Homeخبرونهټرمپ د AI په مرسته جوړه شوې خارګ ټاپو کې د چاودنې...

ټرمپ د AI په مرسته جوړه شوې خارګ ټاپو کې د چاودنې وېډیو خپره کړه

تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۹مه/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه داسې ویډیو خپره کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې او په کې د ایران د خارګ ټاپو د برید او چاودنې انځورونه ښکاري. هغه د دې ویډیو له خپرولو سره هم‌مهاله په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د دې ټاپو د له منځه وړلو خبره کړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په سهار، د سنبلې په ۹مه، دا ویډیو په ټروت سوشل کې خپل حساب ته خپره کړه.

په دغو انځورونو کې، چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي، د خارګ ټاپو د برید او چاودنې ته ورته صحنې ښودل شوې دي.

د امریکا ولسمشر د ویډیو په اړه لیکلي: «خارګ ټاپو له خاورو سره برابرېږي!!!»

د دغو انځورونو خپرېدل څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ، «سنتکام»، په لارک ټاپو کې پر دوو توغندیو ویشتونکو بریدونو خبر ورکړی و.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې، د ټرمپ له خوا خپره شوې ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې ویډیو بلل شوې ده؛ له همدې امله باید دا د خارګ پر ټاپو د یوه واقعي برید انځور ونه ګڼل شي.

خارګ ټاپو د فارس خلیج په سیمه کې د ایران له مهمو نفتي مرکزونو څخه دی.

په دې ټاپو کې د نفتو د صادراتو ترمینلونه د ایران د خامو نفتو په بهرنیو بازارونو کې د لېږدولو په برخه کې مهم رول لري.

خارګ په تېرو میاشتو کې د ټرمپ په څرګندونو کې هم څو ځله یاد شوی دی.

د امریکا ولسمشر په بېلابېلو وختونو کې د دې ټاپو د احتمالي په نښه کولو، له منځه وړلو یا د خپلې ولکې لاندې راوستلو خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...