Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک ۲.۵ میلیارد افغانۍ زاړه بانکنوټونه له چلنده ایستلي

د افغانستان بانک ۲.۵ میلیارد افغانۍ زاړه بانکنوټونه له چلنده ایستلي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک وايي، په تېرو یوه کال کې یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانۍ زړې او زړې شوې بانکنوټونه راټول او له پولي دوران څخه ایستلي دي.

د افغانستان ملي ټلوېزیون د افغانستان بانک د ویاند حسیب‌الله نوري له قوله ویلي، د زړو بانکنوټونو د راټولولو بهیر لا هم په ټولو ولایتونو کې دوام لري.

نوري له خلکو غوښتي چې خپل زاړه بانکنوټونه له د افغانستان او سوداګریزو بانکونو سره په نویو بانکنوټونو بدل کړي.

د طالبانو تر کنټرول د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ کال کې د نویو افغانیو د بانکنوټونو د چاپ خبر ورکړی و. طالبانو د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ کې په ټولو ولایتونو کې د زړو بانکنوټونو د راټولولو بهیر پیل کړ.

د طالبانو چارواکي وايي، د دې بهیر له پیل راهیسې یې د میلیاردونه افغانۍ زاړه بانکنوټونه له پولي دوران څخه ایستلي دي.

اکثره افغانان پیسې ښه نه ساتي او له دې کبله د نورو هیوادونو تر بانکنوټونو افغانۍ ژر زړېږي. او دا یو بل اضافي مصرف دی چې افغانستان یې ګالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...