې دا دوره د افغانستان د تاریخ طلایي دوره وه.