Homeخبرونهتر نسبي ارامۍ وروسته؛ د امریکا او ایران ترمنځ یو ځل بیا...

تر نسبي ارامۍ وروسته؛ د امریکا او ایران ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوه

تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۹مه/ له یوې نسبي ارامۍ وروسته، امریکا او ایران یو ځل بیا د یو بل پر پوځي او نظامي مواضعو بریدونه کړي دي.

سپاه پاسداران د یوه امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو او د امریکا له لوري د ایران د لارک ټاپو پر دوو توغندیو ویشتونکو اډو د برید خبر ورکړی.

دوی ویلي چې د دې برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا اډې په نښه کړې دي.

سپاه پاسداران نن دوشنبه سهار، د اګست ۳۱مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا یوه MQ-9  ډوله بې‌پیلوټه الوتکه یې د هرمز تنګي پر سر په نښه او رانسکوره کړې ده.

سپاه همداراز ویلي چې امریکايي ځواکونو د لارک ټاپو پر دوو توغندیو ویشتونکو اډو برید کړی دی.

د سرچینې په وینا  په دې برید کې یو شمېر پوځي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په خپله اېکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي یو محدود او دقیق اقدامترسره کړی دی.

سنتکام ویلي چې دغه اقدام د سوداګریزو بېړیو، ملکي سمندري کارکوونکو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګرۍ د ازاد جریان د ساتنې په موخه ترسره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...