تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۹مه/ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ختیځ افغانستان په ۱۳۴ زیانمنو کلیو کې د شاوخوا ۷ زره کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
اوچا نن، دوشنبه د سنبلې ۹مه/د اګست ۳۱مه، ویلي چې په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته، سلګونه کورنۍ لا هم بېځایه دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
دې ادارې زیاته کړې چې د دغو کورنیو لپاره د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او د ژوند د اقتصادي امکاناتو برابرولو، او همدارنګه د زیانمنو شویو ټولنو د بیارغونې او بیا رغونې د بهیر د ملاتړ لپاره لا ډېرو او بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
د اوچا په وینا، له خیمو څخه د کورنیو د دایمي سرپناو ته د لېږد بهیر روان دی؛ خو اوسني موجوده مرستې د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي.
تېر کال د سنبلې په میاشت کې له شپږ درجو څخه شدیدې یوې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې.
د دغې زلزلې له امله له ۲ زره ډېر کسان ووژل شول، له ۳ زره ډېر ټپیان شول او سلګونه کورونه هم ویجاړ شول.