تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د افغانستان د روان وضعیت، سیاسي کړکېچ او د هېواد د راتلونکي په اړه د «ملي مرکې» شپاړسمه ناسته د اګست پر ۲۹مه واشنګټن ته حېرمه په ویرجینیا کې جوړه شوه.
د ناستې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د افغان ټولنې د بېلابېلو قومونو، نسلونو او ټولنیزو قشرونو لسګونو سیاسي، ټولنیزو، علمي او فرهنګي څېرو ګډون کړی وو.
د «ملي مرکې» د بهیر تنظیموونکو ویلي چې دغه بهیر په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی او تر اوسه یې په اروپا، شمالي امریکا او استرالیا کې بېلابېلې ناستې جوړې شوې دي. د دوی په وینا، موخه یې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوه ګډ چاپېریال رامنځته کول، د خلکو د نظرونو اورېدل او د هېواد د راتلونکي لپاره د عملي لارو موندل دي.
په ناسته کې د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت، د جګړې د پای ته رسېدو ترڅنګ د «منفي سولې»، د اساسي حقونو د وضعیت او د واک د انحصار په اړه خبرې وشوې.
ګډونوالو ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان د ستونزو حل نه شي کېدای، خو په وینا یې، د واک انحصار، د قانون د حاکمیت نشتوالی او د خلکو د اساسي حقونو محدودول هم د منلو وړ نه دي.
د ناستې ګډونوالو د افغانستان د روان بحران د پای ته رسولو لپاره د ملي خبرو، پراخو مذاکراتو او بنسټیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې بهیر کې باید د ټولنې بېلابېل قشرونه، ښځې، ځوانان او د هېواد سیاسي او ټولنیزې څېرې ونډه ولري.
په ناسته کې د بهر مېشتو افغانانو پر رول هم خبرې وشوې. ګډونوالو له افغان کډوالو او بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې د خپلو کوربه هېوادونو په سیاسي، رسنیزو او د بشري حقونو په بنسټونو کې د افغانستان د خلکو غږ پورته کړي او د هېواد د راتلونکي لپاره خپلې علمي، اقتصادي او ټولنیزې وړتیاوې وکاروي.
د «ملي مرکې» ګډونوالو همداراز له مدني او سولهییزو لارو د اصلاحاتو او مثبت بدلون لپاره د عامه پوهاوي او ولسي فشار پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
په پای کې ګډونوالو پر ټولشموله او له تبعیض پرته ګډون، د ښځو او نارینهوو د اساسي حقونو پر تأمین او د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ناستې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «ملي مرکه» به د یوه خپلواک او ولسي بهیر په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو اترو، عدالت، قانونمندۍ، آزادۍ او د خلکو د واقعي ګډون پر بنسټ د یوې ملي تګلارې په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.