تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۹مه/ درې افغانان د جمعې په ماښام د ایران په شمال کې د بابلسر ښار په ساحل کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شول.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې افغانان په داسې سیمه کې د سیند اوبو ته د ننوتلو له امله ډوب شول چې، لامبو نه یې وه زده.
رسنۍ زیاتوي چې، دوی د اوبو د خوندي ساتنې د طرحې او د غرقېدو د ژغورونکو له کاري ساعتونو څخه بهر وه.
د بابلسر د ژغورنې د ادارې مشر، مهدي حبیباللهپور، ویلي چې څلورنه تنه افغانان د لامبو وهلو لپاره د کسپین سمندرګي اوبو ته داخل شوي وو.
د هغه په وینا، له دغو کسانو څخه یو یې د خپل فزیکي حالت له امله له خپلو درې ملګرو وروسته پاتې شوی و.
وایي، هغه څه موده وروسته پوه شو چې ملګري یې نور په سیمه کې نشته او له اوبو راووت او دوی ته یې خبر ورکړ.
د ډوبو شوو درې کسانو مړي د شنبې او یکشنبې په ورځو کې، د ماښام په ۶ بجو او سهار په ۸ بجو، وموندل شول او له اوبو را وایستل شول.
د لومړي قرباني مړی د شنبې په ماښام د بابلسر د «سنګچین» په ساحل کې وموندل شو. د دویم افغان مړی هم د شنبې په شپه د اسکلهوو ته نږدې، د لامبو وهلو په ممنوعه سیمه کې پیدا شو.
د درېیم کس د موندلو لپاره د لټون عملیات د یکشنبې په ورځ هم دوام وکړ د څو ساعتونو له لټون وروسته، د هغه مړی د بابلسر د «عليآباد میر» سیمې په ساحل کې وموندل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره د موندلو لپاره د لټون عملیات پای ته ورسېدل.