تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د استرالیا ساینسپوهانو د زلزلو او نړېدلو ودانیو تر خاورو او کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د ژر موندلو او لومړنۍ طبي مرستې لپاره له نوې ټکنالوژۍ څخه برخمن «سایبورګ ګړندۍ» جوړه کړې ده.
دې وسیلې ته د دې لپاره سایبرکاکروچ وايي چې د ګړندۍ بڼه لري.
د «اډوانسډ ساینس» په نړیواله علمي مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، د کوینزلنډ پوهنتون او د نیو ساوت وېلز پوهنتون څېړونکو دغه سیستم د شمالي کوینزلنډ د یوې لویې ګړندۍ پر بنسټ جوړ کړی دی.
د دې ګړندۍ پر شا یوه کوچنۍ کڅوړه نصب شوې چې مایکرو کامرې او واړه سرنجونه لري. څېړونکي وايي، دغه سایبورګ ګړندۍ کولی شي د کنډوالو له ډېرو تنګو او سختو لارو او سوړو تېر شي، د ژغورونکو له رسېدو مخکې بند پاتې کسان ومومي او لومړني درمل ورته ورسوي.
د څېړونکو په وینا، مخکې له دې د حشراتو کارول تر ډېره د کسانو د موندلو لپاره وو، خو نوې ټکنالوژي کولی شي تر کنډوالو لاندې بند پاتې کسانو ته د لومړنیو طبي مرستو په رسولو سره د ژوندي پاتې کېدو چانس زیات کړي.